نظــر

رسنیزه جګړه – ظریف افغان

ظریف افغان

دا نو ثبوت ته اړتیا نه لري، چې رسنۍ په روانه لوبه کې ډېر بنسټیز رول لوبوي. څوک چې د رسنیو له اهمیته منکر وي، نو هغه له ځانه او جهانه ناخبره دی. رسنۍ، اوس سیاست‌پوهان، له مقننې، قضايې او اجرایې قوو پسې څلورم ځواک ګڼي. اوس چې هېوادونه پر کوم خوار ځواکي دولت د حملې پلمې او بهانې لټوي، لومړی رسنۍ خپل کار پیل کړي. هغوی ورته زمینه برابروي، دلائل ورته تراشي، توجیهات ورته په ډېر کش و فش وايي، چې بالاخره ډېر ساده او ناپوهه انسانان خوارکیان وغولوي.

امریکا څو ځایه همداسې وکړل، پر افغانستان او عراق یرغلونو ته رسنۍ په ډېر اخلاص سره کار وکړ، څو تر یوه بریده ولسي افکار دا بریدونه عادلانه وګڼي. دا چې اسلامي ولسونه څومره د دې رسنیزو هڅو تر اغېزې لاندې راغلي، ښايي ځواب تر ډېرې کچې منفي وي. زما د دې منفي انګېرنې دلیل لپاره همدا کافي ګڼم، چې ولسونه په نره له همدې نړیوال تاړاک سره په مقابله کې دي، نظامي ډګر ته یې رادانګلي او سوله ‌ییز لاریونونه کوي، چې دا هره تګلاره له روان تاړاک سره د دوی کرکه بربنډوي.

یوې خوا ته نړیوال هر اړخیز تاړاک، چې د پام وړ رول په کې رسنۍ لري او بلې خوا ته څو غلچکي بریدګر دي، چې خپل غیرتي دین او خپلواکي‌غوښتونکو باورونو دې ته اړیستلي، چې غرو ته شي او دا توپاني یرغل وننګوي. تاړاکګرو څو رسنۍ د پیسو په زور پیل کړې، څو ازادي ‌غوښتونکي د ولسونو په نظر کې وحشي، ناپوهه، بې‌منطقه او وژونکي انسانان وروپېژني. د دې هدف لپاره رسنیو لاندې ګامونه پورته کړي:

ازادي راډیو: په ۲۰۰۱م کال کې، د افغانستان له ښکېلولو لږ وروسته، تاړاکګرو د افغانانو لپاره د دې راډیو بنسټ کېښود. افغانستان کې خلک تلویزیون او انټرنیټ ته لاسرسی نه لري، نو د دوی د فکر بدلولو لپاره ښه وسله راډیو ده. که د دې راډیو خپرونې وګورو، نو له یوې مخې داسې په کې نشو موندلای، چې د ټولنې درد دارو کړای شي. که له راډیو خپرېدونکې ډرامې واورئ، نو ورپام به مو شي، چې په څومره مهارت سره هڅه کوي، چې په کورونو کې نجونې له اسلام او له درانه پښتني کلچر له پولو ازادې کړي او له لوېدیز کلتور سره يې بلدې کړي. سربېره پر ازادۍ راډیو، په سوونو ایف ایم راډیوګانې په مختلفو ولایتونو کې څلورویشت ساعته له ټنګ ټکور پرته نور څه نه لري.

ورځپاڼې: په کابل کې تاسې یوه ورځ، سرنوشت، باور، محور، خدمتګار پښتو او ماندګار او هشت‌صبح پاړسي ورځپاڼې وګورئ، له ورایه ښکاري، چې دا ټولې د یوې پروژې برخې دي. ماندګار او هشت‌صبح ګوزاره کا، مګر دا پاتې پښتو ورځپاڼو چې وګورئ، طالبانو ته له ښکنځاوو، سپکو سپورو پرته نور څه به په کې ونه وینئ. زه خو دا ښکنځاپاڼې، ورځپاڼې نشم بللای. ښه بیا دا ده، چې څه ناڅه روڼ‌ اندي، محصلین او فرهنګیان پر دې ښکنځاپاڼو پيسې نه لګوي. همداسې بنډل بنډل پاتې وي.

تلویزیونونه: کابل کې رسنیزه امپراتوري د تلویزونونو په کچه د څو تلویزیونونو په ولکه کې ده. طلوع نیوز او طلوع تلویزیون، اریانا، خورشید، یک، ژوندون، شمشاد…دا تلویزیونونه هم لکه ښکنځاپاڼې، ګردې له یوې پروژې له خوا تمویلېږي او پړسېږي. د دوی تر ټولو مهمه او عمده دنده د طالبانو پر ضد بې‌فرهنګه، سپک او سپین ‌سترګي تبلیغات دي. دوی چې د طالبانو پر ضد تبلیغاتو کې ګرم راشي، بیا نو د بیان‌ازادۍ او نورو شعارونو پولې ماتې کړي. د دې تلویزیونونو له لارې دوې عمده موخې لري: لومړی دا چې څوو ته د پښتني کلتور د ساتنې په پلمه پیسې ورکوي او بیا همدا سرچینه څو نورو ته د پاړسي فرهنګ ننګه ور په یادوي. دا کار د افغانو وروڼو قومونو ترمنځ قومي دښمنیو ته لمن وهي، لکه څنګه یې چې وینو، په وروستیو دیارلس کلونو کې زموږ د قومونو ترمنځ دغو زهرجنو تبلیغاتو څومره د کرکې او نفرت کرښې را کاږلې‎. له بلې خوا بیا همدا په اصطلاح سره مخالف تلویزیونونه د طالبانو په بدنام ښوولو او بدرنګ انځورولو کې سره یوه خوله دي، بیا نو اختلافات او قومي اختلافات څنډې ته کوي. د دې تلویزیونونو خوار ژورنالیستان ښکېلاک ته په چوپړ کې دومره رښتیني دي، چې له شته ښکېلاک سره معمولي مخالفت هم نشي زغملای. د کاپیسا ولایت د پخواني وکیل، حاجي فرید مرکې ډېرې مشهورې دي، یا د اسامه بن لادن د شهادت پر مهال د انجینر صاحب احمدشاه په وړاندې، چې اسامه یې «شهید» وباله، د طلوع خبریال ګستاخې پوښتنې…

سربېره پر دې، دا تلویزیونونه څو د ګوتو په شمېر له ولسه پردي، نالوستي او لوېدیځ‌ځپلي تل د کارپوه او څېړونکي په توګه بحثونو ته غواړي او غږوي يې. زه یې یو مثال وایم، یو کس دی، د فضل رحمان اوریا په نامه، چې افغانستانو اپغانستان بولي، دوی به د یوه چارپوه په توګه غږاوه. یو ځل یې د سولې بهیر سره مخالفت کاوه، چا ترې وپوښتل، چې که تاسې واک ته ورسېدئ، څه به کوئ؟ ویل یې، یوه میاشت کې طالبان ختموو! دا نو د دې چارپوه (!) صیب استدلال دی. د دې جناب یوازینی کمال دا دی، چې طالب‌ضد دریځ لري بس، له همدې امله د شمال‌تلوالې لېبرال-فاشیسټ عبدالله د خپلې ټلوالې ویاند ټاکلی.

وېب‌پاڼې: د انټرنیټ له پراختیا او وسعت سره، ښکېلاک ګڼې وېب‌پاڼې د خپل تبلیغاتي کمپاین لپاره پر لیکه او ډېر شمېر لیکوال یې کرایه کړل. یو خو د ازادۍ راډیو، بي‌بي‌سي، امریکا‌ژغ، طلوع‌نیوز، سرنوشت، ماندګار، هشت‌صبح او نورو رسنیو وېب‌پاڼې دي، له بلې خوا یو شمېر سایټونه د ازادو وېب‌پاڼو په نامه پر لیکه شوي، مګر په حقیقت کې د ښکېلاک په خدمت کې دي. په دغو سایټونو کې کولای شو د ټولو په سر کې د تاند په نامه پاڼې یادونه وکړو. تاند د ازادۍ راډیو غیر رسمي پاڼه ده. که تاسې ځیر شئ، بي‌بي‌سي د تاند او تاند د ‌بي‌بي‌سي لیکنونه خپلو لیدونکو ته خپروي.

ښکېلاک په انټرنیټ کې ماتې خوړلې!

د انټرنیټ په نړیوال جال کې د ښکېلاک لاسپوڅو رسنیو ځکه ماتې خوړلې، چې دلته په دې ډګر کې د بیان ازادي په رښتینې مانا واکمنه ده. دلته، په تېره فېسبوک کې هر لیکوال خپله رایه او نظر څرګندوي، څوک تاييدوي او څوک رټي. څوک پر چا غرض نه لري…کېدای له همدې فېسبوکه د ښکېلاک پر وړاندې، یا د ښکېلاکګرو د «لاټیانو» په وړاندې د ولس عامه نظر معلوم کړو. مثلا، په عامه محضر کې د طالبانو ننګه سړي ته ډېر مشکلات سازوي، خو دلته بیا ازاد غږېدلا او لیکلای شې. یا سیاف، په کابل کې ملموس قدرت لري، د یوې مافیايي او جنایتکارې ډلې مشري کوي، خو دلته بیا د هغه خوار برخه ډېره خواره ده. سیاف او ډله یې په انټرنیټ کې او بیا په فېسبوک کې له غفوري همایونه پرته نور څوک نه لري، چې ترې دفاع وکړي. یوې باوري سرچینې، چې له سیاف کمپاین سره نژدې تړاو لري، راته وویل، چې د سیاف کمپاین وال له څو میاشتو راهیسې هڅه کوي، چې په فېسبوک او انټرنیټي مېډیا کې څوک پیدا کړي، چې د ده پر جنایتونو پرده واچوي، اوسنی دریځ يې په یوه ډول توجیه کړي! تر اوسه لا نه دي توانېدلي، چې داسې کوم لیکوال ومومي، چې دې کار ته تیار شي! جالبه دا ده، چې په دومره غرو فش کې داسې څوک نه لري، چې د ده په ننګه یوه نیمه لیکنه وکړي.

په رسنیزه جګړه کې د اسلامي امارت مجاهدینو او نورو اسلامي دعوت‌ګرو ستوری ځلانده برېښي، ځکه دې اړخونو سره داوطلبان ډېر دي، د اخلاص شتون د دوی مبارزه لا ګړندۍ کوي، څه چې پردي‌پال یې تصور هم نشي کړای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x