افغانستان

بلخ : د ولسي جرګې پر استازي اسدالله شريفي چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۴مه ۱۳۹۵ل):د بلخ ولايت د امنيت امير عبدالرازق قادري وايي د خلم ـ کندوز پر لويه لار د سړک غاړي ماين چاودني له امله ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پېښه له غرمې مخکي شاوخوا ۱۱ بجې شوې.

ويل کيږي چاودېدونکي توکي د پيازو په يوه بوجۍ کې ځای پر ځای شوي وو چې له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

په ولسي جرګه کې د بلخ ولايت استازی اسدالله شريفي وايي د بريد هدف دی وو او په پېښه کې يې ۲ ساتونکي ژوبل شوي.

شريفي له بريده روغ وتلی.

د بريد مسؤليت لا چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x