دیني، سیرت او تاریخ

دقانون جوړوني حق دچا دئ؟ « وروستۍ برخه»

مولوي عبدالهادي حماد

داسلام دمبارک دین امتیازي ټکي

اسلامي قانون تر ټولو قوانينو ممتاز قانون دئ. ددې لپاره ډېر دلايل سته البته ځيني شيان چي اسلامي قانون دنورو هغو قوانينو څخه بېلوي کوم چي خلکو دځانه جوړ کړي دي، هغه دادي:

عدل:لومړى هغه شي چي اسلامي شريعت دنورو قوانينو څخه بېلوي عدل دئ. يعني دټولو انسانانو سره په برابر ډول رويه ترسره کول او مساويانه چلند. دين په حقيقت کي عدالت دئ؛ ځکه الله( فرمايي:

﴿إِنَّاللَّهَيَأْمُرُبِالْعَدْلِوَالْإِحْسَانِ﴾([1])

ژباړه: باور وکړئ الله( په عدل او نېکۍ سره امر کوي.

د اسلام دين دانسانانو په منځ کي د رنګ، قوم، وطن او ژبي پربنسټ توپير نه کوي، بلکي د غوره والي معيار تقوا ده؛ ځکه الله( فرمايي:

﴿يَاأَيُّهَاالنَّاسُإِنَّاخَلَقْنَاكُمْمِنْذَكَرٍوَأُنْثَىوَجَعَلْنَاكُمْشُعُوبًاوَقَبَائِلَلِتَعَارَفُواإِنَّأَكْرَمَكُمْعِنْدَاللَّهِأَتْقَاكُمْ﴾([2])

ژباړه: اې خلکو! تاسو مو يقيناً ديوه نارينه او يوې ښځي څخه پيدا کړي ياست او تاسو مو پر کورنيو او قومونو وېشلي ياست. باور وکړئ چي دالله( په نزد په ستاسو کي عزتمن ستاسو زيات تقوا لرونکى کس دئ.

دپورتنۍ خبري په تائيد کي رسول الله3 فرمايي:

سپين پر تور او عربي پر عجمي کومه بهتري نه لري. ([3])

حاصل داچي داسلام دقانون بنسټ پر عدل باندي ولاړ دئاو کوم قوانين چي دانسانانو له خوا جوړ سوي دي هغه داسي نه دي، بلکي هغه ټول قوانين داسي دي چي دځينو حقوق پکښي تر پښو لاندي سوي دي او ځينو ته ډېر حقوق ورکړل سوي، يوه ډلي لوړه پکښي ښودل کېږي او بله ډله کښته پکښي ښودل کېږي.

په لوېديځو هيوادونو کي نيمه پېړۍ وړاندي نسلي توپير موجود وو يعني داچي تور پوستي انسانان پر هيڅ حساب وه او سپين پوستي مخ په وړاندي تلل. همدا ډول په جنوبي افريقا کي بېخي لس – دوولس کاله وړاندي لا هم دغه سلسله يعني نسلي توپير موجود وو او د اروپا لخوا ورباندي تپل سوى وو آن تردې چي اوس يې هم ځيني آثار او نښي معلوميږي چي په کتلو سره يې انسان دشرم له امله کښته کېږي.

امريکا چي اوس دنړۍ زبرځواک هيواد دئ بيا هم په خپلو ځينو رياستونو کي داسي قوانين لري، چي پر نسلي توپير باندي بناء دي او ددغه نسلي توپير په نظر کي نيولو خلکو ته دندي ورکول کېږي او په همدغه لحاظ باندي بېلابيلي درجې او رتبې ورکول کېږي. همدا ډول دامريکا په ځينو ايالتونو کي داسي قانون اوس هم موجود دئ چي تور پوستي او سپين خپلمنځي واده کول منع دئ، که چا وکړ نو دپنځه ډالر نقدي جريمې سره به مخ کېږي يا به دشپږو مياشتو قيد سره مخ کېږي او يا به هم ددواړو سزاوو سره مخ کېږي.([4])

بله خبره لا داده چي دامريکا دقانون له مخي به دامريکا ولسمشر سپين پوستى وي، تور پوستى نه سي کېداى. ددې څخه داخبره په څرګنده معلومېږي چي دتور پوستو امتياز ددوى په دولتي ادارو کي کم دئ او هم ددوى په مهمو دندو او عهدو کي تور پوستى نه سته، بلکي دسپين په تناسب دتور پوستو شته پر امتيازي ځايونو باندي ډېر کم دئ.

توازن واعتدال: دنورو قوانينو په پرتله داسلام دوهمه ځانګړتيا توازن او اعتدل دئ، چي دبشريت لپاره په جوړ سوي قانون کي يې په هره برخه کي رعايت کړى دئ. دمثال په ډول نارينه او ښځه دواړه دژوند دوه مهم اجزاء دي چي ددواړو په شتون سره دنړۍ دپرمختګ او ژوند کولو چاري مخ په وړاندي ځي. داسلام سپېڅلي دين ودواړو ته په مساوي اندازه حق ورکړى دئ. داسلام پرته نور داسي قوانين سته چي ښځي بېخي ديوه حيوان يا شتمنۍ په څېر ګڼي. ددوى په آند ښځه نه سي کولاى چي ديوه ځاى يا شتو مالکه جوړه سي، نه هم په دغه جايداد کي تصرف کولاى سي، نه هم دخپل ځان او مال مالکه جوړېداى سي. آن تردې چي دپوهانو په منځ کي يې داڅېړنه هم تر بحث لاندي وه چي په ښځه کي دانسان روح پو کېږي او که دحيوان روح پکښي پوکېږي.

دبله اړخه بيا ځيني خلکو ښځو ته دنارينوو سره برابر ذمه دارۍ ورکړي دي يعني داچي ښځو په وړاندي يې داسي پرېکړه کړې ده، چي دوى به ټولي هغه دندي ترسره کوي کوم چي نارينه يې ترسره کوي سره ددې چي دښځي فکر، جسمي قوت، رواني قوت تر نارينه کمزوى دئ. همدا ډول کوم فطري عوارض او کمزورياني چي ښځي ته پېښېږي ددې لاره سختوي چي دا ټولي هغه دندي ترسره کړي کومي چي نارينه يې ترسره کوي. دوى دښځي اړونده هيڅ پورتني توپيرونه په نظر کي نه دي نيولي. دښځو په وړاندي دغه تګلاره که څه هم په ښکاره ددې څرګندونه کوي چي دښځو حمايت سوى دئ، مګر په حقيقت کي ددغه ازاد ژوند پايلي به بې حيايي، اخلاقي خرابي او ناعلاجه ناروغۍ وي.

همدا ډول به ښځي ددې زغم نور ونه لري چي دغه دندي ترسره  کړي او نه به يې په توان وي؛ ځکه ښځه په جسمي او داسي نورو قوتونو کي تر نارينه کمه ده. کله هغه ټولي دندي ترسره کولاى سي کوم چي نارينه يې ترسره کوي؟ داخو دانسانانو کمزوري فکرونه دي، اسلام داسي نه دئ، بلکي انسان ونارينه او ښځي ته په مساوي ډول حق ورکړى دئ، لکه  چي الله( فرمايي:

﴿وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ﴾

يوه خبره ديادولو وړ ده، هغه داچي دنارينه او ښځي په جسمي او رواني توانايۍ کي توپير سته، په همدې لحاظ دماشومانو تربيه او پالنه ښځو ته ور د غاړي سوې ده. کسب او ګټه نارينوو ته ور د غاړى سوې ده. په دغسي ډول سره دا ډېر ښايسته اصول دي چي ديوې کورنۍ بقاء پکښي رامنځته کېږي، د اخلاقي قدرونو ساتنه پکښي کېږي او هم دښځي لپاره دنه برداشتېدونکو دندو او تکليفونو څخه خلاصون دئ.

داسلام توازن او اعتدال نه يوازي چي دنارينه او ښځي لپاره دئ، بلکي دټولو مالدارانو، غريبانو، آجرانو، مزدورانو او دعوامو خلکو لپاره اسلام ډېر غوره توازن او اعتدال په نظر کي نيولى دئ. همدا ډول ددولتدارۍ په وړاندي، دمجرمانو دجرم څخه دمتاثره مظلومانو تر انصاف او په داسي نورو پيښو کي چي داسلام کوم انصاف، اعتدال او توازن ترسترګو کېږي، دانسانانو له خوا چي په تېرو زمانو کي کوم قوانين جوړ سوي دي په هغو کي ددغسي اعتدال او توازن مثال لا هم نه پيداکېږي.

دعقل او حکمت سره برابري: الله( داسي ذات دئ چي ترټولو دانسانانو په مصلحتونو باندي زيات پوه دئ، له همدې امله  دشريعت ټول احکام دمصلحتونو څخه ډک دي. ټول احکام يې دحکمت سره برابر دي، هيڅ يو حکم يې داسي نه دئ چي دعقل سره په ټکر وي تر داسي بريده چي ځينو علماوو ويلي دي چي دشريعت ټول احکام دمصلحتونو څخه عبارت دي. دشريعت هر حکم دکومي ګټي لاسته راوړل دي او يا دکوم فساد او تاوان څخه مخنيوى دئ لکه چي فرمايي:

ان الشريعة کلها مصالح، واما درء مفاسد او جلب مصالح. ([5])

ژباړه: دشريعت ټول احکام دګټو لپاره دي، هر حکم يې يا دفساد دمخنيوي لپاره او يا کومه ګټه په لاسته راوړل کېږي.

انسان داسي جوړ دئ چي دخپل ځان په ګټه او تاوان نه پوهېږي. کله يو شى په خپل فکر دځان لپاره ګټه بولي حال داچي هغه شى دده لپاره تاوان وي، کله بيا يو شى دځان لپاره تاوان بولي او هغه شى دده لپاره ګټه وي.

بله خبره داده، چي کله انسان دخواهشاتو دومره تابع ګرځي چي ديوکار تاوان ورته معلوم سي بيا هم هغه کار ترسره کوي. ددې لپاره ښه مثال شراب دئ. داخبره نړيوالو ته ثابته او تجربه سوې ده چي شراب دانسان لپاره يقيني تاواني دي او هم دانسان صحت بربادوي، ددې سره بياهم ټول هغه هيوادونو چي داسي قوانين پکښي چلېږي چي انسانانو جوړ کړي دي، دشرابو اجازه پکښي سته.

همدا ډول جنسي اړيکي او جنس پرستي داسي کړني دي چي دټولو طب پوهانو باندي اتفاق دئ، چي دغه کړني دانسان صحت تباه کوي. دغه کړني نه يوازي اخلاقي فساد خپروي آن تردې چي اخلاق بېخي له منځه وړي، بلکي دطبي نقطه نظره دومره خطرناکي کړني دي چي تر زهرو کمي نه دي، ددې سره بيا هم هغه هيوادونه چي متمدن دي، دانساني قوانينو تر سايه لاندي ژوند تېروي، واکمن يې دعوامو خلکو دزيات فشار او خواهشت پرستۍ دې ته  مجبوره کړي دي چي دغه ناوړه کارونو ته اجازه ورکړي.

اسلامي شريعت هيڅکله د داسي کړني امر نه کوي چي په هغه کي حکمت او ګټه نه وي او يا دي دکوم تاوان مخنيوى پکښي نه وي. حاصل داچي دشريعت ټول احکام دمصلحت او ګټو ډک دي.

دانساني فطرت سره برابري: د هغه امتيازاتو او ځانګړتياوو په لړ کي چي اسلامي شريعت يې پر نورو قوانيو باندي لري، يوه ځانګړتيا داده چي دسپېڅلي شريعت ټول احکام دانساني فطرت سره برابر دي. داځکه چي الله( لکه څرنګه  چي ټول کائنات او شته يې پيدا کړي، په همدغه ډول باندي دانساني فطرت څخه هم خبر دئ. داچي الله( ټول احکام دانساني فطرت سره برابر پيدا کړي دي ځکه الله( داسلام سپېڅلي دين په فطرت سره تعبير کړى دئ او فرمايي:

﴿فِطْرَةَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا﴾ ([6])

دفطرت څخه بغاوت همېشه دانسان لپاره د نقصان، تباهۍ اوبربادۍ سبب جوړېږي. دانسان په جوړ سوي قانون کي دفطرت څخه بغاوت ته ترجيح ورکول قدم پر قدم پيداکېږي. مثلاً: الله تعالى دښځي په طبيعت کي تلوار، ژر خفه کېدل مزاج ايښى دئ، ځکه نو اسلام  دطلاق اختيار دښځي په لاس نه دئ ورکړى، نارينه ته يې دطلاق اختيار ورکړى دئ او له ښځي څخه يې دغاړي خلاصولو سهولت  ورکړى دئ. لوېديځ والو نارينه او ښځينه ته مساوي درجه ورکړې ده، دطلاق په معامله کي يې هم دواړو ته يو شان حيثيت ورکړى دئ او دهغه په نتيجه کي يې خانداني نظام تباه کړى دئ. اوس لوېديځه ټولنه دغم او درد څخه  غم کوي، ددوستيو بنياد يې دمحبت پر ځاى پر خود غرضيو قايم  دئ.

همدا ډول انساني طبيعت دئ چي صرف سختي او مناسبي سزاوي انسان له جرمونو څخه ژغورلاى سي او له مجرم سره ښه سلوک په حقيقت کي دمظلوم سره بې انصافۍ او دټولني دامن څخه دمحروم کېدو په معنا دي، ځکه نو په اسلام کي د قتل سزا قتل ټاکل سوې ده او په بعض نورو جرمونو کي هم سختي سزاوي ټاکل سوي دي، مګر په بېلابيلو هيوادونو کي دقتل په مقابل کي دقتل سزا له منځه ولاړه. د همدردۍ  او انسانيت په نامه يې مجرم ته سهولتونه ورکړل، دداسي کړنو په پايله کي پر جرمونو باندي دلاوري زياتېږي او همدغسي سزاوي چي ورکول کېږي دجرمونو په بندېدو کي ناکامه او ناکافي ثابتېږي. له همدې امله په  کومو هيوادونو کي چي دقتل سزا له منځه تللې وي بېرته دوى دې ته اړسوي دي څو دقصاص سزا بېرته پيل کړي.

داسلامي شريعت هر حکم ته چي په حقيقي نظر وکتل سي په  هغه کي په پوره ډول دقانون اصول دفطرت سره برابر دي او هغه  قوانين چي انسانانو دځانه په خپل فکر جوړ کړي دي که هغه ته وکتل سي هرځاى دفطرت څخه بغاوت  لېدل کېږي، همدا ډول پر غوښتنواو تقاضاوو باندي دخواهشاتو غلبه ليدل کېږي.

جامعيت: داسلامي او الهامي قانون يو اړخ دهغه جامعيت او هر اړخيزتوب دئ. په اسلامي شريعت کي عقائدهم سته، اخلاق هم، عبادات هم دي او دانسان دقول او فعل متعلق احکام هم دي، مالي معاملات هم، خانداني تعلقات هم سته، دشخصي ارتباط لپاره اصول هم سته او دقومونو ترمنځ دروابطو په باره کي هم رهنمايي سته، دجرم او سزا لپاره قوانين هم او دسياسي نظام تشکيل هم سته.

دهر اړخيزتوب په وضعي قوانينو کي نه پيداکېږي لږ تر لږه دعقايدو، اخلاقو او عباداتو لپاره په دغو قوانينو کي کوم ځاى نه سته. دالله( او بنده تعلق او پر هر انسان دکائناتو دمالک دحقوقو په هکله په دغو قوانينو کي کومه لارښوونه نه پيداکېږي. اسلامي شريعت هر اړخيز قانوني نظام دئ چي په پر هرقدم دانسان لارښوونه کوي او هغه  ته  رڼا ورکوي.

همېشه توب اودوام: ديوه قانون دفعال او ګټور جوړېدو لپاره چيري چي داضروري ده چي په هغه کي دحالاتو او مواقعو په لحاظ دتغيراتو دقبلېدو ګنجائش وي، هلته يو قسم ثبات او پايښت هم ضروري دئ چي يو قانون  بالکل بې کشيشه او تغير نه قبلوونکى وي، هغه  دزمانې دبدلونونو سره چلېداى نه سي او چي په يوه قانون کي هيڅ پايښت او استحکام نه وي هغه هم دانصاف په راوستلو کي او دخلکو داعتماد په حاصلولو کي کامياب  کېداى نه سي؛ ځکه په هراصل کي يې دماتېدو او ليري کېدو ګنجايش وي او هر قانون به خلک دخپل خواهش په غالب کي اچولاى سي.

په اسلامي شريعت کي ددواړو اړخونو رعايت  لحاظ سوى دئ څه  احکام هغه دي چي دهغو په باره کي داصولو قواعدو او دشريعت دمقاصدو پر وضاحت  بسنه سوې وې ده. په هره زمانه کي چي کوم مسائل پيدا سي ددغو اصولو په رڼا کي به چلېږي؛ ځکه چي دشريعت اصلي مقصد عدل قائمول او دظلم ليري کول دي. که هغه يو حکم په يوه زمانه کي دعدل دقائمېدو سبب سي او په بله زمانه کي دظلم او ناانصافۍ باعث جوړ سي، نو په دواړو حالاتو کي به حکم يو دبل سره  مختلف وي. شريعت په بعضي مسائلو کي جزئي تفصيلات دکومي استثناء اوتخصيص څخه پرته معين کړي دي. دا تعين او تحديد ددې خبري علامه ده چي دا تر قيامته دعمل قابل دئ.

دارنګه په شريعت کي چي کوم اصولي هدايات درکول سوي دي، دکومو قواعدو او  مقاصدو لارښوونه چي سوې ده هغه دبدلون قابل نه دي؛ ځکه نو قرآن اشاره کړې وه چي دقرآني هداياتو په ذريعه دين وخپل کمال ته رسېدلى دئ، ځکه الله( فرمايي:

﴿اَلْيَوْمَ اَ كْمَلْتُ لَكُمْ دِيْنَكُمْ﴾(المآئده، آية :٣٠)

همدا ډول پر حضرت محمد3 باندي دنبوت سلسله ختمه سوه، لهذا دده مبارک 3 وروسته بيا ددې امکان نه سته چي بل دين او يا بل کوم پيغبر راسي. ماشوم چي کله پيدا سي نو څومره  چي لويېږي هغومره يې لباس ورسره زياتېږي، البته کله چي ماشوم دځوانۍ تر بريده ورسېدئ نو بيا يې په يوه اندازه ورته کافي دئ يعني داچي که پر دغه کس باندي نور عمر تېريږي ددې اړتيا نه پيدا کېږي چي لباس دي يې زيات او يا هم لوى سي.

دهمدې مثال په نظر کي نيولو سره داخبره هم بايد څرګنده سي چي الله( دانسانيت له پيله څومره چي اړتيا پيدا کېده او څومره چي بشري ټولنه دتمدن پر لوري تله، په هغه اندازه الله( داړتيا په پيمانه احکام رالېږل او نوي کول يې، خو کله چي بشري ټولنه دخپل شعور، تمدن او پرمختګ کاملي نقطې ته ورسېده، الله( پر حضرت محمد3 باندي يوه کامل دين نازل کړ، داسي دين دئ چي په راتګ سره يې الهي احکام پوره سوه او دغه قانون به تر قيامته پوري جاري او ثابت وي، همدا ډول به ددې قانون موزونيت او ګټه رسونه به نه کمېږي.

داجراء قوت:دهر قانون نفاذ په دوې طريقې کېږي: په ټولنه کي د قبول او طاعت دجذبې موجودېدل، دقانون خلاف دجبر او طاقت استعمال. څه طبيعتونه دسلامتۍ اوشرافت لرونکي وي په هغوى کي په خپله په قانون باندي دعمل کولو جذبه موجوده وي، ليکن په کومو طبيعتونو کي چي سرکښي او بغاوت وي يا داچي دخواهشاتو څخه مغلوب وي، هغوى دجبر او خوف څخه پرته دقانون په وړاندي سر نه کښته کوي.

په انساني قوانينو کي دمحکمې او پوليسو او د دې دواړو شعبو په ذريعه دسزا وېره انسان له جرائمو څخه ساتي، ليکن په اسلامي شريعت کي له دې څخه وړاندي يوه بله عقيده (دآخرت ثواب او عذاب) سته، ځکه نو په قرآن او حديث کي له هر حکم سره دهغه پر منلو دآخرت اجر او پر نه منلو يې دآخرت دعذاب ذکر موجود دئ. دا يوه داسي انقلابي عقيده ده چي ديوه ډېر زيات طاقت لرونکي انسان زړه هم ښوروي او غټ – غټ مجرمان هم دقانون په وړاندي پر سپر غورځولو مجبوروي، چي کومه سترګه ليدونکې او کومه ژبه منع کوونکې نه وي، هغه وخت هم دا عقيده دده دلاسونو لپاره طوق او دپښو لپاره يې زنځير جوړېږي چي په مسلمانه ټولنه کي يې هم په تېره سوي زمانه کي مثالونه په اسانۍ سره ليدل کېږي.

مثلاً: همدا د منشياتو مسئله ده چي نن ټوله نړۍ پکښي ښکېل ده، دومره نقصانات يې دي چي تر بحث زيات دي. امريکا ددغو حالاتو په ليدلو سره په ١٩٣٠ ع سنه کي دنشې دبندېدو قانون جوړ کړ، دشرابو دضررونو دڅرګندولو لپاره يې ٦٥ مليونه ډالر مصرف کړل، ٩ زره مليونه صفحې پاڼي دشرابو دنقصانو په اړه وليکل سوې، دوه سوه انسانان قتل سوه، پنځه سوه زره انسانان بنديان سوه، همدا ډول پر دغو کسانو چي کومي جرمانې راغلې دهغو اندازه ډېره زياته ده،  بيا هم ددې سختو ځاني او مالي جرمانو سره دقانون په طاقت قانون ته عملي شکل ورنه کړ، بلکي دامريکا حکومت پردې خبره مجبور سو چي دا قانون واپس واخلي.

قرآن مجيد چي کله شراب حرام کړل په دغه وخت کي عرب دشرابو سره بيخي زيات عادت وه تر داسي بريده چي تر اسلام وړاندي ددوى مذهبي مجلسونه هم دشرابو څخه خالي نه وه، مګر دشرابو دحرمت دحکم سره جوخت خلکو داسلام دغه حکم پر سر او سترګو ومانئ. ټول شراب يې توى کړل آن  چي دمدينې کوڅي يې په شرابو وبهېولې. نن هم صورت حال دادئ چي دجهالت او غفلت سره – سره په مسلمانه ټولنه کي چي دشرابو څخه کوم احتياط کېږي مثال به يې ډېر کم وي.

په لوېديځو هيوادو کي په ځانګړي ډول داخبره ډېره ليدل کېږي چي دسر شمېرني په لحاظ دمسلمانانو تعداد په شراب چيښلو کي دغير مسلمانو ډېر کم دئ يعني داچي دوى کومه سروې کړې ده په هغه کي يې ښوولي دي چي مسلمانان زيات شمېر په شراب چيښلو کم اخته دي دغير مسلمانانو په پرتله.

همدا ډول دزنا او غير معمولي جنسي اړيکو معامله ده چي نن هم مسلمانه ټولنه له نورو قومونو څخه ډېره زياته غنيمت ګڼل کېږي. همدا لامل دئ چي په معاصر وخت کي په اسلامي هيوادونو کي دايډز ناروغي دکفري هيوادو په پرتله ډېره کمه ده ترداسي اندازې چي هغه هيوادونو چي دسيکولرزم په نامه لوټ سوي دي، هغوى هم په دغه ډول مخاشيوکي له لوېديځو هيوادونو څخه  په ښه حالت  کي قرار لري.

دلوېديځو هيوادونو دنوي تهذيب دبد ژوند يو بل مثال دا دئ چي دوى دمعمرو خلکو لپاره واټونه لري، خلک خپل ضعيف مور او پلار او دخاندان نور سپين ږيري هلته بيايي. دمور اوپلار او نورو سپين ږيرو اوسپين سرو اوسېدل دځان سره تکليف بولي، نو دا تکليف ځان ته نه ورکوي. دخوشالۍ ځاى دادئ چي دغسي خود غرضي په مسلمانانو کي ډېره کمه ليدل کېږي. مسلمانان دموراو پلار احترام دبزګانو عزت خپله مذهبي فريضه گڼي او دآخرت له ويري او په آخرت کي دجواب ورکولو داحساس څخه بغير نه سي کېداى. نورو وضعي قوانين اجراء صرف دطاقت په زور ممکنه ده، مګر دشريعت دقانون په نفاذ کي دعقيدې او ايمان طاقت هم مؤثر کردار  ادا کوي.

په افغانستان کي دمذکور قانون دنفاذ په هیله

عبدالهادي حماد، قندهاري

 

[1]: النحل ، آية:٩٠

[2]: الحجرات، آية:١٣

[3]: مسند احمد، ج:٥، ص:٤١١

[4]: الفرق بيننا و بين امريکا، ص:٣٩. تاليف على شحاته.

[5]: قواعد الاحکام لعزالدين بن عبدالسلام، ج:١، ص:٩

[6]:الروم، آية:٣٠

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x