
سپين بولدک – چمن لاره به نن خلاصه شي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۴ل): د سپین بولدک – چمن د دوستۍ دروازه نن پنجشنبه د خلکو او موټرو پر مخ خلاصه شي.
دغه دروازه تېره پنجشنبه هغه مهال د پاکستاني لوري له خوا وتړل شوه چې یو شمېر لاریون کوونکو په دغه سیمه کې د پاکستان بیرغ ته اور واچولو. په دغه ورځ په ټوله نړۍ کې افغانانو له انګریزانو د خپلواکۍ اخېستلو ورځ لمانځله خو پاکستان لوري چمن کې بیا د هند پر ضد لاریون روان و.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ویلي چې دوی هیلهمن دي چې نن دغه لاره د مسافرو او موټر پر مخ خلاصه شي. هغه ازادۍ رادیو ته ویلي:
«د ولایت مقام په دې اړه کوښښ وکړ څو د بهرنیو چارو د ریاست له لارې دغه ستونزه حل کړي. هیله من یم چې نن ورځ تر پایه به په خیر دغه دروازه خلاصه شي».
خپلواک زیاته کړله چې د دوستۍ دروزاې د بندیدو سره افغان سوداګرو ته خورا مالي زیانونه اوښتي او د دغه ولایت چارواکو د یادې ستونزې د حل لپاره په کندهار کې د پاکستان قونسلګرۍ، بهرنیو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سره دغه ستونزه شریکه کړې ده.