دیني، سیرت او تاریخ

د اوداسه فضیلت

لیکوال: احمد الله عاطفي

له ټولونه ستر فضیلت اوبرکت داوداسه دادی چې الله سبحانه وتعالی ئې دحکم سره عملي لار ښونه هم کړي ده.

په دنیا اواخرت کې داوداسه په فضیلت ،برکت اوګټو ستر ستر مباحث او کتابونه لیکل شوي،زیات پلټونکې کولای شي هلته مراجعه وکړي، موږ په لاندي لنډې لیکنې بسیا کوو.

دحشر په سخت اوهیبت ناکه ورځ داودس کونکو دپیژندګلوۍ ستره نښه دادی چې داودس اندامونه ئې په نوراني رڼا ځلیږي، چې دا رڼا خپله دکامیابي زیری او داطمنان لامل وي.

قال أَبِي هُرَيْرَةَ (رضی الله عنهُ) : إِنِّي سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهم عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: إِنَّ أُمَّتِي يُدْعَوْنَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ غُرًّا مُحَجَّلِينَ مِنْ آثَارِ الْوُضُوءِ فَمَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمْ أَنْ يُطِيلَ غُرَّتَهُ فَلْيَفْعَل(صحیح البخاري او صحیح المسلم)

ژباړه: وویل حضرت ابو هریره(رضی الله عنه): ما دسیدنا حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) نه واوریدل چې وي فرمایل: يقيناً زما امت د قيامت په ورځ په داسې حال کې غوښوتل کيږي، چې د اودس اندامونه يې د اودس لامله ځليږي ،څوک چې کولای شي دا روښنايي زياته کړي ،هغه دې دا کار وکړي.

په بل حدیث کې فرمايې:

روى مسلم عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَتَى الْمَقْبُرَةَ، فَقَالَ: السَّلَامُ عَلَيْكُمْ دَارَ قَوْمٍ مُؤْمِنِينَ، وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللهُ بِكُمْ لَاحِقُونَ، وَدِدْتُ أَنَّا قَدْ رَأَيْنَا إِخْوَانَنَا قَالُوا: أَوَلَسْنَا إِخْوَانَكَ؟ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: أَنْتُمْ أَصْحَابِي وَإِخْوَانُنَا الَّذِينَ لَمْ يَأْتُوا بَعْدُ فَقَالُوا: كَيْفَ تَعْرِفُ مَنْ لَمْ يَأْتِ بَعْدُ مِنْ أُمَّتِكَ؟ يَا رَسُولَ اللهِ فَقَالَ: أَرَأَيْتَ لَوْ أَنَّ رَجُلًا لَهُ خَيْلٌ غُرٌّ مُحَجَّلَةٌ بَيْنَ ظَهْرَيْ خَيْلٍ دُهْمٍ بُهْمٍ أَلَا يَعْرِفُ خَيْلَهُ؟ قَالُوا: بَلَى يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: فَإِنَّهُمْ يَأْتُونَ غُرًّا مُحَجَّلِينَ مِنَ الْوُضُوءِ…

ژباړه: امام مسلم دسیدنا حضرت ابو هریرة(رضی الله عنه) نه روایت کوي چې وايې:سیدنا حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم) جنت البقیع هدیرې ته تشریف یووړ،وي فرمائل:ای په قبرستان کې دمومنانو ټولګیه! پر تاسو دسلامتیا وي او مونږ هم ان شاألله تاسوته راتلونکې یو! او زما هیله دی چې مونږ خپل ورونه ووینو، دی سره صحابه وو عرض وکړ: یارسوالله(صلی الله علیه وسلم)! ایا مونږ ستاسو ورونه نه یوو؟ حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: تاسو زما اصحاب یاست، ورونه مې هغه دي چې تر اوسه دنیاته نه دي راغلي،صحابه وو عرض وکړ: ای دالله رسوله(صلی الله علیه وسلم) ! تاسو به دقیامت په ورځ دا امتیان څنګه وپیژنئ چې تر اوسه مو نه دي لیدلي ؟

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) له صحابه وو پوښتنه وکړه، تا سو ووایاست که یوتن سره دسپینو تندیو او سپینو پښو لرونکي آسونه وي او دده دغه نښه لرونکې اسونه دتورو اسونو په رمه کې ورګډ شي ،ایا دا سړی به خپل اسونه دنورو اسونو په رمه کې ونه پیژنئ؟ صحابه وو عرض وکړ،ولي نه، پیژنئ ئې، حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائل: زما امت به دقیامت په ورځ داودس فضیلت له اغیزي مخ، تندی،لاسون او پښې ئې په رڼا نورانې دکوثر حوض ته راځي او زه به ددوي سردار یم.

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إذا توضأ العبد المسلم فغسل وجهه ، خرج من وجهه كل خطيئةٍ نظر إاليها بعينيه من الماء ، فإذا غسل يديه ، خرج من يديه كل خطيئةٍ كان بطشتها يداه من الماء ، فإذاغسل رجليه خرجت كل خطيئة مشتها رجلاه مع الماء ، حتى يخرج نقياً من الذنوب ( رواه مسلم).

سیدنا حضرت ابوهريرة (رضی الله عنه) روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : کله چې مؤمن بنده اودس کوي او خپل مخ وينځي د سترګو په وسيله يې چې هر ګناه کړې وي هغه په اوبو يا د اوبو په وروستی څاڅکې چې له مخ څخه تويېږي (ګناهونه تويوي)، او کله چې خپل لاسونه وينځې کوم ګناه يې چې د لاسونو په وسيله کړې وي هغه د وينځلو په وسيله تويږي ، او کله چې پښې وينځې هر ګناه يې چې د پښو په وسيله کړې وي هغه ورڅخه تويېږي چې بلاخره سړی له ټولو ګناهونو څخه پاکيږي (رواه المسلم )
یادښت: صغيره ګناهونه بخښل کيږي او کبيره ګناهونه په توبه سره بخښل کيږي .

دصحي او بشپړادابو سره اودس کونکي ته الله سبحانهُ وتعالی دومره ستر امتیاز په برخه کړی چې دحشر په سخته ورځ کې له کومې دروازې وغواړي جنت ته ننوتلی شي، همدا ارزښت دسیدنا حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم)په مبارکو احادیثو کې ښه څرګند شوی چې دالفاظو په زیاتوالي او کموالي سره امام مسلم،امام ترمذي،سنن ابن ماجه،ابو داو ، نسايې، حاکم، كتاب السنن الكبرى ،المعجم الکبیراو نور محدثین (رحمهم الله) روایت کړي.

رواه ُمسلم ، وأبو داود والنسائي ، عن عمر بن الخطاب (رضي الله عنه): أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : ما منكم من أحد يتوضأ ، فيبلغ الوضوء ، ثم يقول حين يفرغ من وضوئه : أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، وأن محمدا عبده ورسوله، إلا فتحت له أبواب الجنة الثمانية ، يدخل من أيها شاء.

وایضاً أخرج الترمذي عن عمر بن الخطاب(رضي الله عنه) قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من توضأ فأحسن الوضوء ، ثم قال : أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، وأن محمدا عبده ورسوله ، اللهم اجعلني من التوابين ، واجعلني من المتطهرين فتحت له ثمانية أبواب الجنة ، يدخل من أيها شاء.

وأخرج النسائي ، وابن ماجه ، والحاكم عن عمربن الخطاب(رضي الله عنه): أن رسول الله صلى الله عليه
وسلم قال : من توضأ فأحسن الوضوء ، ثم رفع بصره إلى السماء ، فقال : أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له ، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله ، فتحت له ثمانية أبواب الجنة ، يدخل من أيها شاء . وأخرج أحمد ، والطبراني من حديث عقبة بن عامر مثله ، وأخرج أحمد ، وابن ماجه ، وابن السني في عمل يوم وليلة ، عن أنس (رضي الله عنه) قال : قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم) : من توضأ فأحسن الوضوء ، ثم قال ثلاث مرات : أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله فتح له من الجنة ثمانية أبواب من أيها شاء دخل. ،

وأخرج الطبراني من حديث ثوبان مثله . وأخرج الخطيب (رحمه الله)في تاريخه عن أنس (رضي الله عنه) قال : قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم) : من توضأ للصلاة ، وأسبغ الوضوء ، ورفع رأسه إلى السماء ، فقال : أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له فتح له ثمانية أبواب الجنة ، وقيل له : ادخل من أي باب شئت.

ددی مبارکو متواترو احادیثومعنی مراد همدا دی چې هر هغه څوک په بشپړوادابو سره صحي اودس تر سره کړي او بیا ووايې: أشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمدا عبده ورسوله، الله سبحانهُ وتعالی ورته دجنت اته واړه دروازې پرانیزي، دده خوښه ده چې په کومه دروازه جنت ته ننوځي ورته اجازه او اختیار دی،که څه هم دروایتونو په بنا له اودسه وروسته خپل سر اسمان لورته پورته ونیسئ یاسترګي، نوموړې کلمه ووايې، په ځینوروایت کې دی چې دري ځله دتکرار کړي او په ځینو روایتونو کې دا کلمات(اللهم اجعلني من التوابين ، واجعلني من المتطهرين) هم ورسره ذکر کړي، چې په لنډ ډول يې مونږ دیو روایت په ژباړې بسیا کوو.

سیدنا حضرت عمر بن الخطاب (رضی الله عنه) روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د تاسې څخه چې څوک په بشپړ ادابو سره صحي اودس وکړي ، له اودس کولو وروسته ووايي:اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده و رسوله،د ده د پاره د جنت ټولې دروازې پرانستلی شي، په کومه دروازه جنت ته تلل غواړي تلای شي .

امام مسلم (رحمهُ الله) دحضرت ابی هريرة (رضی الله عنه) نه روايت کوي، چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي : آيا زه تاسې ته هغه اعمال په کوته نه کړم، چې د هغو په برکت الله تعالی ګناهونه لرې کوي ؟ صحابه کرامو عرض وکړ : ضرور يې وښايئ ، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) وفر مائل: د ستونزو او خفګان سره سره بشپړاودس کول ، او مسجد لورته زيات قدمونه اخيستل ، ديو لمونځ اداکولو نه وروسته د بل لمانځه انتظار کول پس دا حقيقي رباط دی. (رواه مسلم )

عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ تَوَضَّأَ فَأَحْسَنَ الْوُضُوءَ خَرَجَتْ خَطَايَاهُ مِنْ جَسَدِهِ حَتَّى تَخْرُجَ مِنْ تَحْتِ أَظْفَارِهِ.

همدا راز امام مسلم دسیدنا حضرت عثمان (رضی الله عنه) نه روایت کوي،چې وايې : وفر مایل رسول الله(صلی الله علیه وسلم) :چاچې اودس وکړ نیک اودس( په تمام احترام او بشپړ ادابوسره) داودس کونکې له بدنه ټول ګناهونه ویستل کیږي(بخښل کیږي) حتی تر دې چې دنوکانو لاندی هم وي ویستل کیږي.

عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، قَالَ: وَإِنَّ أَبَا بَكْرٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ حَدَّثَنِي – وَصَدَقَ أَبُو بَكْرٍ – أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَا مِنْ رَجُلٍ يُذْنِبُ ذَنْبًا فَيَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ الْوُضُوءَ، فَيَسْتَغْفِرُ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ إِلَّا غُفَرَ لَهُ.

امام احمد(رحمهُ الله) پخپل مسند کې دسیدنا حضرت علي(رضی الله عنهُ) نه دیو اوږد حدیث په وروستي برخه کې چې دسیدنا حضرت ابوبکر صدیق (رضی الله عنهُ) څخه روایت کوي چې وايې: ما درسول الله(صلی الله علیه وسلم) نه واوریدل چې وي فر مایل: یو تن ګناه نه کوي ،مګر کله چې ګناه تري وشوه،تر غور وروسته(پښیمانتیا وروسته) غوره اودس وکړي او له الله(جل جلال) بخښنه وغواړي الله سبحانهُ وتعالی ورته بخښنه کوي.

دهمدی مبارک حدیث په اوږ دو کې سیدنا حضرت مسعر وايې: وروسته له اودسه لمونځ وکړي، او حضرت سفیان فرمائې: چې دوه رکعته لمونځ اداکړي له الله تعالی نه بخښنه وغواړي الله (جل جلاله) ورته عفوه اوبخښنه کوي.

همدا رنګه حضرات،امام بخاري او مسلم(رحمهم الله) دسیدنا حضرت عثمان(رضی الله عنهُ)نه دیو اوږد حدیث په وروستی برخه کې روایت کوي:عثمان رضی الله عنه وويل : ما رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ليدلی وو چې هغوی مبارک اودس وکړ بيا يې وفرمايل : څوک چې زما داودس په ترتیب اودس وکړي د زړه په حضور(خشوع اوخضوع) چې د دنيوي خيالونو نه ازاد وي دوه رکعته لمونځ ادا کړي، د هغه تير ګناهونه به معاف شي .

لنډه داچې اودس دومره ستر فضیلت او ارزښت لري چې مومن بنده ئې په ځانګړی توګه دخپلو ګناهونو درژیدلو، دالله (جل جلالهُ) درضا تر لاسه کولو په موخه په صحي او بشپړ ادابو سره ئې تر سره او دوه رکعته لمونځ په خضوع او خشوع ادا کړي، ګناهونه ئې بخښل کیږي او دجنت ټولې دروازی ورته پرانستل کيږي ،چې په هره دروازه جنت ته داخلیدل غواړي داخلیدی شي، بلکي ویلی شو اودس دجنت د دروازو کلي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x