شعـــــرونه

آ زادئ !

آزادئ  زړګى مي  زنګ وهلى راشه
لــــيونى يــم لـــكه بنګ  وهلى راشه

په غماز كي موهم نورڅه پاته نه دي
غليمګى مو هم په جنګ وهلى ر اشه

خوشبويي دي لټوم په توروغروكي
په كراتو مي سرسنګ وهلى راشه

بيا به پرې   دخوشحالئ  كوترې  ناڅي
هسك منارموبياد ننګ وهلى راشه

چي به زه او يار ولاړ وو ورته   دواړه
ما هغه چنارته څنګه وهلى راشه

چي هرڅو كوښښ كومه نه سميږي
بې لتا مي ژوندون منګ  وهلى راسه

دپاك عشق په  سمندركي ګران الهامه !
اوږ د مزل مي تر نهنګ   وهلى  راشه

2013/11/02

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x