نظــر

پرزندان او پوهنتون بریدونه؛ یو عمل دوه غبرګونونه

معین احمد (خروټي)

دوه ورځې وړاندې د کابل پرامریکايي پوهنتون باندې برید کې خواوشا ۶۰ تنه ووژل شول.

یاد برید چې په یوه علمي مرکز تر سره شو د امریکا له متحده ایالاتو نیولې تر ولسمشر غني او نورو افغان سیاست والو پوري ټولو په سختي سره وغاندو او د دغه ډول بریدونو تر سره کوونکي یې د بشري جنایاتو مجرمین وبلل.

په رسمي ډول د یاد برید مسؤلیت د داعش په شمول تر اوسه پوري هیڅ کوم لوري په غاړه نه دی اخیستی.

خو له همدې خونړې برید نه تقریبا ۲۴ ساعته وروسته د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د طالبانو اړوند پر یوه زندان برید وکړ چې په ترڅ کې یې ۲۲ تنه د ملي اردو او پولیسو اسیر سر تیري ووژل شول.

په وژل شوو سرتیرو کې ۱۷ تنه د ملي اردو او او ۶ تنه پولیس شامل وو.

وژل شوي سر تیري ټول هغه بندیان وو چې طالبانو د هلمند په وروستیو جګړو کې ژوندي نیولي او د طالبانو د رسمي اعلامیې په حواله چې هغوی نن د جمعي په ورځ غوښتل همدا اسیران خپلو خپلوانو ته د هغوي ترضمانت ورکولو وروسته ورخوشي کړي چې امریکايي الوتکو ورباندې بمباري وکړه او هغوي يي ټول ووژل.

اوس پوښتنه دا ده چې په دواړو عمدي پلان شویو بریدونو کې ولسي کسان ووژل شول ، په دومره توپیر چې یو لوري برید ګر نامعلوم او د بل هغه معلوم کوم چې په افغانستان کې یې د پوځي ماموریت موده د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري هم رسما تمدید شوې.

د نامعلوم لوری برید ګر سمدستي پر بشري جنایاتو تورن مجرمین او د ټولو لخوا يې د محاکمې او مجازات غوښتنه وشوه ، خو بل لوری چې ځان د بشري حقونو رسمي مدافعین بولي کم ترکمه د برید په تر سره کولو یوعادي ندامت هم نه وړاندې کوي.

مذهبي معابد، تعلیمي مرکزونه، ښونځي او تعلیمي مراکز، صحي روغتونونه ، د زندانیانو د ساتلو محبسونه او نور عام المنفعه تأسیسات د نړیوالومنل شویو مقرراتو له مخې قانوني خوندیتوب لري چې له امله يې هیڅوک د هغوي د په نښه کولو او تخریبولو حق نه لري.

خو امریکایان چې په ښکاره په نړیواله سطحه د بشري حقونو د دفاع دعوا لري هره ورځ په خپلو بریدونو او بمباریو کې له ولسي سیمو نیولې تر روغتونونو، تعلمي مرکزونو، زندانونو اومسجدونو پوري بمباروي او په لسګونو غیر پوځي کسان ورکي وژني مګر هیڅ کله هم خپل دا عمل نه د نړیوالو قوانینو خلاف ګڼي او نه نړیوال قضايي او عدلي مراجع د هغوی د محاکمې او مجازات کولو غږ پورته کوي.

واقعیت دادی چې په نادعلي کې پر زندان باندې د امریکایانو له لوري تر سره شوی برید ښکاره جنایت او هرڅوک چې په دغه جنایت کې شریک وي د محاکمي وړ دي.

دا لومړی برید نه دی چې امریکایان یې د داخلي استخباراتي چارواکو لخوا پر زندان تر سره کوي ؛ بلکې تر دې وړاندې هم د روان کال په پیل کې په کندوز کې د امریکايي الوتکو لخوا د بندیانو محبس په نښه او ۱۴ تنه زندانیان یې ورکي ووژل.

امریکايي هوايي ځواکونه دغه ډول بریدونه د داخلي کشفي او استخباراتي مقاماتو د کوردیناتو په مټ تر سره کوي، لهذا په یادو زندانونو کې د ملي اردو او پولیسو د وژل شویو اسیرانو د وژنې مسؤلیت په حقیقت کې د کوردینات ورکوونکي جهت په غاړه دی ، هغه که په هلمند کې دهلمند والي ښاغلی حیات الله او که بل هر څوک وي باید د دغه جنایت په اړه تر محاکمې لاندې ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x