fbpx

پاکستان د انګلینډ په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږی ۴مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان او انګلینډ لوبډلې تر منځ لومړۍ لوبه د انګلینډ په بریا پای ته ورسیده. په دغې لوبې کې انګلینډ په ۴۴ منډو ګټوونکی اعلان شو.

د پاکستان لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. پاکستان د اظهر علي، سرفراز احمد او بابر اعضم غوره توپ وهنې سره په ۵۰ اورونو کې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۰ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره اظهر علي په ۱۱۰ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۸۲، سرفراز احمد په ۵۸ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۵۵ او بابر اعضم په ۴۲ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د انګلینډ لوبډلې لپاره رشید دوه او ووکس، ووډ، پلنکېټ او رووټ یوه یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنې کې انګلینډ د رای او رووټ غوره توپ وهنې سره په ۳۴.۳ اورونو کې ۱۹۴ منډې جوړې کړې وې چې لوبه د باران له امله وځنډول شوه. له باران څخه وروسته انګلینډ د ۴۴ منډو په توپیر د دغې لوبې ګټوونکی اعلان شو.

د انګلینډ لوبډلې لپاره رای په ۵۶ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۵ او رووټ په ۷۲ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۶۱ منډې جوړې کړې. مورګن په ۴۹ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۳ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د پاکستان لوبډلې لپاره وهاب ریاض او محمد نواز یوه یوه ویکټه واخیسته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د