د نن سرلیکنه

ډیلي بیست ورځپاڼه او د طالبانو خلاف د هغې تبلیغاتي کمپاین

نن ټکی آسیا – سرمقاله: ډیلي بیست (The Daily Beast) امریکايي ورځپاڼه د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په (۶) د تینا براون لخوا تأسیس شوه چې بیا وروسته د۲۰۱۰ کال د نومبر دمیاشتې په ۱۲ نیټه له مشهورې امریکايي مجلې نیوز ویک (Newsweek) سره یوځای شوه. په تینا براون (Tina Brown ) سربیره .د نوموړې ورځپانې مهم لیکوالان کوندو لیزا رایس (Condoleezza Rice) د امریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو وزیره او توني بلیر د انګلستان پخوانی لومړی وزیر دي .

دغه ورځپاڼه یوه خبرې او سیاسي ورځپاڼه ده چې دنړیوالو موضوعاتو په اړه خبري رپوټونه او سیاسي تحلیلات خپروي .

نو موړې ورځپاڼه د نورې نړۍ په څیر د افغانستان د سیاسي پیښو په اړه هم داسې رپوټونه او سیاسي تبصرې خپروي چې هغه یواځې د امریکايي مصالحو په ګټه وي .
خو له کله چې یاده ورځپاڼه له نیوز ویک مجلې سره یوځای شوې نو بیا د افغانستان په اړه د هغې ټول رپوټونه او لیکنې په یومخیزه ډول د امریکایانو په پلوي او د طالبانو په خلاف لیکل کیږي چې د جمعې دورځې وروستی رپوټ یې هغه څه دی چې له کوم ریښتیاني سند پرته یې په داسې روحیه تر تیب کړي چې په افغانستان کې له امریکايي مصالحو سره د تحقق په لاره کې ښه مرسته کولی شي .

د طالبانو په اړه چې تراوسه پوري کله هم په یادې ورځپاڼې کې کوم تحلیل یارپوټ نشر شوی سمدستي طالبان دهغه تکذیب ( دروغ بللو ) او ردولو په اړه خپل غبرګون اعلان کړي .
د افغانستان په موضوعاتو د ډیلي بیست او ترهغه له مخه دنیوزیک مجلې رپوټونه یواځې د جاسوسي او استخباراتي معلوماتو په اساس د داسې کسانو لخوا لیکل کیږي چې هغوئ په سیمه کې ټول خلګ د امریکايي معلوم الحاله جاسوسانو په حیث پیژني او د دوئ د استخباراتي رپوټونو په اساس امریکایانو هم دافغانستان په دننه او هم په قبائلي سیمو کې یو شمیر بریاوې هم ترلاسه کړې.

امریکايي مصالحو ته دخدمت او وفادارۍ له امله د نیوزویک او بیا ډیلي بیست استخباراتي راپورتران د پاکستان په خیبر پښتون خوا ایالت کې یوکرت تر وسله وال برید لاندې هم راغلل چې اوس په ډیر احتیاط او ماهرانه توګه سره خپل فعالیت ترسره کوي .

هغه څه چې د ډیلي بیست ورځپاڼې رپوټونو ته اهمیت وربښي هغه داچې دهغې رپوټ په سوچه تبلیغاتي روحیه بنا ، او په دستوري ډول هغه نقطې پکې ځای پرځای شوې وي چې امریکایانو دخپلو نورو تبلیغاتي وسائلو له لارې هم دهغو لپاره مخکې تر مخکې تبلیغاتي کمپاین چلولی وي .

دبیلګې په ډول دکرزي له حکومت سره دطالبانو دمذاکراتو جعلي خبر څو ورځې مخکې د الحیات نومي عربي ورځپانې لخوا هم ډیر په آب وتاب سره خپور شو او هلته ورکې ویل شوي ول چې دطالبانو اکثریت چارواکي دکرزي له حکومت سره دمذاکراتو پلویان دي ، خو کله چې طالبانو د رسمي اعلامیې په ترڅ کې د دغه رپوټ د ناسموالي په اړه خپل دریځ اعلان کړ ، نو دا ځلي د عین هماغه خبر په تعقیب ډیلي بیست ورځپاڼې دهماغه جعلي خبر مفهوم له خپلې لارې مکرر نشر کړ .

هغه څه چې امریکایانو ته په اوسنیو حساسو شرائطو کې ګټه رسولای شي هغه دا چې باید هغوئ د افغانستان د لانجې په اړه د معلومو واقعیتونو په نظر کې نیولو سره خپله تګلاره عیاره کړي ، نه دا چې هغوئ د ناسمو تبلیغاتو له لارې نور هم د دغې لانجې د اوږد ولو هڅې وکړي .

کوم هغه تبلیغاتي رپوټونه چې یواځې دڅو ډالرو دترلاسه کولو لپاره دهغوئ د صحافتي جاسوسانو لخوا لیکل کیږي هغه د دې په ځای چې امریکایانو ته ګټه وکړي لا دهغوئ په تبلیغاتي فضیحت تمامیږي او نور هم هغوئ په سیمه او افغانستان کې له مشکلاتو سره مخ کوي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x