ورزش

استرالیا د سریلانکا په وړاندې په ۸۲ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږی ۴مه ۱۳۹۵ل): د استرالیا او سریلانکا لوبډلو تر منځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسیده. سریلانکا وتوانید دغې لوبې کې استرالیا ته د ۸۲ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړي.

د سریلانکا لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه او په ۴۸.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو وسره ۲۸۸ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې لپاره مینډس په ۶۹ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۶۹، متیوز په ۶۰ توپونو د یوې څلوریزې او دوو شپږیزو په مرسته ۵۷، پریرا په ۵۳ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۴ او چندیمل په ۶۷ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۸ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د استرالیا لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې سټارک، فالکنر او زامپا درې درې ویکټې او لیون یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې استرالیا په ۴۷.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د وېډ غوره توپ وهنې په مرسته ۲۰۶ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره د توپ وهنې په برخه کې یوازې ویډ ښه وځلید. ویډ په ۸۸ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۷۶ منډې جوړې کړې. هېد هم په ۴۸ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۱ او سمیت په ۳۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۰ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره اپونسو تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۹.۲ اورونو کې یوازې ۱۸ منډو ورکولو سره ۴ ویکټې واخیستې.

پراسانا یوه، متیوز دوه او پریرا درې ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x