ټولنیزه برخه

آیا تاسو یو ښه انسان یاستئ ؟ ولولئ او قضاوت وکړئ

ژباړن : عطا محمد میاخېل

دې نهه پوښتنو ته ځواب ورکړئ او د خپلې ښېګڼې کچه وسنجوئ :

د ډېری خلکو دا خوښېږي او فکر کوي، چې ښه انسانان دي، مګر تریخ حقیقت دا دی، چې ډېری خلک دومره هم ښه نه دي، چې فکر کوي ښه دي .

نهه پوښتنې شتون لري، چې دا جوتوي، آیا تاسو په رښتیا ښه انسانان یاستئ ؟ دغه راز دا نهه پوښتنې له تاسو سره مرسته کوي، چې ښه انسانان شئ .

۱ ـــ آیا له نورو سره د زړه خوږي احساس کوئ ؟

یو له هغو مواردو څخه، چې د ښو انسانانو په اړه شتون لري دادی، چې هغوی نورو ته په داسې ډول ارزښت ورکوي، چې نور یې نه شي کولای . هغوی د نورو درد او خواشینۍ احساس او بیانوي، چې په هغو باندې پوهېږي .

۲ ـــ آیا په قصدي ډول نورو ته زیان رسوئ ؟

ښه انسانان هېڅکله نورو ته زیان نه رسوي.

۳ ـــ آیا د هغو کارونو په وړاندې، چې د نورو له پاره یې ترسره کوئ، له هغوی څخه کومه تمه او هیله لرئ ؟

ښه انسانان د انسان دوستۍ په خاطر چې لري یې، د خپل ګاونډي له پاره، د خپلو دوستانو او خپلې کورنۍ له پاره او دغه راز د خپلې ټولنې له پاره کارونه ترسره کوي . لنډه دا چې هغوی پرته له کومې هیلې او تمې څخه د نورو له پاره کارونه ترسره کوي .

۴ ـــ آیا د هغو کارونو د ترسره کېدو له پاره، کوم چې تاسو ته ګټه نه در رسوي وخت ورکوئ ؟

معمولاً ښه انسانان د خپل وخت یوه برخه د هغو کارونو ترسره کېدو ته ځانګړې کوي، کوم چې باید ترسره شي، یا مرستې ته له اړمنو انسانانو سره مرسته کوي .

۵ ـــ آیا کله چې له نورو سره مخامخ کېږئ او یا هم له هغوی سره راکړه ورکړه کوئ ادب مراعات کوئ، مهربان یاستئ او هغوی درک کوئ ؟

ښه انسانان له نورو سره په مینه او درنښت مخامخ کېږي . هغوی مهربان دي، نور درک کوي او د هغوی ځای پېژني، هغوی متواضع دي او هیچا ته په کمه سترګه نه ګوري . که چېرې تاسو هم ښه یاستئ، نو همداسې چلند وکړئ .

۶ ـــ آیا د نورو بدي غواړئ ؟

ښه انسانان پر ځای د دې چې په نورو باندې قضاوت وکړي او د هغوی بدي وغواړي، هغوی درک کوي او پوهېږي . هغوی له نورو څخه د غچ اخیستنې له پاره اقدام نه کوي، یا دا چې د غچ اخیستنې په لاره کې د هغوی په کارونو کې لاسوهنه نه کوي .

۷ ـــ آیا تل رښتیني یاستئ ؟

ښه کسان هېڅکله درواغ نه وایي، یا دا چې د ځان ساتنې له پاره د ظاهري دوکه کوونکي تر شاه نه پټېږي؛ هغوی هېڅکله نور نه دوکه کوي . په هغه څه باندې چې باور لري او سم دي، په ژبه یې راوړي او په هغه څه باندې چې ایمان لري او حق دي درېږي .

۸ ـــ آیا هغه کس ته بښنه کوئ، کوم چې تاسو ته یې زیان در اړولی ؟

هو دا حقیقت لري . ښه انسانان هر کار چې اړین وي، په خپل دنننه کې یې ترسره کوي، ترڅو هغه چاته بښنه وکړي، چې دوی ته یې زیان رسولی دی .

۹ ـــ آیا نورو ته دا اجازه ورکوئ، لکه څنګه چې دي واوسي، پرته د هغوی له غندلو ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x