نظــر

آیا نجیب پېژنئ؟ (۹)

نجیب په بهر کې په ټولو افغاني سیاسي نماینده ګیو کې دخاد جاسوسان درسمي مامورینو په توګه ټاکلي وو! هغوی هم خاد ته جاسوسي کوله اوهم کي جي بي ته! په ځانګړي ډول په لویديځو هېوادونو کې د خاد هغه ډاډمن غړي چې د کي جي بي شپږ میاشتني او یو کلن جاسوسي کورسونه به یې ویلي وو ټاکل کېدل!
احمد سرور په لندن کې د افغان سفارت مشاور چې د نجیب باجه کېږي، هم دهمدې کي جي بي له جاسوسانو څخه دی، او له لیلا سراج سره یې چې د حمیرا سراج کورنۍ له بدکارو نجونو څخه وه، واده کړی،

چې د دیپلومات په توګه د جاسوسي دندو تر سره کولو په غرض لندن ته لېږل شوی و، نوموړی اوس په دهلي کې د کابل حکومت سفیر دی!

نوموړي د جاسوسي تربیې شپږ میاشتني کورسونه په مسکو کې وویل، د کورس له پای ته رسېدو وروسته د خاد او د کي جي بي د غړي په توګه د يپلوماتیک ماموریت تر لاسه کړ! نوموړی په حبیبیه ښوونځي کې د تحصیل په دوره کې د ظاهر شاه د زوی محمد داود پښتونیار له هلکانو څخه و، چې زیاتره وخت به یې هغه ته د عیاشو او بې لارو نجونو دلالي کوله! نوموړی یو پرېوتی، نهایت نالایقه او بې استعداده انسان و، په هېڅ رشته کې تخصص نه لري، نوموړي د پادشاه دزوی ملاتړ غنیمت ګڼلی او د هغه په نوم یې یو ښوونځی پرانیست! نوموړی اوس د نجیب او کي جي بي په پناه کې دی! د جاسوسۍ بې شرمه دندې تر سره کوي! او خپل د غوړه مالۍ ژوند په مخ وړي!

د نوموړي مېرمن لیلی جیلاني، د حمیرا سراج دوهمه بدکاره لور ده! چې د ټولې کورنۍ په څېر یې له اوږدې مخکنۍ فحشا او بدکارۍ څخه برخمنه ده!  نوموړې هم په بشپړې نالایقۍ سره ښوونځی پای ته ورسولو! او د خپل ماما داکتر انس په مرسته چې د معارف وزیر و د فرانسي له تعلیمي بورس نه په استفادې سره پاریس ته لاړه! مګر د نالایقۍ له مخې ناکامه شوه! کله چې دفرانسې حکومت د نوموړې بورس قطع کړ، څو میاشتې د پاریس ښار په سرکونو د بدکاره ښځو په څېر درېدله! او په بدکارۍ او فحاشۍ به یې لاس پورې کولو!  وروسته له هغه چې تور مخ او ناکامه بېرته کابل ته راغله، بیا یې د ډاکتر انس په سپارښت یوګوسلاویا ته تحصیلي بورس پیدا کړ او هلته لاړه! متاسفانه چې هلته یې هم خپلو تحصیلاتو ته ادامه ور نکړای شوه! بیر بیا کابل ته راغله! بالآخره یې له احمد سرور سره  کوزده وشوه، له سرګردانۍ او دربدرۍ نه وژغورل شوه!

سرور څه وخت وروسته له لیلا څخه د جلاوالي تصمیم ونیو! مګر نجیب منځګړیتوب وکړ! او پرې یې نښود چې دغه جلاوالی را منځ ته شي!  کله چې نجیب په تهران کې سفیر و، لیلی او سرور یې ځان ته ور وغوښتل، هغوی به یې ساتل! نوموړي سرور د سفارت سکرتر وټاکلو! کله چې نجیب له سفارت نه ګوښه کړای شو او یوګوسلاویا ته لاړو، سرور او لیلا په ایران کې پاتې شول! د شوروي د سره پوځ له خوا د افغانستان له اشغال، او د خاد درئېس په توګه د نجیب له راتګ نه وروسته نوموړي احمد سرور په تهران کې د افغانستان په سفارت کې د یو مامور په توګه وټاکلو! وروسته یې نوموړی د خاد غړی، او په ایران کې یې د کي جي بي په ارتباطي چینلونو کې منظم کړ! نوموړی بیا وروسته څو کاله په لندن کې د افغانستان سفارت شارزدافیر و! چې د نجیب او ظاهرشاه د رابط دنده یې پر غاړه لرله! نوموړی نن هم په هند کې همغه دنده پر غاړه لري، د سرور یو ورور چې نجیب نومېږي، له لسو کلونو را په دې خوا په آلمان کې په پټو پولیسو کې و، او په هامبورګ کې د نجیب په ګټه فعالیت کوي! په هر حال، په خاد کې دنجیب اساسي کار د کي جي بي د دیپلوماتانو او کمونیستو ځوانانو ځواکمنول وو! نوموړي د ځوانانو په سازمان کې  مسلکي کمونیستان روزلي!  په هغه وخت کې د نوموړي سازمان د غړیو شمېر دیرش زرو ته رسېدو!  چې کم تر کمه پنځوس سلنه یې پښتانه او بلوڅان وو! چې په سر کې یې د کي جي بي فعال او ځوان جاسوس فرید مزدک کار کوي! او د خاد په جاسوسه اداره کې د زخیره شوي ځواک په توګه بنسټیز رول لري!

ټول هغه ځوانان چې خاد ته جذبېږي، لومړی د ځوانانو د سازمان له خوا پېژندل کېږي، د سازمان له تضمین او د عضویت د پاڼې په پای کې دمزدک له تاییدي لاسلیک وروسته د خاد د غړي په توګه د وفادارۍ لوړه کوي! د خاد شیطاني ځواک، دنجیب او روسانو د زیاتې پاملرنې له وجې زمونږ په ټوله ځورېدلې ټولنه کې ريښې کوي!

د یوه شقاوت پالونکي، خاین او جنایتکار سازمان مشري هغه دشرم داغ دی چې نجیب نشي کولی له خپل تندي څخه یې پاک کړي!

څلورم فصل

خاد او انسان وژونکی نجیب!

د خاد جنایتکار او ظالم سازمان هغه وخت په فعالیت پیل وکړ کوم وخت چې د افغانستان مجاهد او مبارز ولس  پراخه جهاد پیل کړی و! د افغانستان د مقاومت ځواکونه د شوروي د بې شرمانه تجاوز او د کابل دلاسپوڅي حکومت د استقرار پر ضد بڼه خپله کړې وه!  زمونږ پر هېواد د شوروي نېغ ېرغل د روسي کمونیزم له بلا څخه د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو لپاره د افغان ولس زړور جهاد ته تازه څپې ور په برخه کړې! د روسي ځناور په وړاندې دافغانستان د خلکو قوي مقاومت دنړۍ دټولو نظرونو او عامو افکارو پام ځان ته واړولو!
د ټولو خپلواکو ملتونو مادي او معنوي مرستې د افغان ولس د برحقې داعيي لپاره ورځ په ورځ زیاتېدلې! په داسې حال کې چې زمونږ ولس برخلیک ټاکونکې جګړې ته ادامه ور کوله، د شوروي د دهري او جنایتکار دولت مشاورین، له نجیب! دغه د شیطاني ځواک دوران ته نوي رسېدلي فرمانبردار سره د خاد د خونخوارې او انسان وژونکې موسسې په سازمانولو بوخت وو! نجیب د کي جي بي د مشاورینو په مرسته د خپلواکۍ غوښتونکو مجاهدینو د له منځه وړلو کرغېړن پلانونه جوړول! او د خاد د انسان وژونکو په واسطه یې د جرمونو په سټيج وړاندې کول! نجیب په چل او شیطانیت سره د مجاهدینو په منځ کې جاسوسان په دندو وګومارل! او د جاسوسۍ په واسطه د تر لاسه شویو اطلاعاتو له مخې به یې د افغانستان د خلکو د شامل جهادي خوځښت په وړاندې د ظالم نظام د تحکیم لپاره کار کولو! نجیب به هر ځل چې د افغانستان د مجاهدینو په نیولو کې بریالی کېدو، د کي جي بي د ابلیسي او انسان وژونکې دستګاه په وړاندې به یې خپل اعتماد او اعتبار زیاتولو!

نجیب د خاد دریاست پر مهال د ستالین او بیریا د ظلم او انسان وژنې لار خپله کړه! بیریا د ستالین په وخت کې د کي جي بي د جاسوسۍ د استخباراتي سازمان مشر و! نوموړی د شوروي د کمونیستي نظام د مخالفینو په وژلو او خونړیو اعدامولو کې په جلاد مشهور دی! کله چې ستالین په ۱۹۵۳ کې مړ شو، بیریا غوښتل د هغه ځای ناستی شي، مګر څه رنګه چې خروسچف د خپلو خاطراتو په کتاب کې چې په غرب کې چاپ شو وايي چې ده د هغه وخت له دفاع وزیر سره د کریملین په دننه کې د بیریا پر خلاف دسیسه جوړه کړه، ا ود ستالین له مرګ نه څو ورځې وروسته یې بیریا  په مسکو کې د کي جي بي په زندان کې چې ( لوبیانکا ) نومېده اعدام کړ!

نجیب د خونخوار بیریا په څېر د ۹۰ زره بیګناه افغانانو د نیولو او وژلو حکمونه چې د خپلواک او اسلامي افغانستان  په خاطر یې د مقدس جهاد او مبارزې بیرغ پورته کړی وو، لاسلیک کړي دي! دغه ټول کسان د خاد په دهشتګاوو کې په بیرحمۍ سره شکنجه شول! او دشکنجو او کړولو په مختلفو وسایلو او طریقو  اعترافونه ترې اخیستل کېدل! نجیب د بیریا په څېر له دغو شکنجو خوند اخیست! نوموړی بیا هم د بیریا په څېر ځان د لاسپوڅي او کمونیستي رژیم د ساتنې مسول ګڼلو! د اعترافاتو له اخیستلو وروسته به نجیب زندانیان وژل!

ددغه شکنجو عیني ګواه زه خپله یم! کله چې زه په کابل کې د صدارت په ماڼۍ کې د خاد په زندان کې په ۱۹۸۶ کې څلور میاشتې بندي وم! د مختلفو سیاسي تنظیمونو له ګڼو زندانیانو سره مخ شوم! ما ولیدل چې هغوی څه ډول شکنجه شوي وو! زیاتره تحقیق او شکنجې به د شپې له خوا تر سره کېدې! د خاد مستنطقین چې دنجیب تربیه یې لېدلې وه ټول ظالم، مستبد او حیوان صفته وو! زندانیان به یې ټوله شپه بې خوبه کول! سخت به یې وهل او ټکول! په سخت ژمي کې به یې جامې ترې وایستې!  له تودخې پرته په یوه یخه خونه کې به یې دېته مجبورول چې همداسې لپ لغړ ولاړ وي! د شپې له سره تر سهاره به څلور پنځه پیره داران د دوی د څارنې لپاره تبدیلېدل! تر څو پرېنږدې چې زندانیان ویده شي!

زنداني غریب د دا ډول غیر انساني شکنجو له وجې آخر له پښو لوېدلو! او دېته به حاضرېدو چې په خپل ځان تورونه پورې کړي! د مستنطق امرونه ومني! له دا ډول شکنجو او کړاو نه د خلاصون لپاره ناحقه اعترافونو ته ځان ور کړي!

دا د کړولو او شکنجه کولو یوه عادي او معمولي بېلګه وه، کمونیستو خادیانو د افغانستان مجاهدینو ته داسې شکنجې ور کولې چې دهلتري نازیانو شکنجې د سړي هېرېږي! لکه په مقعد کې دجوشو اوبو پېچکاري کول! او د فانتا دبوتلونو ننویستل!!!…. هغه څه چې د انسان عقل یې نه مني، نجیب او نورو انسان وژونکو خادیانو زمونږ دمجاهد ولس په مقابل کې تر سره کول!! له روحي کړاو نیولې تر وژلو او وینو تویولو پورې، د خلکو د قانوني او روا ملکیتونو، مالونو او جایدادونو له ضبط څخه نیولې پر کورنیو، عزتونو او ناموسونو باندې تر تجاوز پورې!  له سیاسي استبداد او اختناق نه نیولې د سیاسي مخالفینو تر ترور او ورکولو پورې! د وحشت د فضاد له ایجادولو نیولې زمونږ د ملیونونو هېوادوالو تر فراري کولو پورې! ټول دغه جنایتونه د خاد ادارې په وسیله د نجیب تر مشرۍ لاندې تر سره شوي! مګر نجیب په بشپړ ویاړ سره خاد، دغه د شر زیږولو او ګناه پاللو دستګا ته پراختیا ور کوله!
نجیب له اجمل خټک سره چې په کابل کې د پاکستان د کمونیست ګوند رابط غړی و، ددایمي اړیکو په لرلو سره  وکړای شو چې د خاد د رئیس او د کي جي بي د باورمند او مخلص خادم په توګه د کي جي بي جاسوسې ادارې دنفوذ ساحې ته په پاکستان، صوبه سرحد او د سرحدي قبایلو په منځ کې پراختیا ور کړي!  نوموړي به د پاکستان د کمونیست ګوند ځوان غړي چې په قبایلي سیمو او صوبه سرحد کې یې فعالیت درلود د افغاني پاسپورت په ور کولو سره د محصلينو په توګه شوروي ته لېږل! هلته به د کي جي بي د مشاورینو تر دقیقه څارنه لاندې په تربیوي موسساتو کې تربیه کېدل! او بېرته به د جاسوسي چارو او د کي جي بي د خاینانه او کرغېړنو پلانونو دمخ ته بیولو په موخه د افغانستان له لارې پاکستان ته رالېږل کېدل!

په کال کې به د یو زر او پنځه سوه شاوخوا دا ډول افرادو له جملې څخه د خاد او کي جي بي تر څارنې لاندې شوروي ته استول کېدل!

نجیب د هغه پراخه پېژندنې له وجې چې د پاکستان د سیاسي جریاناتو په اړه یې درلوده، په کم وخت کې یې وکولی شول چې دپاکستان د  ټولو سوسیالیستو او کمونیستو ګوندونو او ورڅخه جلا شویو ګروپونو د رهبرۍ تیت پرک هستې په افغانستان کې سره را ټولې کړي!  او په خپل منځګړیتوب سره د هغوی ذات البیني اختلافات حل کړي، نوموړي د پاکستان د کمونیست ګوند د عمومي منشي افراسیاب خټک د میلمه پالنې او همېشته توب په پایله کې وکړای شول چې د نوموړي هېواد د کمونیست ګوند د ټولو غړیو ترمنځ، د خلق دیموکراتیک ګوند درهبرۍ پلاوو ترمنځ، او دشوروي چارواکو په ځانګړي ډول د کي جي بي سازمان او د هغه د رئېس یوري اندروپوف په وړاندې  ښه اعتبار او ارزښت تر لاسه کړي.

کله چې یوري اندروپوف د کي جي بي رئیس و نجیب ته یې شخصا مسکو ته بلنه ور کړه، او د هغه په سینه یې د نوموړي د هغه مخلصانه خدمتونو له کبله چې د کي جي بي سازمان د کرغېړنو او پلېتو موخو لپاره یې تر سره کړي وو  طلايي مېډال ولګولو! هغه مېډال چې د نجیب جنایتونه او هېواد پلورنه یې ستایله! نجیب چې کله له مسکو نه را وګرځېد، په نوره زیاته بېشرمۍ سره یې په کارونو پیل وکړ، زمونږ په هېواد کې او زمونږ د مسلمان و لس پر ضد د خاد د ظالم او آبرو بایللي سازمان د چارو په مخ ته وړلو او ښه تنظیمولو  کې له زیات صلاحیت سره لاس په کار شو!

روسانو او د کي جي بي جنایت پېشه سازمان د خاد د دسیسه جوړونکي ماشین په مرسته او ملګرۍ د افغانستان دخلکو پر ضد په یوه بله دسیسه لاس پورې کړ! روسانو، په نولسمه پېړۍ کې په چین کې د انګریزي استعمار پر ضد د خلکو د خپلواکۍ غوښتونکي نهضت د له منځه وړلو لپاره د انګلیس له تکتیکونو څخه په استفادې سره د تریاکو په ترویجولو لاس پورې کړ! په افغانستان کې د الکولو او شرابخورۍ د ترویج اوعامولو لپاره ډېر زر لاس په کار شول!

روسانو د نجیب په مرسته او د هغه د ماشین یعنی خاد له لارې هڅې وکړې چې دغه بربادوونکی آفت دافغانستان په اسلامي ټولنه کې تیت کړي! تر څو هم د اسلام دین زمونږ په هېواد کې کمزوری شي، او هم د ولسپالنې اوهېواد پالنې احساس! تر څو په پایله کې د شوروي امپریالیزم په وړاندې مقاومت کمزوری شي! نجیب د یوه شرابي او په شرابخورۍ کې د مسابقه کوونکي په صفت له دې کار سره ځانګړې مینه لرله! شوروي د بې بدلې مرستې په بڼه یو نیم ملیون بوتله شراب نېغ د کابل دولت ته په افغانستان کې د شرابو د ترویج په موخه ور کړل! نجیب د خاد د بدنام سازمان د رئیس په توګه د افغان کارت له لارې ددغه مشروباتو د خرڅلاو څارنه کوله، او د روسي مشاورینو د توصیې پر اساس یې دهغه ډېری تعداد پاکستان ته صادرول.

نجیب  هغه حرامې پیسې چې د شرابو او روسي ودکا د پلورلو له لارې به یې تر لاسه کولې، زمونږ دملت د مادي او معنوي هستیو د تخریب په موخه د خاد په شبکو کې لګولې! نجیب چې خپله څه د خاد دریاست پر مهال او څه له هغه مخکې د ټولنیز فساد اصلي رواجوونکی و، کله چې د ۱۹۸۶ کال د نومبر په میاشت کې د روسانو له لوري د ببرک کارمل پر ځای وټاکل شو، د ملي مصالحې د عالي کمیسیون د استازو په یوه کنفرانس کې یې په خورا بې شرمۍ سره چې دده خوی دی، د اخلاقي فساد، شرابخورۍ اونورو بدو اعمالو په اړه چې د ټولنې اخلاقي بنسټ ورانوي خبرې وکړې، او پر هغه یې نیوکه وکړه! څومره د خندا خبره ده! چې د نجیب په څېر یو کس د اخلاقو په اړه خبرې کوي!! نجیب هغه څوک دی چې په خپله کورنۍ کې یې د بداخلاقۍ او رذالت لویه فتنه پر مخ وړله! دی څه رنګه کولی شي چې د ټولنیزو اخلاقي بنسټونو او اسلام په اړه خبرې وکړي! آیا هېر کړي یې دي چې مېرمن یې فتانه څوک ده؟

. … نور بیا

لیکوال: صدیق الله راهي، دډاکتر نجیب ورور، ژباړه: عبد الخبیر جاهد.

ټولې برخې په لاندي ادرس:

ایا نجیب پيژنئ؟ ټولې برخې ( لینک)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x