
د الچين پُل نړېدو له امله هره ورځ دولت ۲.۵ ميليونه افغانۍ زيان ويني
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۵ل):د کندز الچين پُل چې د کندوز لويه لار او شېرخان بندر سره نښلوي د نړېدو له امله يې اوس هره ورځ دولت ته ۲.۵ ميليون افغانۍ زيان رسيږي.
د کندز ولايت د ګمرک رئيس عبدالله حارث وايي هره ورځ ګمرک ته ۲.۵ ميليونه افغانۍ زيان رسيږي ، نوموړی زياتوي د ياد ولايت ګمرک په منځنۍ توګه هر کال ۳۵ ميليونه افغانۍ ګټه لري.
د ګمرک د رئيس په وينا که الچين پُل جوړ نه شي امکان شته د ګمرک عايد ټيټي کچې ته ښکته شي.
ويل کيږي د الچين پُل نړېدو له امله ډېر تجاران تاواني شوي او دا مهال ۱۲۵ بار موټر د پُل دواړو خواوو ته بند پاتي دي.
الچين پُل د کندوز له لويي لاري سره د شېرخان بندر سربيره څلور نوري ولسوالۍ هم له مرکز سره نښلوي.
د الچين پُل د نړېدو اړوند ضد او نقيض راپورونه ورکول کيږي ، طالبان او دولتي ځواکونه د نړېدو پړه يو د بل پر غاړه ور اچوي.
حکومتي چارواکي وايي پُل طالبانو په دې خاطر نړولی تر څو د امنيتي ځواکونو تر منځ له يو بل سره د مرستي په ليکو کې خنډ را منځته کړي خو طالبان بيا وايي حکومت له دې امله ياد پُل بمبار کړ چې کندز ښار ته د طالبانو د ننوتو مخنيوی وکړي.
کندوز ته د طالب والي ملا عبدالسلام په تازه مرکې کې له نوموړي څخه د پُل الچين اړوند پوښتني شوي ، طالب والي وايي : که پُل موږ نړولی وای نو پړه يې هم موږ په غاړه اخيسته خو متأسفانه چې دا کار زموږ نه دی.
نوموړی زياتوي د الچين پُل پر سر باندي طالبان ولاړ وو چې هوايي ځواک پرې بمبار وکړ او ورسره سم پُل ونړېدی.
د کندز په شیرخان بندر کې په داسې حال کې د افغان سوداګرو مالونه بند پاتې دي چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سپین بولدک – چمن لویه لار هم تړل شوې او افغان سوداګرو ته خورا لوی مالي زیانونه رسیدلي دي.