شعـــــرونه

شهيده / رضوان الله «فيضاني»

رضوان الله فيضاني

شيخ القرآن شيخ الحديث غلام حضرت شهيده
رب دې قبول کړي ستا سپېڅلی شهادت شهيده

تا په اخلاص د علمِ دين ډېر خدمتونه وکړل
دی په فراق دې ډېر خفه مسلم امت شهيده

الله دې زر تر زر هلاک کړي ها بد بخته خلک
دا ستا د قتل چې هر چا کړی جرئت شهيده

ته د احنافو د مذهب لوی مدافع وکيل وې
مولی درکړی وو په دين کې فقاهت شهيده

لوی ترجمان وې د قرآن او احاديثو ګرانه
وي ښکلی نوم به دې ژوندی تر قيامت شهيده

اخ ستا ګلاب ګلاب ځواني خو هر يو زړه دردوي
د يوسفي حسن څښتنه په غيرت شهيده

د ( فيضاني ) د غزل توري ستا په ياد رنګين شول
در نه راضي شه پاک الله رب العزت شهيده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x