شعـــــرونه

غزل/ بشام

بشام

ﭘﻪ ډﮐﻮ سترګو ﻭﻩ ﺧﺎﻭﻧﺪ ﺗﻪ ﺩﺍ ﺩﻋﺎ ﮐﻮﻣﻪ
لپې ﻣﯥ غبرګې ﻏﻮړﻭلي ﺍﻟﺘﺠﺎ ﮐﻮﻣﻪ

ﮐړﻩ ﻣﻮ ﺩﭼﻢ ﻟﻠﻤﯥ ﺍﻭﺑﻪ ﺩ ﺍﺗﺤﺎﺩ ﭘﻪ ﺑﺎﺭﺍﻥ
څېښتنه ﺳﺘﺎ ﺭﺣﯿﻢ ﺩﺭﺑﺎﺭ ﺗﻪ ﺩﺍ ﺻﺪﺍ ﮐﻮﻣﻪ

ﺩ ﺯړﻩ په ﮐﻮﺭ ﻣﻮ ﻧﻦ ﺧﭙﺮﯤ ﺩﯤ ﺩﻧﻔﺎﻕ وریځې
ﺩﻣﺤﺒﺖ ﻭه ﺭﺣﻤﺘﻮ ﺗﻪ ﺍﺳﺘﺴﻘﺎﺀ ﮐﻮﻣﻪ

ﻧﻮﺭ په ﻣﺴﮑﻦ ﺧﭙﺮې ﺗﯿﺎﺭﯤ ﺩﺭڅخه څیرﯤ ﻏﻮﺍړﻡ
څېښتنه ﺳﺘﺎ څخه ﻫﻤﯿﺶ ﺩﺍ ﺗﻤﻨﺎ ﮐﻮﻣﻪ

دسوال وزرو باندې پرواز ستا تر درباره کوم
دعشق په سترګو ستا دخوږ وصال لقا کومه

دهیلو مړاوې غوټی ګل کړه د (بشام) خالقه
د سر په بیعه ملاقات دي د عقبا کومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x