نړۍ

د مصر د ولسمشر محمد مرسي محاکمه پیل شوه

نن ټکی آسیا: د مصر لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي تر څلور میاشتې زندان تېرولو وروسته نن سهار محکمې ته وړاندې شو.
ټاکل شوې، چې د دکتور محمد مرسي محاکمه به د قاهرې په ختیځ کې د پولیسو په اکاډمۍ کې پیل شي.

د اخوان المسلمین ګوند سرچینې وایې،نن به د پخواني ولسمشر محمد مرسي سره یو ځای د اخوان المسلمین ۱۴ تنه غړي هم محاکمه کیږي.
 ښاغلی محمد مرسي نن سهار په چورلکه کې محکمې ته راوړل شو او یوازې د نوموړي  ۷ تنو مدافع وکیلانو ته د محکمې سالون ته د ننوتلو اجازه ورکړ شوه،چې هغوی به هم له  ولسمشر محمد مرسي څخه دفاع ونکړي ،بلکي یوازې د دکتور مرسي د محاکمې جریان به وګوري.
بل پلو  د مرسي په زرګونو تنه پلویان د پولیسو د اکاډمۍ په شاوخوا کې سره راټول شوي دي.
خو د مصري خبریالانو په خبره په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي  او شاوخوا شل زره تنه امنیتي ځواکونه د امنیت د ټینګولو په موخه په دنده ګمارل شوي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x