شيطانان د زړونو په رنځ اخته دي – ليكنه ابو خليل قدوسي

3251_1142663404هره خوا چوپه چوپتیا خوره ده … هېڅ ځوږ او غږ نشته…. ټول خوځښتونه له کاره لوېدلي دي ، ژبي وچي دي، ستوني وچ شوي دي، دخبرو کولوتوان نشته، په ډېر کمزوري لوېدلي غږ کله ناکله څه واورېدل شي خو څوک ورباندي نه پوهېږي، داسي معلومېږي چي ویونکی يې تر مړیني دمخه دژوند وروستۍ شېبې ګالي، تبي يې ټول جسم نارامه کړی دی، تودوخه يې دومره لوړه شوي چي رنځور يې جنوني حالت ته رسولی دی .


غواړي يو غوړپ اوبه څوک ورکړي چي ژبه يې ورباندي لمده شي، غواړي يوڅوک يې مرسته وکړي، اخوا دېخوا سترګي غړوي ګوري چي اولادونه، مېرمن او ټوله کورنۍ يې دده په حالت اخته دي.
په ټول کور کي له ځګروي څخه پرته نور څه نه تر غوږ کېږي ، دا دشیطانانو ځګروی دی کوم چي ټول قام او ټبر يې دلته يوله بل سره ګډ اوسي او ټول پداسي رنځ اخته دي چي درغېدو هیله يې نشته .
دا بې د پرېشانۍ ناروغي ده ، هو داڅومره ستونزمنه ناروغي نه ده خو چي زړه شي بيا يې وېره زياته وي او ټول جسم ته ګواښ متوجه کوي، ټول بدن دردونه کوي، کوم طبي او فیزیکي عوارض نه لیدل کېږي چي کوم رنځ جوته کړي خو دا ناروغي له داخلي دوک او پرېشاني څخه نشأت کوي کله چي يوڅوک په خپلو چارو کي ناکامه شي، يا خپل هدف ته ونه رسېږي او یايې هیلي ختمي شي چي خپل هدف ته هېڅکله نشي رسېدلای بيا په دې رنځ اخته کېږي .090515ReportagePhoto1دا شيطانان دخپل رنځ په عواملو خبردي خو درملنه يې نه کېږي په تېره بيا په همدغه خاوره کي چېرته چي مونږ انسانان هم ژوند کوو دشيطان مېرمن یو سوړ اسویلی باسي اوخپل خاوند ته وايي :
ګرانه مونږ خو له دې ژوند څخه بېزاره شوي يو،  هډونه مو کمزوري شول، زړونه مو تنګ دي، روزي مونه رارسېږي، کله به له دې بوږنوونکي حال څخه خلاصېږو، ډېر وخت وشو چي مونږ له دې وضعي سره لاسونه او ګرېوان یو، نور دا انسانان مونږ ته اړتیا نلري، کوم بل ځای او ولس ولټوه چېرته چي خپلي چاري سمبال کړو او مخګینی ځواک او واک بېرته خپل کړو .
خاوند يې ورته وايي: ګرانې! مونږ ته له دې حالت څخه وتل ناشونی برېښي، ټولي لاري او وتنځایونه راباندي تړل شوي دي داسي معلومېږي چي نور مو پاتي ورځي د ژوند پای وي .
نوره زمونږ دندي پای ته رسېدلي دي مونږ چي دکوم کار لپاره ګمارل شوي وو انسان ورباندي خېټه واچوله ، مخکي به مونږ هغوی ته ښوونه کوله اوس په کار ده له هغوی نه زده کړه ترلاسه کړو، ځکه خو نور دژوند او بقاء کوم چانس مو نشته، او س يوازي يوکار راپاته دی او هغه داچي ټول په يوه ځای کي سره راغونډ شو او خپلو ځانونو ته اور واچوو ترڅو په ډله اېزه توګه مړه شو.
مونږ ډېر تېر وتو، په هغوی مو باور وکړ خو هغوی برلاسي شول ، دوی سره له هغه انسانیته چي دوی يې دعوې کوي مونږ شاته کړو، اوس هغوی پخپله پلانونه جوړوي، الله تعالی ورته وايي چي شيطان له تاسو سره د لوږي او نېستۍ وعدې کوي خو دوی يې اوس نه یوازي وعدې کوي بلکه سمدلاسه په بشپړي نېستي او لوږي ولسونه اخته کوي، داسي دفساد لاري او چاري يې خپلي کړې چي مونږ په خوب کي نه وې لیدلي، هغوی خپل انسانان ځیني لوټ کړل، ځیني يې تر مرګ پوري شکنجه او زندان کړل، په دوی کي چي کوم نېکان او خیر خوښوونکي وو چاچي به زمونږ په ضد شعارونه ورکول هغوی يې ووژل، هغوی اوس دخپل انسانیت ټول ارزښتونه ترپښو لاندي کړي دي خو بيا هم په ډېره بې شرمۍ په مونږ شيطانانو لعنتونه وايي .
ایا دکوم شیطان پلار کولای شي چي دهغوی دې مقام ته ځان ورسوي زمونږ دنده خو داوه چي ګناه او بد عملونه ورته ښایسته کړو خو هغوی يې اوس سمدلاسه کوي او خپروي؟
شيطان خپلو خبرو ته دوام ورکوي او وايي :
په اوسني وخت کي دزمکي په مخ تر مونږ غوره مخلوق نشته، مونږ ددوی په سینو کي ویده یو او پخپل لعنت کي مو هغوی ښکېل کړي دي په حقیقت کي انسانان دهغه لعنت وړ ګرزېدلي دي کوم چي زمونږ په برخه شوی دی .
ګورو چي ورور له ورور سره درغلي کوي، زوی له مور سره، زامن پلرونه وژني، دوکه فساد ، قتل او غلا هر چېرته پرېمانه ده، لوږه او ناپوهي خوره ده، څېري يې دانسانانو دي خو زړونه يې دلېوانو، یو اوبل شکنجه کوي، خو بیا هم په ډېره سپین سترګۍ دانسانیت دمخکښۍ او بشري حقوقو ډنډورې وهي .
زه خو دېته ډېر په غصه يم چي هغوی دا ډول کارونه پخپله خوښه سرته رسوي، ددې لپاره پلانونه طرحه کوي، دبې حيايي دتېتولو، دفساد دتروېج ، قتل وغارت او دفتنو دزېږولولپاره هره ورځ نوي وسایل جوړوي او پرمختللي ټکنالوژي کاروي .
زه خو پدې باوريم چي که مشر بابا شيطان په پټو خبر وای کله به يې هم دخپل رب سرغړونه نوای کړي او هرو مرو به يې آدم ته ټنډه په زمکه اېښي وای ځکه چي هغه به خبر وای چي انسانان به یو وخت په زمکه کي د سرغړوني په ډګر کي هغه تفوق ترلاسه کوي چي شیطانان باید ورڅخه زده کړه وکړي نه داچي هغوی د شیطان پیروي وکړي .
او س نور مونږ باید پخپل اوسني حالت اكتفاء وكړو او انتظار وباسو، نور خپل ځګروی او دوک وګالو او له لېري د دې انسي شیطانانو نندارې وکړو .
کېدای شي داسي وخت راشي چي ولسونه پاڅون وکړي او خپل انسي شیطانان له پښو وغورځوي په هماغه وخت که به مونږ ته اړتيا وموندله شي او مونږ به بېرته خپلي دندي ترلاسه کړو بيا به نېکان ډېر شي او مونږ ته به ددې وخت وي چي دوسواس له لاري دهغوی زړونه دنېکیو له لوري دګناهونو او فساد لوري ته واړوو . خو اوس زمونږ لپاره دبېکارۍ له حالت څخه وتل ناشونی برېښي ځکه چي انسانانو رانه دواک چاري اخیستي او زمونږ په ټولو فابریکو يې خېټه اچولي ده همدا وجه ده چي مونږ له څو پېړیو څخه په غم او دوک اخته يو اودهمدغه پرله پسې دوک په نتېجه کي ټول رنځوران شوي يو .

 

ليكنه: دكتور ابو خليل قدوسي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.