نظــر

د کابل د وروستي خونړي برید مسؤل څوک دی؟

معين احمد (خروټی)

د هیواد له جنوب ، جنوب لویدیځ ، ختیځ او شمال نه وروسته کابل ته د جګړې د کرښې په را رسیدو سره تیره شپه یاد ښار د یوه خونړې برید شاهد و.

دا برید چې د ددوتنو بریدګرو لخوا د کابل په دار الامان سیمه کې پر امریکايي پوهنتون ترسره شو تر اوسه پوري يي د مرګ ژوبلې شمیره تر ۶۰ تنو اوښتې.

دا چې یاد پوهنتون په یوه تر ټولو خوندې ساحه کې د شدیدو امنیتي تدابیرو باوجود په داسې اسانۍ سره د برید ګرو لخوا په نښه کیږي او هغوي له دومره زیاتو جنګي مهماتو سره هلته داخلیږي چې پوره لس ساعته د کابل له مجهزو خارجي او داخلي ځواکونو سره وجنګیږي هغه استفهامات دي چې تر اوسه پوري د کابل هیڅ امنیتي او کشفي ارګان ورته هیڅ ډول قناعت بښونکی ځواب نه لري.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې چې خپله امنیتي چارواکي د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې په ۳۲ هغو کې د جګړې په شدت اعتراف لري او تقریبا هغوی ټول د فوق العاده احضاراتو په حال کې اوسي د دغه ډول پیښو رامنځته کیدل دا په ډاګه کوي چې کابل غوندې خوندي سیمو ته د جګړې په رارسولو کې خپله امنیتي او دفاعي مسؤلین لاس لري.

ځکه همدا مسؤلین که د هلمند ، پکتیکا، کندوز او نورو لیري پرتو ولایتونو کې د جګړې په مخنیوي کې د خپلې ناتوانۍ لامل د پوځي اکمالاتو نشتون او یا هم د اړونده ځواکونو ترمنځ نه همغږۍ بولي، په کابل کې خو دا پلمه هم ناشونې ده ، ځکه دلته خو د ناټو او داخلي ځواکونو د بيدریغه پوځي مهماتو ترڅنګ د هغوي د مرکزي قوماندې مرکزونه، اوقیادت هم شتون لري مګر د دې هرڅه باوجود بیا څرنګه په کابل کې د تعلیمي مراکزو په تیره امریکايي پوهنتون غوندې محفوظ هدف په نښه کیږي او په لسګونو کسان ورکي مړه او ژوبل کیږي.؟

ایا په کابل کې میشت خارجي او داخلي ځواکونه په خپلو تشکیلاتو کې مستقل امنیتي او کشفي ارګانونه نه لري چې د دغه ډول خونړیو پیښو قبل الوقوع مخنیوی وکړي؟

که يي لري په تیرو لسو کلونو کې چې په سلګونو ځله کابل د مرګونو بریدونه هدف ګرځیدلی د دغو ارګانونو فعالیت او کاري اجراءات څه دي؟

ولي تر اوسه پوري کوم امنیتي او کشفي مقام د وظیفوي غفلت له امله نه دی مجازات شوی؟

ولي تراوسه پوري هیڅ امنیتي مسؤل په خپل مسؤلیت کې د پاتې راتلو له امله له خپلې دندې استعفاء نه ده ورکړې؟

امنیتي چارواکي خپل مسؤلیت یواځې په دې سره پوره بولي چې ووايي ، دا برید د ډیورنډ کرښې اخوا طرحه شوې دی…

که له هغوی نه وپوښتل شي چې که ریښتیاهم تاسو له پولې اخوا د برید د طراحي موقعیت معلومه ولی شئ نو ولي بيا په کابل کې تر عملي کیدو وړاندې د هغه مخنیوي نشئ کولای؟

داچې د دفاع وزارت چارواکي د کابل د امنیت او په هغه کې د ټولو پوځي او ملکي مؤسساتو د تحفظ او خوندیتوب مسؤلیت لري او د همدې کار لپاره له دولتي بودیجې څخه تر ټولو زیات لګښت تر لاسه کوي نو دهمدغه ډول بریدونو د ترسره کولو مسؤلیت په حقیقت کې ټول همدوي ته راجع دی.

همدوي باید یا د دغو خونړیو پیښو قبل الوقوع مخنیوی وکړې او یا په ښکاره ډول د هغوي په نه مخنیوي کې په خپلې ناتواني اعتراف وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x