دیني، سیرت او تاریخ

صبر او په اسلام كې د صبر مقام (لمړۍ برخه)

زياتره اسلامي او ايماني ارزښتونه په صبر پوري تړاو لري ، له همدي امله د اسلام پيغمبر (صلي الله عليه وسلم)  په يوه حديث شريف كي صبر ته ايمان ويلي دي.

صبر څه شي دي؟ د صبر اهميت څه شي دي؟  د هغه ګټي او فضايل څرنګه دي؟ د صبر ډولونه كوم دي؟ په اسلام كې صبر كوم مقام لري؟

د صبر معني (مفهوم):

صبر د منع ، شدت او قوت د كلمو څخه اخستل شوی دی  او د نفس د منع كيدلو په معنی دی یعنې دا چې صابر انسان خپل نفس را كنټرول كړي او د هر ډول بې صبري او بيتابي ، بي قراري ، نارو ، چېغو ، فرياد ، ډار او هيلو څخه منع وكړي.

د صبر (زغم) تعريف :

صبر د ارادې يوه اخلاقي قوه ده چې انسان د ستونزو ، سختيو ، دردونو او مشكلاتو په وړاندې تياروي او هغه له بې قراري ، آه او فرياد ، شورماشور ، ډار هیلې ، او نورو نفسي غوښتنو او غريزو څخه ليري كوي.

صبر دوه اساسي ځانګې لري :

الف : بدني صبر : چې دا د ستونزو ، مشكلاتو ، سختيو ، او سختو كارونو د سر ته رسولو په وړاندې مقاومت كول دي.

ب : نفسي صبر : چې دا د فطري او غريزي غوښتنو او هوسونو څخه ځان ژغورل دي. چې پراخ ميدان او بېلابېل نومونه لري. مثلا ً : كه د مصيبت په وړاندې وي نو دې ته صبر ويل كېږي. كه د جنګ په وړاندې وي نو شجاعت ورته ويل كېږي. كه د نفساني او شهواني غوښتنو په وړاندې وي نو عفت ورته ويل كېږي. كه د غضب په وړاندې وي نو حلم ورته ويل كېږي.

قرآنكريم دا ټول ډولونه د صبر په نامه ياد كړي دي او ارشاد فرمایي :

 (وَالصَّابِرِينَ فِي الْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ وَحِينَ الْبَأْسِ أُولَئِكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ) (سورة : البقرة ، آیة : ۱۷۷).ژباړه: [او صبركوونكې په سختيو او مرضونو او په وخت د جنګ  دا هغه كسان دي چې رښتيا يې كړې او دا كسان همدوى پرهيزګاران دي].  

د صبر ارزښت :

څرنګه چې لوى خداى (جل جلاله) مرګ او ژوند د ازمايښت لپاره پيدا كړی دی  نو هر انسان په خپل ژوندانه كې د ډول ډول ستونزو ، کړاونو، نا خوښيو او سختيو سره مخامخ كېږي.

كله چې د بدو پېښو (حوادثو) سيل د انسان په ژوند هجوم راوړي نو واقعي مؤمن او مسلمان د صبر د سلاح په واسطه د هغو په وړاندې مقابله كوي.

په صبر باندې صحيح پوهه او د دنيوي نصرت او اخروي اجراميد مسلمان د مشكلاتو په وړاندې له بې صبري ، بې قراري او بې تابي څخه ژغوري. د صبر جوهر د انسان ميړانه او پوخوالى د سختيو او مصيبتونو په وړاندي صيقل كوي او د انسانانو د رښتينولي او دروغجني تله ده. الله   فرمايي :

 (وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ حَتَّى نَعْلَمَ الْمُجَاهِدِينَ مِنْكُمْ وَالصَّابِرِينَ  وَنَبْلُوَاْ اَخْبَارَكُمْ (۳۱) (سورة : محمد ، آیة : ۳۱). ژباړه : [او خامخا به وازمايو تاسې تر هغو معلوم كړو جهاد كوونكي له تاسې نه او صبر كوونكي ، او ازمايو مونږ حالونه ستاسې].

د صبر فضايل

صبر ډېر فضيلتونه لري چې د بیلګې په ډول لاندې يو څو فضيلتونه بيانوو.

1):-        صبر د پيغمبرانو عليهم السلامو صفات دي. لكه چې الله (جل جلا له)  د ايوب عليه السلام صبر ستايلی دی او فرمايلي يې دي:

(إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا نِعْمَ الْعَبْدُ إِنَّهُ أَوَّابٌ) (سورة : ص ، آیة : ۴۴).

ژباړه : [مونږ هغه زغم لرونكى ومينده. ډېر غوره بنده و. په رښتيا چې الله (جل جلا له) ته رجوع كوونكی و].

2):-        صبر د ثبات لرونكو او د قوي ارادې د درلودونكو انسانانو اخلاق دي. الله (جل جلا له) فرمائي:

 (وَلَمَنْ صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ(۴۳) (سورة : شوری ، آیة : ۴۳).

ژباړه : [او چې څوك زغم او بخښنه وكړي نو بېشكه چې دا له غوره كارونو څخه دی].

3):-        صبر د ايمان د رښتينولي دليل دی. د العصر سورة په دې امر دلالت لري.

4):-        صبر د انسانانو لپاره د مشكلاتو د حل كولو كُنجۍ ده. پيغمبر (صلي الله عليه وسلم)  فرمايې : (واعلم أن النصر مع الصبر)[1] ۱ټوک ۳۰۷                ژباړه : پوه شه چې په تحقيق سره كاميابي په صبر كې ده.

5):-        صبر په دنيا كې قيادت ته او په دين كې امامت ته د رسيدلو وسيله ده.

6):-        د صبر فضايل او مقام تر هغه ځايه پورې رسېږي چې الله (جل جلا له)  يې د بې حسابه اجر او ثواب وعده د صبر كوونكو سره كړې ده . لكه چې الله (جل جلاله) فرمايي :

 (إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ) (سورة : الزمر ، آية : ۱۰).

 ژباړه : [له شك نه وتلې ده چې صبر كوونكو ته به له حساب نه پورته اجر وركړای شي].

په طاعتونو کې صبر

په اسلام كې ډېر طاعات او اوامر دي چې د هغو سرته رسول صبر ته ضرورت لري ، په عمومي ډول صبر په فرضونو او نفلونو وېشل شوی دی چې الله (جل جلا له)  هغه په دې آيت كې را غونډ كړي دي او د هغه په ترسره كولو يې امر كړی دی.

 (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَى وَيٍنْهٰي عَنِ الْفَحْشِاءِ وَالْمُنْكَرِ وَالْبَغْىِ ج يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُوْنَ(۹۰). (سورة : النحل ، آیة : ۹۰).

  ژباړه : [بې له شكه الله پاك د انصاف ، ښيګڼې او خپلوۍ پاللو امر كوي اوله بې حيايي بدۍ او سر غړونې نه منع كوي ، هغه تاسې ته پند دركوي ترڅو تاسې عبرت واخلئ].

په عبادتونو کې صبر

عبادات د اسلام د طاعتونو له جملې څخه دي او لمونځ د دې عباداتو په راس كې قرار لري چې د هغه ادا كول صبر او استقامت غواړي ، ځكه لمونځ هغه فريضه ده چې پنځه وخته په شپه او ورځ كې تكرارېږي او الله (جل جلا له) مؤمن ته د لمانځه په ادا كولو كې په صبر امر كړی دی. لكه چې فرمايي:

 (وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلَاةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا ) (سورة : طه ، آیة : ۱۳۲).

 ژباړه: [خپلې كورنۍ ته د لمانځه امر وكړه او په خپله هم پرې كلك اوسه].

نو د لمانځه ادا كول اسانه او ساده موضوع نه ده ، ځكه د دې فريضې صحيح ادا كول صبر ، اخلاص او فدا كاري غواړي. د پنځه وخته لمانځه له پاره د كار پرېښودل يو ستونزمن كار دی مګر  ريښتينی مؤمن په صبر ، اخلاص او عاجزي سره خپل كار د پنځه وخته لمانځه له پاره پرېږدي او د الله (جل جلا له)  د ثنا او ستايلو لور ته په ډېره چټكتيا سره ځي او خپله فريضه ادا كوي.

په همدي ترتيب كه نورو عباداتو ته نظر وكړو نو وينو چې د هر يو ادا كول صبر او فدا كاري ته اړتيا لري لكه : روژه ، زكات ، حج او نور اسلامي شعاير معنوي او مادي صبر او استقامت ته اړتيا لري.

په جهـاد كې صبر

د الله (جل جلا له) په لار كې جهاد كول يو بل اطاعت دی چې په ځان او مال باندې غښتلي صبر او فدا كاري ته اړتيا لري. په همدې دليل قرانكريم د صبر تر ټولو لوړې مرتبې په جهاد كې بيان كړې دي.

 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ(۲۰۰) (سورة : آل عمران، آیة : ۲۰۰).

 ژباړه : [اى مؤمنانو! صبر وكړئ  نورو ته هم د صبر توصيه وكړئ . جهاد ته ځانونه تيار كړئ . او له الله (جل جلا له)  څخه وډار شئ تر څو مو برى په برخه شي].

 نوره بیا …..

انجنیر نذیراحمد طه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x