Asmatullah-Shahin

پاکستاني طالبانو قومندان عصمت الله شاهین موقت مشر وټاکه

نن ټکی آسیا: پاکستاني طالبانو د خپل لومړني مشر حکیم الله مسید تر وژل کېدا دوې ورځې وروسته د خپلې رهبري شورا له لورې عصمت الله شاهین د خپل لنډمهالي مشر په توګه غوره کړی.
د تحریک طالبان پاکستان(ټي-ټي-پي) ویاند شاهدالله شاهد له یوې غربي رسنۍ سره د خبرو پر مهال ویلي،چې دوی تر دې مهاله خپل مستقل مشر ټاکلی نه دی او د موقت وخت لپاره یې عصمت الله شاهین ته دا مسؤلیت سپارلی.

ملا حکیم الله مسید د جمعې په ورځ ناوخته له خپلو څلورو ملګرو سره یو ځای د امریکايي بې پېلوټي الوتکې په پرید کې ووژل شو.
د نوموړي تر وژنې وروسته ډېر توند غبرګونونه راغلل، پاکستاني چارواکیو پر نوموړي برید د دوی پر سولې برید او دا یې د سولې په اړه د امریکا یوه دوه مخې او له منافقته ډکه تګلاره وبلل.
افغان طالبانو د نوموړي وژنه یوه ستره ضایعه بللې .
د پاکستاني طالبانو ویاند له حکومت سره د مذاکراتو په اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو دا یې ویلي چې حکومت د امریکا لاسپوڅي او د مجاهدینو پلورونکی دی. نوموړي زیاته کړې : (په تاریخ کې چا له غلامانو سره مذاکرات نه دي کړي).
شاهد همداراز د خپل مشر د انتقام په باب ویلي،دا به تاریخ ته پریږدو چې موږ یې کسات اخلو که نه .
د یادونې وړ ده چې نوموړي ویاند په خپلو خبرو کې د خان سید په اړه هېڅ ونه ویل.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د