شعـــــرونه

غـــزل : ژونـــــد را ته بــــدل ستا محبت كړلو

ژونـــــد را ته بــــدل ستا محبت كړلو

غــــم را ســـــره مــل ستا محبت كړلو

چـــــرته ذاهدان او د كـــــوثر ســـاقي

ګـــــډ په يو محــفل ستا محبت كړلو

نـوم به د مجــنون په ژبه چا اخيست

هغـــــه خـــــو اتـــل ستا محـــبت كړلو

دغـــــه بـــــبــر سر څيري ګرېوان ګوره

دا شــــــډل شـــــــډل ستا محبت كړلو

ځـــكه بـــه پتنګ ستي ستي وي تل

ښكلى چې مشعل ستا محبت كړلو

لاره د اخــــلاص چې مــــــا نيولې ده

ډېر را تــه راخـــپل ستا محبت كړلو

ځــــكه د طـــــــه شعـــرونـــه لــولم  زه

خـــوږ يې هر غــزل ستا محبت كړلو

۱۶۵۱۳۹۱

دوه نۍ

نذیراحمد طه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x