نظــر

د اروپا په بيا راپورته کېدو او پرمختلو کې د مسلمانانو رول

مولوي ادريس

د اروپا د رومي امپراتورۍ تمدن چې تر عیسایي میلادي پنځه سوه کاله تر مخه پیل شوی و، له څلورمې میلادي پیړۍ څخه نيولې، تر پنځلسمې میلادي پیړۍ پورې په کې کلیسا د راج چلیده.

عیسایانو په دغو کلونو کې یواځې جګړې کولې او هیڅ پرمختګ یې ونکړ. د کلیسا ظالمانه واکمني وه چې دجګړو لګښت به یې له خلکو په راټولو شویو مالیو پوره کاوه.
کلیسا د خدایي تر ترحده رسېدلې وه. په چا به یې چې خوښه راغله نو لس فیصده مالیه به یې ورباندې وټاکله او ځینې به یې له مالیې وژغورل، چې تاسو بختور خلک یاست د خدای له لوري درته بخښنه شوې. ځينو ته خو به يې آن د جنت ټکټ هم ورکاوه. عیسایانو په همدغو پیړیو کې فیډرالي نظام ته هم پرمختګ ورکړ. څوک به یې د ځمکو خاوندان کړل او ځینې نور به یې د همدوی غلامان وګرځول.

له جګړې، وینې تویېدو او ناامنیو څخه پرته یې بل څه تر لاسه نکړل، ځکه اوس اروپایان همدا اوږدمهاله نظام تور کلونه او منځنۍ پیړۍ بولي. په انګریزي کې ورته dark ages یا middle ages وایي او عرب یې القرون الوسطی بولي.

د منځنۍ پیړۍ په 1096 میلادي کلونو کې عیسایانو صلیبي جګړې پیل کړې. ددغو جګړو واک له رومي امپراطوري سره و چې دوی به مقدسه رومي کاتولیکي امپراطوري بلله.

په عیسایانو کې کاتولیک زورور. ټوله کليسا او امپراتوري د دوی په لاس کې وه. خو د دوی فساد، سرغړونو او نورو ظالمانه قوانينو خلک ددوی پر خلاف وهڅول او په همدې لړۍ کې پرتستانت عیسایانو د مارتن لوتر په مشری غږ پورته کړ او د دوی له ظلمونو څخه یې ځانونه وژغورل.

له دغه ناخوالو روسته په اروپا کې بیا د renaissance يا بیازیزدنې دوره پیل شوه چې عیسایانو د ترقۍ او پرمختګ په لور ګامونه پورته کړل. اوس پوښتنه دا ده چې دوی په جګړو کې رالوی شوي ناپوهه خلک څنګه د پرمختګ په لور دومره ګړندي ولاړل او آیا د دوی په دې ترقي کې له مسلمانانو څخه کومه اغیزه شته او که نه؟

باید ووایو چې عیسایان دتمدن او ثقافت څخه برخمن نه و، بلکې د دوی د ثقافت او تمدن لومړي ژړي له مسلمانانو څخه په تاثر وکرل شول.

عیسایانو چې کله اندلس په 1492 میلادي کې له مسلمانانو څخه ونیو، نو دغه مهال مسلمانان د پرمختګ په اوج کې وو. د بېلګې په توګه باید ووایو چې دغه وخت داندلس په قرطبه ښار کې یو کتابتون و چې هغې کې پنځه لکه کتابونه ایښودل شوی وو، چې په اوس پرمختللی نړۍ کې یې هم شتون ډیر کم تر سترګو کیږي.
د قرطبې په لارو کوڅو کې د رڼا 900 څراغونه د شپې په مهال بلیدل چې دغه lamps دلندن په لارو کې هم نه ترسترګو کېدل.

تاریخ لیکي چې نړۍ کې لومړۍ د نهرونو پرانسته هم مسلمانانو په اندلس کې کړې. په دغه ښار کې مسلمانانو د اینجنرۍ په څانګه کې هم ډیر پرمختګ کړی و، چې آبادیو او نقشونو ته یې اوس هم ددې پرمختللې زمانې وګړي هک پک دي. په دیوالونو کې د ګلانو ځړندول هم داندلس د تاریخ له بیلګو څخه دي، دباروتو انکشاف هم داندلسو له ویاړونو شمیرل کیږي.

عیسایانو به چې کله یرغل وکړ نو لومړۍ به یې دمسلمانانو کتابونه غونډ کړل او هغه به یې خپلو دولتونو ته ولیږدول تر څو یې وژباړي او دمسلمانانو د تمدن او ثقافت رازونه تر لاسه کړي؛ ځکه چې دوی لومړی راغلل او مسلمانان یې ولیدل چې دنړۍ په سطحه مسلمانانو ډیر پرمختګ کړی و نو دوی حیران شول چې دا مونږ په څومره ټیټه کچه کې ژوند کوو نو په همدې هڅه کې شول چې تمدن او ثقافت له مسلمانانو ترلاسه کړي چې بالاخره په همدې وتوانیدل چې اوس په نړۍ کې دومره پرمختللي شمېرل کېږي او مسلمانانو چې خپل دین ته شا کړه او د غرب له ناولې پالیسی یې دومره تاثر ترلاسه کړل چې اوس بېرته همدغو اروپایانو ته اړمند دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x