د سرطان، شکر، زړه ناروغي او فلج وړیا درملنه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږی ۴مه ۱۳۹۵ل): سره له دې چې نړۍ په دې وروستیو کې په ټولو برخو کې او په ځانګړی ډول طب او طبي ټکنالوژۍ کې د پام وړ پرمختګ کړی خو بیا هم سرطان، شکر، د زړه ناروغي او فلج د نه درمل کیدوونکو ناروغیو له جملې څخه دي او زیات شمیر خلک يي د درملنې لګښت نشي زغملی.

که چیرې غواړئ د سرطان، شکر، زړه ناروغۍ او فلج څخه ځان وساتئ نو په ورځنی ډول خپل بدن له یو نیم څخه تر دوو ساعتونو پورې یو کار کې مصروف ساتل عادت وګرځوئ.

په دغې څیړنې کې چې په امریکا کې ترسره شوې د فزیکي او بدني فعالیتونو او پنځه عام خو مهلکو ناروغیو په خطر کې کمی تر څیړنې او څارنې لاندې نیول شوی.

دا کومه د حیرانۍ خبره نه دی چې فعاله ژوند او فزیکي فعالیتونه انسان له مختلفو روغتیايي ستونزو او ناروغیو څخه ژغوري خو زیات شمیر خلک بیا په دې نه پوهیږي چې د څومره وخت لپاره او کوم ډول فعالیتونه د روغتیا لپاره ګټور دي.

په دغې څیړنې کې د ۱۷۴ روغتیايي راپورونو له تحلیل او تجزیي وروسته وویل شو چې د ورځې په جریان کې د کور په کارونو کې له یو نیم ساعت څخه تر دوو ساعتونو پورې ځان مصروفول د سینې او کولمو سرطان، شکر، د زړه ناروغي او فلج په خطر کې د پام وړ کمی راولي.

که چیرې دغه مصروفیت د ورزش یا د کور کارونو او یا څلویښت قدمي په بڼه وي، په هر حالت کې دغه فعالیتونه ګټور دي او انسان له مهلکو ناروغیو ژغوري.

په څیړنې کې ویل شوی چې هغه کسان کوم چې په اونۍ کې ۱۴ ساعته فزیکي او بدني فعالیت ولري په هغوي کې په پورتنیو پنځو مهلکو ناروغیو د اخته کیدو خطر ډیر لږ وي.

د واشنګټن د پوهنتون په دغې څیړنې کې ویل شوی چې کیدی شي د ۱۴ ساعتونو لپاره مصروف پاتې کیدل ستونزمن وي خو په دې ډول به ډیره اسانه شي چې په ورځنیو مصروفیتونو تمرکز وشي نو په دې صورت کې که چیرې څوک زیات ورزش ونکړي نو بیا به هم ښه صحت ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د