نظــر

له بحرانه د نجات پر لار د فكر بېړنۍ اړتيا

ف، فايض

زموږ افغانانو عادت دادى چې ي پر خپله ماضي او حال اوښكې تويوو يا د روان ناورين كيسې كوو چې؛ مثلا په ننګرهار كې دا حال دى، په هلمند كې دغسې وضعيت دى او كندز له يوه دغسې حالت سر مخ دى، سهي ده چې خپله ماضي به هم نه هېروو ، ځكه هغه مو د تاريخ برخه ده او روان ناورين مو د تاريخ يو فصل و باب دى او راتلونكى هم پر پرون بدلېږي، خو مهمه داده چې له پرون او ننه د سبا له پاره څه زده كړو. كندز سقوط وكړ او اوس يې بيا د سقوط احتمالات ناليدلي نه نشو ګڼلاي،  خو د سبا له پاره مو ترينه څه زده كړي؟ په هلمند كې يواځي نن، نه چې كلونه كيږي اور، بل دى خو د سبا له پاره يې هېڅ پلان نه لرو ، همداسي ننګرهار او د هېواد نور ولايتونه درواخله.

يو كامياب ښوونكى هغه دى، پخوا تر دې چې ټولګي ته ولاړشي بايد له ځانه سره يو درسي پلان ولري او پر دې پوه شې چې زه به نن خپلو شاګردانو ته څه ورزده كوم. يو ښه دنياوال هغه دى، پخوا تر دې چې په كومه غونډه كې د خبرو بلنه وركړل شي، څان پردې پوه كړي چې دا غونډه په څه ارتباط ده او زه به د څه په باب خبرې كوم. دا طبيعي خبره د چې سړى پرته له دې چې د يوې پېښې په باب تيارى ونه لري له ستونزو سره مخ كيږي. كوم شاګرد چې ازموينې ته چمتووالي ونه لري هغه نه شي بريالى كيدى.

اوس ټول په دې پوهېږو چې افغانستان له يوه ستر بحران سره مخامخ دى، عوامل يې هم اوس ټولو ته معلوم؛ دي له كورنيو عواملو نه نيولى تر سيمه ييزو او نړيوالو ابعادو پورې يې دا هرڅه معلوم دي، خو له دولته تر ملته پورې موږ ټول په پټو سترګو روان يو، دتګ له پاره نقشه او پلان هم نه لرو او هغه د شاعر خبره:

نشته دى منزل زما چيرته زه روان يمه
تللې قافلې له ما پاتې له كاروان يمه

زه هيڅكله ملت هم له مسؤوليته خوندي نه شم ګڼلاي. دا روان سيلاب د هر چارد كور دروازه ټكوي هر سړى له خطر سره مخ دى، نو دا به سهي خبره نه وي چې ووايو حكومت پوه شه او مسووليت يې ؛ دبيلګې په توګه ملت او سنيو دوه واكمنانو ته رايه وركړه ددې له پاره چې په دوى كې يو ولسمشر شي او اداره جوړه كړي؛ خو هغوي دواړو دملت رايې په لغته ووهلې او د مسټر جان كري امريكايې نسخه يې عملي كړه. زه اوس هم تعجب كوم او هم تأسف چې ولسمشر وايي زه خو منتخب ولسمشر يم، كوم منتخب ولسمشر؟ كه ته ريښتيا هم منتخب ولسمشر واي او د خلكو په رايو پورې دي استهزا نه كولاي، نو دا د اجرائيه رياست ناقانونه  سټپني دې په ځان پسې ولې تړله؛ خو ولس پر تا باور وكړ، رايه يې دركړه او تا د معاملې لار ونيوله؛ له امريكا سره دې هم معامله وكړه او له خپل انتخاباتي سيال سره دې هم وكړه. كه چېرې تا خپل سيال ټيم هم له ځانه سره په حكومت كې شريكاوه نو دي كار هغه وخت منطق درلود چې ته مستقل منتخب ولسمشر واى او بيا دې خپل سيال ته يو، دوه يا څو وزا رته وركړي واى؛ خو هغه داسې چې په هر ميراث كې يې ځان درسره برابر مستحق نه ګڼلاى، كه سبا دى ليدل چې يا كارنه شې كولاي يا دا چې په كار كې ناغېړي كوي بيرته دې كورته هم استولاى شواى، اوس خو خبره داسې ده چې د يوه پلار دوه زامن وي، نو چې له پلاره ورته څه په ميراث كې پاتې وي؛ نو طبيعي ده چې دواړه په كې مساوي شريك وي، كه يو كوښښ كوي چې له بله زياته برخه واخلي دوهم يې تر ستونى ټينګ رانيسي چې ته په كوم حق او كوم منطق ځان تر ما زيات حقدار بولې.خير څه چې تېر شول، خوتېرشول

تېر ساعت په مثال مړى د لحد دى
مړي چا دي ژوندي كړي په ژړا

خو راځئ د سبا له پاره فكر وكړو او پردې فكر وكړو چې ځان څه ډول له دې موجود ګردابه وباسو. موږ كله هم پردې فكر ونه كړ چې ولي د ملا محمد عمر په يوه  فرمان په ټول افغانستان كې ترياك صفر شول، خو نن سره له دې چې حكومت هم وايي چې زه د مخدره موادو د مخنيوى له پاره هڅه كوم ، يو يې ورته مستقل وزارت جوړ كړى او يو معينيت يې ورته په كورنيو چارو وزارت كې جوړ كړى او فغانستان  ته راغلي نا بللي ميلمانه هم  وايي چې بايد د مخدره موادو كاروبار مخه ونيول شي خو بيا هم ددې پر ځاي چې مخه يې ونيول شې؛ بلكې اوس په هلمند  كې په كال كې درې ځله كوكنار كرل كېږي. موږ كله هم پردې فكر ونه كړ چې له هلمنده ولې د مخدره موادو د كر، توليد او قاچاق نړيوال مركز جوړ شوي دى. موږ د غفلت په خواږه خوب ويده يو خو له هلمنده مو يو را نيم ليتيمه  د نړۍ هوغه سر ته امريكا ته  رسول كېږي، دا چې نن په هلمند كې د جنګ  سور اور بل دى او ولسوالۍ يې يوه پر بلې پسې سقوط كوي علتونه يې معلوم دي؛ خو موږ ځان پرې نه پوهوو او ځان غولوو. كه زموږ همدا بي تفاوتي وي، بيا به مو په هېواد كې د جنګ اور بل وي او بايد له هيچا نه هم ګيله ونه كړو چې ياره كور مو وران شو، بچي مو ووژل شول، وطن مو وران شو. دا دى ګورو چې امريكا يو ځل بيا B52 الوتكې په جنګ كې شاملې كړې دلته كوم نړيوال جنګ روان دى؟ عجيبه ده چې د افغانستان دولت د خپلې ادعا له مخې درې نيم لكه ځواكونه لرې او ورسره د نړۍ تر څلويښتو زيات هېوادونه هم ملاتړي دي او لكه چې ومو ويل ان B52 ډوله جنګي الوتكې يې هم په ملاتړ كې شريكي؛ دي خو بيا هم په افغانستان كې روان جنګ نه شي كنترول كيداى! موږ ولې پردې فكر نه كووچې امريكا او ناټو د جنګ په كنترول كې زموږ ملاتړكوي كه د جنګ د غځولو اراده او برنامه لري، كه جنګ ودروي بيا به زموږ يو را نيم او ليتيمه څنګه وړي؟ دلته به يې داوږدې مودې پاتې كيدو له پاره څه ډول بستر غوړولى وى. د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزير او پخوانى ولسمشر حامد كرزي د دفتر رئيس ښاغلي عبدالكريم خرم په وينا خو امريكايانو ان له طالبانونه د نظامي اډو غوښتنه كوله  بيا خو نو خبره ټوله معلومه ده چې دا په افغانستان كې د القاعده د حضور بهانه او د سپټمبر د يوولسمې د پېښو ډرامه د سى آى اې له خوا يو منظم پلان و او بايد امريكا افغانستان ته راغلې واى. دافغانستان حكومت زيات مسووليت لري، خو دا چې دا حكومت د بل پرمټ را منځته شوى نو له دغسې يوه حكومت نه به له خپلو ملي ګټو، ملي واكنۍ، ځمكنۍ بشپړتيا او سياسي استقلال نه د هغسې دفاع تمه چې حق يې دي ډېر منطق ونه لري كه يې كولاي شواي هېواد به ورځ تر بلې د يوه طوفان او بحران غېږې ته نه ورټېل وهل كېده، د هلمند به دا ننني حالت نه واي، كندز به هره ورځ د سقوط خطر نه ګواښه،  په ننګرهار كې به خلك پر بمونو نه كښينول كيدل او نه به الوځول كېدل. اوس ستر مسؤوليت د ملت دى، ملت دې راويښ شي،  او دخپل برخليك په باب دې تصميم ونيسي اوكه نه هره ورځ به پر يوه نوي ناورين اوړي.

له ويسا ورځپاڼې نه په مننه 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x