شعـــــرونه

تش په نوم شاعرانو ته!

فتحان حنفي

چې د لیلا حسن سنګار ستای
د بنګړو رنګ او شرنګهار ستای

سپیره بوتل دی شاعر نه دی چې
تل اننګي او سور رخسار ستای

ژبه یې ګونګه، قلم یې شنډ شه
چې په شراب خمار خمار ستای

کوپړۍ ډکه خو بوس پکې دي
چې په شعرو کې بدکردار ستای

ساز او ګډا یې وي په رګ رګ کې
د شیطاني رباب هر تار ستای

له حقیقي دوده لري ګرزي
غربي دودونه او افکار ستای

بس آخرت ته خپل بار درنوي
په ویښه ړوند دي ؤر انګار ستای

سپکې او سپکو ته مائل ګرزې
د سپکو سپک غوندې کردار ستای

تل له قلمه بس شر خوروي
ټول رواجونه د اغیار ستای

فتحانه رب دې کړي بنیاد ختم
چې کوم شاعر ددین غدار ستای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x