
امريکا : د شواهدو تر کتلو وروسته به د ګولن پر سپارلو پرېکړه کيږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۵ل): امريکا له ترکيې نه غوښتي تر څو د فتح الله ګولن سپارلو لپاره شواهد وړاندي کړي.
جوبايډن د امريکا د جمهور رئيس مرستيال ويلي : امريکا به هغه ټول شواهد په غور تر نظر تېر او وڅيړي چې ترکيه يې د فتح الله ګولن په اړه ورته سپاري او له هغه وروسته به دا پرېکړه کيږي چې ګولن ترکيې ته سپارو يا نه.
د امريکا د جمهور رئيس مرستيال بايډن تېره ورځ په انقره کې له اردوګان سره کتلي.
د ترکيې حکومت فتح الله ګولن د جولای د ۱۵ مي په ناکامه کودتا کې تورن بولي او له امريکا غواړي چې نوموړی ترکيې ته وسپاري.
بايډن له اردوګان سره په ليدو کتو کې ويلي : امريکايي محکمې وړاندي له دي چې يو مشکوک کس نورو ته وسپاري په اړه يې کره شواهد تر لاسه کوي.
د اوباما مرستيال زياتوي : د بهرني تبع کس محکمې ته له تګ نه بغير بل هيواد ته د سپارلو په مهال امکان شته اوباما استيضاح شي.
د ګولن په طرفدارۍ ۸۰ زره تورن کسان په ترکيه کې د حکومت له لوري له دندو ګوښه شوي.