mursi sisi

د زندان د پنجرو له مینځه مرسي د دفاع وزیر او داخله وزیر له دندو ګوښه کړل

 د مصري ورځپاڼو په وینا د مصر ولسمشر محمد مرسي د زندان د پنجرو له مینځ څخه یو فرمان صادر کړ چې له مخې ئې د دفاع وزیر عبدالفتاح سیسي او د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم له دندو ګوښه اعلان شوي.

دا خبر د المصریون ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د محاکمې په ناسته کې د موجودو سرچینو له خولې ورکړی.

سرچینه زیاتوي چې مرسي د دغه فرمان اعلان د محاکمې ورځ ته ساتلی وه تر څو خپل مخالفین پرې ناڅاپه خبر کړي، او پوځ د نړیوالې ټولنې په وړاندې له وارخطایۍ او خجالت سره مخامخ کړي.

داسې راپورونه هم شته چې د قاضي له ټینګار سره سره، مرسي د هغه سپین رنګه یونیفورم له اغوستلو انکار وکړ چې په محکمه کې متهمینو ته ورپه تن کیږي.

مرسي د قاضي د غوښتنې په ځواب کې وویل چې زه د مصر منتخب او قانوني ولسمشر یم او دا محکمه هیڅ مشروعیت نه لري.

له محمد مرسي سره د اخوان المسلمین ۱۴ نور مشران هم د محاکمې تالار ته راوستل شوي وه.

په هغه انځورونو کې چې د مصر تلویزون خپاره کړي لیدل کیږي چې محمد مرسي په خپل رسمي یونیفورم کې د پنجرې تر شا په داسې حال کې ولاړ دی چې د لاس څلور ګوتې ئې د رابعه په میدان کې له خپلو پلویانو سره د ملاتړ په دود پورته کړي، او په څیره ئې د اطمنان او پر ځان د باور نخښې له ورایه محسوسیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د