
د کابل په امریکايي پوهنتون برید کې ۱۲ کسان وژل شوي – انځورونه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۵ل): د کابل په امریکايي پوهنتون برید کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۴۴ نور ټپيان شوي دي.
دغه برید بېګا ماښام مهال شپږ نیمې بجې پیل شو او څو ساعته یې دوام وکړ.
رویټرز خبري اژانس وايي چې بریدګرو لومړی د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر د پوهنتون له ودانۍ سره ټکر کړ او وروسته یې ډزې پیل کړلې او د پوهنتون ودانۍ ته داخل شول.
تر چاودنې او ډزو وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او تر څو ساعته جګړې وروسته یې دواړه بریدګر و وژل.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي ویلي چې په وژل شوو کسانو کې ۷ محصلین، ۳ پولیس او دوه د پوهنتون ساتونکي شامل دي. خو په فیسبوک باندې بیا د دغه پوهنتون د ځېنو استادانو عکسونه هم خپاره شوي چې په بېګاني برید کې وژل شوي دي.
بل لوري د کورنیو چارو وزارت اړوند د جنايي جرمونو د څېړنو رییس فریدون عبیدي رویټرز ته ویلي چې په برید کې ۴۴ کسان وژل شوي چې له منځه یې ۳۵ محصلین دي.
هغه ویلي چې پولیسو بېګا وکولای شول چې د پوهنتون له ودانۍ له ۷۰۰ څخه تر ۷۵۰ پورې محصلین وژغوري.
تر دې دمه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی.
د یادونې وړ ده چې د اګست په ۷مه (زمري ۱۷مه) د دغه پوهنتون یو امریکايي او بل استرالیايي استادان ناڅرګندو کسانو وتښتول.
د کابل امریکايي پوهنتون په ۲۰۰۶ز کال کې تاسیس شوی او تر دې دمه تر ۱۷۰۰ زیات محصلین په کې زده کړې کوي. ډیری کسان د دغه پوهنتون فعالیتونو ته د شک په نظر ګوري او نېږدې یو کال وړاندې د یاد پوهنتون استاد اعلان وکړ چې همجنسباز دی.