راځئ له مولانا ایدهي یې زده کړو!

سید سعید

د مولانا عبدالستار ایدهي دمرګ خبر د رسنیو سر خط جوړ کړ،د ډیرو هیوادونو او نژادونو خلګ یې پرفراق غمجن شول،لیکني یې پرې وکړې او د نوموړي لپاره یې د لوی څښتن په دربار کي لاسونه لپه کړل.
عبدالستار ایدهي په ۱۹۲۸ز،کال د هند ګجرات ایالت کي زیږیدلی او ۱۹۴۷ز،کال کي د پاکستان په کراچۍ کي میشت شوی دی.مولانا ایدهي له سختو مشکلاتو سره مخ ؤ،مور یې سخته ناروغه وه،دومره څه یې نه درلودل چي روغتون کي یې بستر کړي او یا له کوم ماهر ډاکټر څخه کورته داسي دوا ورته راوړي چي دمور دناروغۍ د سپکیدو سبب یې شي، بالاخره یې مور د انتهایې غربت او ناوسۍ په حالت کي وفات شوه.

عبدالستار ایدهي ته د مور ناروغۍ اوخپلي ناوسۍ داسوچ پیدا کړ چي نور به څومره کسان له ورته ستونزو سره مخامخ وي اوکه څوک له مریضانو او محتاجو کسانو سره مرسته وکړي څومره ستر خدمت به یې ترسره کړی وي،دې ډول فکر مولانا ایدهي کي له نورو سره د همکارۍ او خواخوږۍ احساس پیاوړی کړ او دې نیک احساس ایدهي وهڅاوه چي له شتمنو بسپنه راټوله کړي اوپه خیریه کارونو کي یې مصرف کړي.

عبدالستار ایدهي په لومړي قدم کي وتوانیده چي په ترلاسه کړو چندو یوموټر واخلي او د غریبو ناروغانو لپاره یو طیبي کتنځای پرانیزي،ایدهي همدا موټر خپله چلاوه او ناروغان به یې ترروغتون پوري رسول،جنازې به یې تر هدیرو پوري وړلې او په نورو ټولګټو چارو کي به یې له همدې موټره استفاده کوله.

دایدهي اخلاص او عزم خلګ پر نوموړي باوري کړل او ډیري مرستي یې ورسره وکړې،ایدهي دخلګو په همکارۍ دایدهي پاونډیشن یا ټرسټ په نوم یو اداره جوړه کړه، دایدهي بنسټ د پاکستان په مختلفو ایالتونو او ښارونو کي روغتونونه،ښوونځي، د یتیمانو او بې وزلو ماشومانو لپاره روزنتونونه جوړ کړل اوټول مصارف یې ایدهي پاونډیشن په غاړه واخیستل.

د مولانا ایدهي داخلاص،میني او ټینګ هوډ له برکته دایدهي پاونډیشن فعالیت د پاکستان څخه زموږ د هیواد په ګډون نورو هیوادونو ته هم وغځیده او په زرهاوو رضاکاران یې پیدا کړل.د یو خبر له مخي ایدهي بنسټ ۷۰ زره بې سرپرسته او یتیم ماشومان او ۴۰ زره نرسان او نرساني روزلي دي او۸۵زره بې څښتنه مړي یې ښخ کړي دي.

ایدهي ټرسټ په پاکستان کي ۳۰۰ دعاجلو مرستو مرکزونه پرانیستلي چي ۲۴ ساعته یې دخلګو پر مخ دروازې خلاصي وي او په سلهاوو روغتونونه او دارالایتامونه یې جوړ کړي دي.ایدهي پاونډیشن دامهال یوه نړیواله خیریه اداره ده،۷۰۰امبولانس موټر،۲۸کښتۍ او ۳چورلکي لري چي شپه او ورځ دخلګو په خدمت کي مصروف وي.

مولانا ایدهي کوم ولسمشر،جنرال،سیاسي لیډر او مذهبي مشر نه ؤ،یو غریب ملا ؤ، د خیر ښیګڼو کارونو دومره شهرت او محبوبیت ورکړ چي دزر او زور خاوندان چي لسیزي یې پر خلګو واکمنۍ کړې وې شاته پریښودل.

په همدغه ډول ګرانښت او محبوبیت باندي حساب کیدای شي چي د زړه له تله وي،د ځینو مشرانو سره دمیني خبري کیږي،خو همدا محبت صرف د ژبي پرسر وي،زړه ته نه وي کوز شوی،ځکه انګیزه یې مال اودبدبه وي، مګردمولانا ایدهي سره د خلګو مینه د نوموړي د اخلاص،عجز او خدمت له وجي وه،نو ځکه یې زړونو ته لاره موندلې وه.

موږ افغانانو کي ځیني داسي نیک صفتونه شته چي په سیمه او آن نړۍ کي ښایې ساري ونه لري،خو ورسره داسي بد خویونه هم لرو چي په نورو خلګو کي کم او یا بیخي نه ترسترګو کیږي.زموږ زیاتره شتمن په ودونو او رواجي ناستو ولاړو کي ډیر زیات مالونه مصرفوي،خو خپل ګاونډ کي د غریب،یتیم او بې لاس وپښو مسلمان ورور په کیسه کي نه وي.

ګیله له هغو کسانو نه ده چي په حرامو کي مال لګوي،ځکه هغوی خو که له یوې خوا له سخت وعید سره مخ دي،له بلي خوا په خپل ناروا عمل باندي ریاء او لویې هم نه کوي.ګوته هغه چاته نیوله کیږي چي په مباح او نیکو چارو کي مال لګوي،خو لومړیتوب نه مراعاتوي،مثلا ځیني خلګ میلمستیاوو کي تراندازې زیات خرڅ کوي، چي له تبذیر او اصراف څخه ځان نه شي خلاصولای او ځیني کسان بیا هر کال نفلي حجونه او عمرې کوي چي زیات مصارف پرې راځي،خو خپل قریب، دوست اوګاونډی به یې له ډیري ناچارۍ دبل سختي مزدورۍ ته اړ وي،کور کي به ناروغ لري، متخصص ډاکټر ته د نه لاس رسي له امله به د مرګ پر بستر پروت وي او له ګڼو معاشي مشکلاتو سره به لاس او ګریوان وي، خو حاجي صاحب به بیا هم هر کال حج ته ځي،د تګ او راتګ په ورځو کي به میمستیاوي کوي،تحفې به راوړي،پسونه به حلالوي او….. مصارف به کوي.

متاسفانه دغه ستونزه موږ افغانانو کي ډيره عامه ده،حتی تر ځینوعلماوو او مجاهدینو پوري یې هم سرایت کړی دی،وینو به چي کونډي،یتیمان،معلولین او اسیران له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ وي،خو بیا به هم دخپل توان مطابق لازمه مرسته نه ورسره کوو، په اصطلاح د سنګر او دفتر ملګری به مو اقتصادي ستونزو د جهاد له پریښودو سره مواجه کړی وي،خو سر به نه په ګرځوو او داسي نور.

په قرانکریم،احادیثو او دصحابه کرامو په اقوالو کي له قریب،ګاونډي،ملګري،مسکین،یتیم،اسیر،مریض سره د ښه سلوک،مرستي،همدردۍ اوهمکارۍ ټینګار شوی اود فضیلت په اړه یې بې شمېره اقوال رانقل شوي دي،حتی له محض انسان سره نیکي کوونکی په خلګو کي غوره بلل شوی دی.

موږ باید دنیک عمل همدغي تشي ته پوره متوجه شو او د ډکولو لپاره یې پوره پوره کوښښ وکړو،ځکه له یوې خوا افضل عبادت اود سلفو پیروي ده،له بلي خوا زموږ په ټولنه کي محتاج کسان ډیر دي،چي صرف د یو انساني خواخوږۍ له امله یې هم باید مرستي ته ور ودانګو.

که نفلي عبادات په لازمي او متعدي،یا انفرادي او ټولنیز باندي تعبیر او تقسیم شي،لازمي لکه حج،عمره او…. او متعدي لکه مسجد،مدرسه،ښوونځي،پل او روغتون جوړول،له قریب،همسایه، غریب،عالم،طالب او مجاهد سره مالي او ځاني مرسته کول، نو په لازمي عبادت کي خو فاعل ته ثواب وي،اما بل چاته یې ګټه نه رسیږي،مګر په متعدي عبادت کي د فاعل له اجر سره بل کس ته هم نفعه رسیږي،په بل عبارت کوم کس که نفلي حج وکړي اجر یې تر ده پوري محدود دی او که حاجي صاحب د نفلي حج لګښت دخپل قریب،ګاونډي،مجاهد،طالب، ناروغ اومحتاج ورور د مشکل په رفعه کولوکي ولګوي،له یوه طرفه به حاجي صاحب د خپل مسولیت په ترسره کولو له لوي اجر څخه برخمن شوی وي او له بل طرف څخه به محتاج او ناروغ ورور له مشکل څخه خلاص شوي وي،چي په همدغه صورت کي به حاجي صاحب ددوه چنده ثواب مستحق شي.

د مولانا تقي عثماني صاحب خبره ده چي که د یو کس مور ناروغه وي او د زوی خدمت ته محتاجه وي،خو زوی یې نفلي لمنځونه کوي او دمور خدمت ته چنداني پام نه کوي،نو همدغه لمونځ دنوموړي شوق دی،نه داجر ګټلو هڅه،ځکه که خبره د ثواب ترلاسه کولو وي نو بیا خو د مور خدمت تر نفلي لمنځونو ستر عبادت دی او ډیر ثواب لري، ددې لپاره چي عبادات مو فقط د شوق په محدوده کي ایسار نه شي،د نورو چارو ترڅنګ په نفلي عباداتو کي هم باید لومړیتوبونه مراعات کړو.

د مولانا اشرف علی تهانوي رحمه الله دا معمول ؤ چي هره میاشت به یې دخپل عاید څخه د ټولنیز خدمت اوخیریه چارو لپاره څه حصه بیلوله او خوندي کوله،کوم وخت چي به د مسجد اوپل دجوړیدو او یا کوم بل ټولنیز ضرورت دترسره کیدو اړتیا شوه، نو ترډیرو خلګو به پکي د تهانوي صاحب رول حیاتي او جوت ؤ.

دامام ابو حنیفه رحمه الله د ژوند حالات مو ترسترګو لاندي تیر شوي،د خپلوانو، شاګردانو او عامو محتاجو مسلمانانو سره یې څومره مرستي کولې؟، ځینو شاګردانو دخپل مشفق استاد امام اعظم صاحب په مالي کومک ګوزاره کوله،حتی له ځینو طالب العلمانو سره که د امام صاحب مالي مرستي نه وای،شاید دعلم له حصول څخه بیخي برخي شوي وای.

راځئ! له مولانا ایدهي رحمه الله یې زده کړو او د اسلافو لار تعقیب کړو، سر له نن څخه دخپل توان مطابق پر لازمي نفلي عبادت متعدي عباداتو او اجتماعي خدمتونو ته ترجیح ورکړو،د لاس تنګو،ناروغانو، یتیمانو او طالب العلمانو سره د مرستي لپاره مرستندویه ادارې جوړي کړو او هغه شتمني او وخت چي په انفرادي عبادت کي یې لګوو،په ټولنیز خدمت او له اړمنو او ناروغانو سره په همکارۍ کي یې مصرف کړو،په دې سره به هم د مریضانو،مسکینانو او یتیمانو دخوښۍ سبب او د دعاءګانو څخه برخمن شو او هم به ځان ددې مبارک حدیث مصداق وګرځوو چي: « خیر الناس من ینفع الناس» ژباړه: په خلګو کي غوره هغه څوک دی چي نورو خلګو ته یې ګټه او نفعه رسیږي.