Afghan elections 2005

سرپل: د راتلونکو ټاکنو په وړاندي خنډونه پراته دي

د سرپل د ولايتي شورا مسوولينو رسنیو ته ویلې،چې په دغه ولايت کې د ټاکنو پر وړاندې حالات خورا ترينګلي دي.
د سرپل د ولايتي شورا منشي معصومې رحيم رمضاني په دغه ولايت کې له امنيتي پلوه روان حالات کړکېچن او راتلونکې ټاکنې يې له ګواښ سره مخ وبللې.

د نوموړې په خبره طالبان هڅې کوي، څو ددغه ولایت په ېلابېلو سيمو کې حالات تر دې نور نا امنه کړي، څو خلک ټاکنو ته زړه ښه نکړي او د ټاکنو روانه پروسه ټکنۍ کړي.
د آغلې رمضاني په وینا ، د سرپل ولايت کې کوهستانات، ګوسفندي او سنجارک ولسواليو او د ولايت د مرکز اړوند ځينو سيمو کې حالات خورا کړکېچن دي. نوموړې یوې تازه امنیتي پېښي ته په اشاره وویل، چې دوه ورځې وړاندې د مرکز اړوند سيمه کې د دې د کور مخې ته خښ کړای شوي ماين چاودونه وکړه خو مرګ ژوبله يې نه لرله.همداراز په کوهستانات ولسوالۍ کې د ټاکنو د کارتونو د وېش پر ډلې، چې ملي اردو يې ملتيا کوله، د ماين چاودونه وشوه، چې تر لسو پورې کسانو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
د سرپل د ولايتي شورا رييس اسدالله خرم هم د دغه ولايت امنيتي حالت کړکېچن وبلل.خُرم وويل، چې دوی امنيتي چارواکو له کړنو څخه خوښ نه دي او باور نه لري، چې امنیتي ځواکونه دې دومره توان ولري چې د ټاکنو په ورځ دې د سرپل ولايت د ۱۳۷مرکزونو امنيت په سمه توګه وساتلی شي.
یوازې سرپل هغه ولایت نه دی چې آن چارواکي لا پکې د امنیتي ستونزو له کبله د ټاکنو د ترسره کېدو شونتیا نه ویني، بلکي د هېواد په ډېرو لیرې-پرتو سېمو سربېره آن په مرکزي سېمو او ښارونو کې د ټاکنو بهیر له خورا ننګونو سره مخ دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د