افغانستان

کندز کې د طالبانو والي د الچین پل په اړه تازه څرګندونې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۵ل): په کندز کې د طالبانو والي ملا عبدالسلام اخند وايي چې د الچین پل د بې پیلوټه الوتکو او چورلکو په بمبار کې ویجاړ شوی او د نړولو پړه یې ځکه په طالبانو اچول کیږي چې ولس له طالبانو متنفر کړي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د الچین پل په سیمه کې درې تنه طالبان ولاړ وو چې د هوايي برید او بمبار لاندې راغلل او د درېواړو طالبانو پر وژل کیدو سربېره نوموړی پل هم د بمبار له کبله ویجاړ شو.

ملا عبدالسلام اخند د طالبانو له الاماره ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طالبان د نوموړي پل نړولو ته هیڅ اړتیا نه لري او همیشه د خپلو مشرانو لخوا د عام المنفعه ځایونو د حفاظت سپارښتنې ترلاسه کوي.

په کندز کې د طالبانو والي زیاتوي چې که د الچین پل دوی نړولی وای بیا یې پړه هم په غاړه اخیسته او په پېښه کې يې لاس لرل نه پټول. «مونږ هر کار د امیرانو په اجازه او د شریعت له مخې ترسره کوو، که د الچین پل مونږ نړولی وای بیا مو پړه هم په غاړه اخیسته، ځکه چې کوم کار ته امیرانو او شریعت اجازه ورکړي وي بیا هغه کار مونږ نه پټوو بلکې د الله تعالی څخه یې اجر غواړو».

ملا عبدالسلام اخند ټینګار کوي چې د ولس هوساینه او امنیت یې له اهدافو څخه دي او نه یوازې د نوموړي پل په نړولو کې لاس نه لري، بلکې ډیر سړکونه او لویې لارې پخپله طالبانو د ملت د ګټې لپاره رغولي دي.

د طالبانو دغه چارواکی زیاتوي چې دوی د همدغه ولس خلک دي، له ولس سره ښې اړیکي لري او د ولس په همکارۍ دې ځای ته رسیدلي دي. نوموړی په دې وروستیو کې د خپلو پرمختګونو لامل د ملت همکاري بولي او وايي چې خلک یې ترشا ولاړ دي او د خلکو په کومک یې ډیرې سیمې نیولي دي.

ملا عبدالسلام اخند د الچین پل په سیمه کې د بریښنا ستونزې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د بریښنا کارکوونکو ورڅخه د مزو د ترمیم اجازه وغوښته او دوی اجازه ورکړه، خو زیاتوي چې کله د بریښنا کارمندان یادې سیمې ته راغلل او د مزو په جوړولو یې کار کاوه، تر هوايي بریدونو او بمبار لاندې راغلل او د بریښنا جوړولو کار پاتې شو.

په کندز کې د طالبانو والي د ګورتیپې سیمې د بریښنا ستونزې ته اشاره کوي چې اوسیدونکي یې دوه کاله د بریښنا له نشتون څخه کړیدل او دولت اجازه نه ورکوله چې دغه ستونزه حل شي، خو په وینا یې، بالاخره د طالبانو په مرسته د سیمې خلک له بریښنا څخه برخمن شول.

«د ګورتیپې سیمه د کندز مرکز مربوط سیمه ده، اوس دوی نوې ولسوالۍ اعلان کړې ده چې ټوله د طالبانو په لاس کې ده، دوه کاله کیږي چې د بریښنا مزي یې شکیدلي، ولس چې کله دوی ته مراجعه کړې دوی اجازه نه ده ورکړې چې برق یې جوړ شي او د ګورتیپې خلک په رڼا کې ژوند وکړي، خو څو میاشتې مخکې طالبانو یادې سیمې ته د چاردرې ولسوالۍ څخه برق راتیر کړ، ټول خلک شاهدان دي، هیئت دې راولیږي چې ګورتیپې ته برق د چا لخوا او د کومه ځایه راغلی».

ملا عبدالسلام اخند د همدې سیمې د عمومي لارو د بندېدو په اړه هم څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د طالبانو لخوا عمومي سړکونه خلاص دي خو دولت د خلکو په مخ بند کړي دي. نوموړی وايي چې همیشه د دولت لخوا ولس ته تکلیف ورکول کیږي او ملامتي یې په طالبانو اچول کیږي.

ملا عبدالسلام ټینګار کوي چې مقابل لوری به د ولس او طالبانو ترمینځ د فاصلې په هڅو کې کامیاب نه شي «مونږ د ملت او ملت زمونږ دی، دا یوازې او یوازې د ملت قرباني ده چې مونږ دا فتوحات ترلاسه کړي، هیڅکله به داسې کار ونه کړو چې ملت ته په کې ازار او اذیت ورسیږي».

نوموړی وايي چې مقابل لوری یې همیشه کوښښ کوي چې ولس په تکلیف کې واچوي او مسئولیت یې طالبانو ته راجع کړي. خو زیاتوي چې ملت اوس پوه شوی چې څوک ورته ستونزې پیدا کوي او څوک یې هوسايي غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

الله دی موله دی منافقینوخلاص کی دحکومت دلوړپوړو دیوه هم لمونځ نه دۍ زده او پر ۹۹،۹۹٪ مسلمانانو دکفاروپه کومک حکومت کو ی وګورۍ پاکستان دقاضیانو پرځای ججان دی رخصتۍ ورځ یی د جمعی په عوض یکشنبه ده اووای پاکستان که مطلب کیالاالله الله په بینکو کی سود عام چلیږی دانوکم اسلام دۍ.انشاءالله ستاسی قربانۍ الله نه عبسوی الله په قرآن کی وعده کړی ده ستالوی افتخار جنت دۍ انشاءالله فتحه نزدی ده

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx