riya

رياکاري، يوه خطرناکه ټولنيزه ناروغي

ريا کاري، ځان ښودنه او يا هم چا ته د ځان ښودلو په موخه عبادت او نور نېک اعمال ترسره کول، په موږ مسلمانانو کې يوه ناوړه ټولنیزه ناروغي ده. دغه ناروغي په حقيقت کې د اخلاص او تقوا له کمښت او يا هم نشتوالې او همدا راز د لوی خدای جل جلاله په ذات د باور له کمزوره کيدا څخه سرچينه اخلي، رياکار د دې پر ځای چې د خدای جل جلاله د رضا د لاسته راوړلو په موخه نیک اعمال تر سره کړي، په ټولنه کې د پرهيزګاره او بزرګ او همدا راز د يوه ميړه او سخي سړي په نامه د شهرت د ترلاسه کولو لپاره دا هر څه تر سره کوي، له همدې امله رياکاري په شرک اصغر او يا هم کوچني شرک سره تعبير شويده.

ریا کاري څه شی ده ؟

له لغوي پلوه د ریا ماده د رؤية له توري اخیستل شوي ده چې د لیدلو په مانا راځي. رياء په اصطلاح کې خلکو ته د ځان ښودنې په موخه عبادت ، سخاوت یا کوم بل ښه کار کولوته ويل کيږي. په ریا کي عموما د انسان موخه د خدای جل جلاله رضا او دهغه خوښي نه وي ، بلکې ریاکار غواړي چې په ټولنه کي ځان مشهوره او خلکوته د د یوه نېک کس په توګه ورښکاره شي ، دی عبادت د دې لپاره کوي چې خلک ورته عابد ووايي، سخاوت د دې لپاره کوي چې د سخي په نامه ياد شي، خلک يې هر ځای صفتونه وکړي، په درنښت ورته قايل شي اوپدې توګه خپل کرغېړن نفس چاغ او د ځان غوښتني نامشروعه غریزه اشباع کاندي .

رياکاري ته په عربي ژبه کې د السمعة توری هم کاريږي.
سمعه بیا له سمعې څخه اخیستل شوی چی د اورېدو په مانا راځې ، څنګه چې ریا کاران دې ته ډير لیواله وي چې له خلکو څخه په هر مجلس کې دیوه پرهېزګار په بڼه د خپل ځان صفتونه واوری ځکه نو ورته السمعه توری هم ويل کيږي .
څنګه چي تر ډېره بریده د ریاکاري تړاو له عباداتو او نېکو کارونو سره دی ځکه يي په شریعت کي د نورو اخلاقي ناروغیو پر پرتله شناعت او بدي هم ډېره بیان شوي ، آن تر دې چي ریا او سمعه شرک ګڼل شوي دي .        

ریاکاري د قرآن کریم له نظره :
د سورة البقرة په ۲۶۴ آیت کي الله تعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تُبْطِلُواْ صَدَقَاتِكُم بِالْمَنِّ وَالأذَى كَالَّذِي يُنفِقُ مَالَهُ رِئَاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَمَثَلُهُ كَمَثَلِ صَفْوَانٍ عَلَيْهِ تُرَابٌ فَأَصَابَهُ وَابِلٌ فَتَرَكَهُ صَلْدًا لاَّ يَقْدِرُونَ عَلَى شَيْءٍ مِّمَّا كَسَبُواْ وَاللّهُ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ

ژباړه : ای مومنانو د خپلو صدقاتو (خيراتونو) ثواب مو پر خلکو باندې د احسان بارولو او ضرر ور رسولو له لارې مه ضايع کوئ. (ستاسې دا عمل د هغو خلکو دې عمل ته ورته دی چې ) خلکوته دځان ښودني په موخه خپله شتمني مصرفوي او پر الله او د آخرت پر ورځ ایمان نلري.د ریاکار مثال د هغې تیږي په څېر دی چي ګرد پرې پروت وي بیا زورور باران پرې وشي او پاکه يي کړي ، رياکاران به د خپلو (ریاکارانه) اعمالو له ثوابه د هیڅ برخې په ترلاسه کولو ونه توانيږي، او الله منکرينو ته نيغه لاره نه ښيي…!

په تفسیر ابن کثیر کي ددې آیت په تفسیر کي هغه حدیث هم راوړل شوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پکي فرمایلي : دری ډوله خلک به تر ټولو ړومبی په اور لولپه کیږي .عالم ،غازي او په ریاکاري سره مال مصرفوونکی. له شتمنه به ويوښتل شي چي تا خپله شتمني څنګه مصرف کړه ؟ هغه به ورته ووايي چې ما خو ستا له لوري راښودل شوی داسي یو ځای نه دی پریښی چي مال مي نه وي پکي لګولی .
الله تعالی به ورته ووايي چي دروغژنه ! تاخو مال ددې لپاره مصرفاوو تر څو سخي درته وویل شي او هغه تاته وویل شول .
موخه دي تر لاسه شوه او په دنیا کي دي د خپلو کړو وړو جزا بيا موندله (خلکو دسخي په نامه وپېژندلې ، صفتونه دي وشول اوپه ټولنه کي دي د نېک کس په نامه شهرت وموند) نو آخیرت ته دهغو کړوچې ریا دې پکې کړي وه هېڅ ثواب نه لرې ، ځه ! او نو په اور کي وسوځه .
همدا راز په سورة النسا ۳۸ آیت کي الله تعالی فرمایلي :
وَالَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَـاء النَّاسِ وَلاَ يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلاَ بِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَن يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاء قِرِينًا

ژباړه : الله تعالی هغه کسان نه خوښوي چې خپل مالونه خلکو ته د ځان ښودني په موخه مصرفوي .
مفسّرینو کرامو د دې مبارک آيت د تفسير په ضمن کې فرمایلي : د قرآنکریم له دې آیاتونو مالومیږي چې د خپلي شتمني بې ځایه مصرفول ،اسراف او تبذیرپکې کول هم د رياکاري يو ډول دی او له همدې عمله دغه عمل ناروا هم دي. ځکه نو مسلمانان بايد چې خپلي حلالي شتمنئ د ضرورت او اړتیا په ځایونو کي ولګوي او په بې ځایه او بې ګټې ځایونو کې د مال له مصرفولو ځانونه خوندي وساتئ .
په قرآنکریم کي د پورتنی آیت تر څنګ دالله تعالی له لوري د هغو کسانو یادونه چي په الله تعالی ایمان نلري او شیطان يې ملګری وي ددې مانا ورکوی چي ریاکاري په ایمان کي د خلل نښه ده ،او داناوړه کړنه په انسان کي د شیطان د ملګرتیا له امله پیدا کیږي .[i]

ځکه خو هم په مبارکو احادیثو کي راغلي چي تاسي صدقه دومره په پټّه ورکوئ چي دښي لاس په ورکړه مو کیڼ لاس هم لا خبر نه شي . لامل يي په پورتني آیت کي دا ښودل شوی چې صدقه کوونکی د ګردجني تيږې په څېر دی چي په صدقه سره يي تمه وي چي د آخیرت په ورځ به ددې لږ ګرد ګټه هم را رسیږي ، خو کله چي يي ریا ورسره پیل کړه نو بیا يي مثال داسي شو لکه په ګرد جنه ډبره چي تېز باران وشي او ګرد يي پاک کړي نو په ریا سره هم د ریاکار دصدقې ثواب ختم شي او دآخیرت ذخیرې ته يي هيڅ هم پاتي نه شي .
څرګنده شوه چې ریا د انسان ښېګڼه ، عبادت او صدقه باطلوي ځکه نو سخت احتیاط ورسره اړین او په پټه توګه د اړو کسانو اړتیا پوره کول په کار دي تر څو مو د صدقې دغه نېک عمل باطل نشې او د آخیرت له ثوابه بې برخي نه شو.

شیطان د انسان تر ټولو لوی دښمن دی ځکه نو په هرنېک عمل کې په انسان باندي د اغېز ښندلو هڅه کوي. عالم ته خپل علم خزانه وګرځوې او د نورو مسلمانانو ټول نېک کارونه ورته هېڅ ښکاري، مجاهد ته بیا جهاد تر ټولو لویه فریضه په پام کي ورکړي او نور کسان ورته د منافقینوپه نیلي سپاره ښکاري، تبلیغي ته بیا تبلیغ تر هرڅه غوره په پام کي ور ولي او نوري چارې ورته ناوړه، عبث اوبې کاره ښکاري، متقي، پرهېزګار او عبادت کوونکي ته بیا خپله تقوا اوپرهېزګاري د جنت کونجي وګرځوي اونور خلک ورته فاسقان او بد کاره ښکاري ، ځینوصوفیانوته خپل کړه وړه د شریعت تګلاره په پام کي ورکړي او پدې لار کي په شوو بدعتونو يي سترګې ړندي او غوږونه ورکاڼه کړي، لنډه داچې څوک په دین کې د افراط او څوک بیا د تفریط ښکار کړي او پدې ډول د خلکو ټول عملونه ضایع کړي .

که څه هم رياکار په دې پوهيږي چې د ده دغه ډول عمل د شريعت له نظره مردود دی، خو لکه چې مو پورته څرګنده کړه، دی پر خدای، اسلام او ديني ارزښتونو د باور له پلوه پوخ نه وي،يواځې د دُنيا ژوند ته یې پام وي او د قضاوتونو ډګر هم دنيا ورته ښکاریږي، له آخرته غافله وي. خو د دې تر څنګ ځينې داسې خلک هم شته چې په غيرشعوري ډول د رياء په ناروغۍ اخته وي. هغه چې څه کوي، په دې نه پوهيږي چې رياء کوي، خو په حقيقت کې دا څه رياء وي، ځکه دی خپل دغه کار په خوله عبادت بولي، خو څنګه چې په زړه کې اخلاص نه لري، ځکه نو هغه عبادت نشي ګڼل کيدلای. نو موږ مسلمانانو ته پکار دي چې تل د خپلو عملونو کلکه څارنه وکړو ، د ژوند په ټولو چارو کې له افراط اوتفریطه ځانونه وژغورو او تل منځ لاري واوسو .

ریا کاري د نبوي حدیثو په رڼا کي :

عن شداد بن اوس رضی الله عنه قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول من صلی یرائی فقد اشرک ، ومن تصدق یرائي فقد اشرک . رواه احمد د مشکوة په حواله .
ژباړه : شدادبن اوس رضی الله عنه فرمايي چي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چي فرمایل يي څوک چې لمونځ بل ته د ځان ښودلو(ریاکاري) په موخه کوي نو شرک يي وکړ ، او څوک چې شتمني د ځان ښودني په موخه مصرفوي نو شرک يي وکړ. تاسې پوهيږئ چې شرک د الله تعالی په ذات او صفاتو کې د بل چا شريک نيولو ته ويل کيږي، هغه څوک چې صدقه د دې لپاره کوي چې خلک يې وويني، مانا يې دا ده چې ده ته د دُنیا خلک خدای ته ورته ښکاريږي او صدقه د خدای د خوشالولو پر ځای د هغوي د خوشالولو لپاره کوي، په داسې حال کې لوی خدای جل جلاله ډير په دې ارزي چې انسانان يې رضايت لاسته راوړي.

په بل حدیث شریف کي راغلي : عن محمود بن لبید رضی الله عنه ان النبي صلی الله علیه وسلم قال : ان اخوف ما اخاف علیکم الشرک الاصغر، قالوا یا رسول الله وما الشرک الاصغر ؟ قال الریاء . رواه احمد ، مشکوة .
ژباړه حضرت محمود بن لبید رضی الله عنه فرمايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي : زه په تاسي باندي د واړه شرک له کولو سخت وېرېږم . صحابه کرامو عرض وکړ چي ووړ شرک څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : (ووړشرک) ریاکاري ده .
له پورتني روایت سره په بیهقي کي دا زیاتونه هم راغلي چې : دقیامت په ورځ چي کله دښو اعمالو ثوابونه وېشل کیږي نو الله تعالی به ریاکارو ته ووايي چي : هغو کسانو ته د (ثوا ب د ترلاسه کولو )لپاره ورشئ دچا لپاره چی مو په دنیا کي عملونه کول او وګورئ چي ستاسي لپاره له هغوی سره ثواب شته ؟ .
د ریا ډولونه :
علامه ابن جوزي رحمه الله په تلبیس ابلیس نومي کتاب کې په انسان باندې د شیطا ني اغېزو د څرنګوالي په اړه خورا خوندور بحثونه کړي چې کتل به يي بې ګټې نه وي . نوموړي د ریا به اړه لیکلي چي ریا په دوه ډوله ده یوه يي ښکاره بله دا يي پټه .
له ښکاره ریا څخه ځان ساتل خواسان او دهر چا ورپام وي ، مګر له پټي ریا څخه بیا ځان ساتل خورا سخت دي او دا هغه ریا ده چې په ناخبري کي انسان پرې اخته وي .یاني سړی په ځان هم نه پوهیږې چې په ریا اخته دی خو دی بیا هم ریا کوي .

ریاکار او ټولنه :

څنګه چې د نورو ګناهګارانو په څېر ریاکار هم یو ګناهګار دی ځکه نو الله تعالی هغه ته یو څه وخت مهلت ورکوي چې ګوندي دا ناوړه عمل پرېږدي . خو کله چي انسان په خپلو اعمالو بیخي دعجب او تفاخر هغي درجې ته ورسیږي چې نور نو په تکبر او نورو ګناوو هم اخته کیږي نو الله تعالی يي پخپل کامل قدرت سره په ټولنه کي رسوا کړي . په خلکو کې باور له لاسه ورکړي ،خبرو ته يي څوک غوږ نه ږدي ، له ناستي ولاړی يي خلک بېزاره شي ، په ټولنه کې منفور او دخبري اورېدو لپاره څوک نلري .

د ریا درملنه :

۱ـ په حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :عن ابي موسی الاشعري رضی الله عنه قال خطبنا رسول الله صلی الله علیه وسلم ذات یوم فقال یا ایها الناس اتقوا هذ االشرک فانه اخفی من دبیب النمل فقال له من شاء الله ان یقول :وکیف نتقیه وهو اخفی من دبیب النمل یا رسول الله قال قولوا اللهم انانعوذ بک من ان نشرک بک شیئا نعلمه ونستغفرک لما لا نعلمه .رواه احمد .‎‎
۲ـ د ریا حقیقت او لاملونه يې پېژندل او له هغو څخه ځان ژغورل .
۳ـ د ریا دنیوي او اخروي ناوړه اغیزي په پام کي نیول .
۴ـ په پټه سره دعباداتو او صدقو په ورکړه کي هڅه کول .
۵ـ له خپل پالونکي سره داسي تړاو ساتل چې له خدای جل جلاله او له تا پرته بل هیڅوک هم نه وي پرې خبر.
پاک پالونکی دي موږ ټول مسلمانان پخپلو کړو وړو کي له ریاکاري څخه وساتي او سپېڅلی څښتن جل جلاله دي دژوند په ټولو چارو کي اخلاص او ښه نیت راپه برخه کړي . آمین ثم آمین.
                                                           پــــاي

معا رف القرآن، مفتي محمدشفيع رحمة الله عليه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د