افغانستان

هلمند: امریکایانو د طالبانو په زندان کې بندي افغان سرتیري بمبار کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، وږي ۵مه ۱۳۹۵ل): امریکايي ځواکونو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو هغه زندان بمبار کړی چې د افغان ځواکونو بندي سرتیري په کې ساتل کیدل او ۲۲ تنه زنداني عسکر یې وژلي دي.

امریکايي الوتکو دغه افغان عسکر په داسې حال کې ووژل چې ټاکل شوې وه نن د جمعې په ورځ به د طالبانو لخوا خوشې کیږي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې په پېښه کې د دوی ۳ تنه د زندان ساتونکي هم وژل شوي دي.

په وژل شوو سرتیرو کې ۱۷ تنه د ملي اردو او او ۶ تنه پولیس شامل وو، دغه سرتیري د هلمند په وروستیو جګړو کې طالبانو ژوندي نیولي وو.

طالبان وايي چې د وژل شوو سرتیرو خپلوان یې سیمې ورغوښتې وو ترڅو د ضمانتونو څخه وروسته یې بندیان ورخوشې شي، خو په خبره یې امریکایان په دې پلان خبر شول او د بمبار په نتیجه کې يې یاده پروسه سبوتاژ کړه.

د طالبانو ویاند وايي چې د وژل شوو سرتیرو خپلوان اوس هم په سیمه کې موجود دي او خپلوان یې د عسکرو د خلاصیدو پرځای د هغوی په جنازو واوښتل.

د هلمند والي حیات الله حیات تاییدوي چې امریکايي بې پیلوټه الوتکو په یاده سیمه کې برید کړی، خو د افغان عسکرو د وژل کیدو په اړه ناخبري ښيي.

طالبانو د رسنیو استازو ته بلنه ورکړې چې د واقعیت د ښه څرګندولو په موخه نوموړې سیمې ته ورشي، د وژل شوو عسکرو جسدونه وګوري او له خپلوانو سره یې له نږدې خبرې وکړي.

قاري یوسف احمدي هغو ژورنالیستانو ته چې پېښه له نږدې لیدل غواړي، ډاډ ورکړی چې سیمې ته د ورتګ زمینه ورته برابروي او له هر راز مشکلاتو څخه د ساتنې اطمنان ورکوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو له زندان څخه خوشې کیدونکي افغان سرتیري له ګواښونکي برخلیک سره مخ کیږي، د تير میلادي کال په ډیسمبر میاشت کې طالبانو په کندهار ولایت کې هغه ۲۱ تنه بندي عسکر خوشې کړل چې د دې ولایت په غورک ولسوالۍ کې يې ژوندي نیولي وو، خو نن ټکی اسیا هغه مهال داسې راپورونه ترلاسه کړل چې خوشې شوي عسکر خپلو کورونو ته له تللو وروسته نادرکه شول او د ځايي خلکو په باور د دولت لخوا ونیول شول او نامعلومو ځایونو ته ولیږدول شول.

له بندي عسکرو سره د طالبانو ښه چلند او له ضمانتونو وروسته یې د بیرته خوشې کولو پرېکړې ډیری افغان سرتیري دې ته هڅولي چې خپلې پوستې په ډیرې اسانۍ طالبانو ته تخلیه کړي او وسلې په ځمکه کیږدي، چې دا کار د دولت او امریکایانو لپاره په لوی سرخوږي بدل شوی.

طالبانو تېره اونۍ په کندز کې هغه ۱۴ تنه د پولیسو سرتیري هم خوشي کړل چې په دې وروستیو کې يې د کندز-تخار په لویه لار د کته خیلو په سیمو کې ژوندي نیولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x