شعـــــرونه

هله وار پر كوه !

مغرور غليم بريد كي راګير دى هله وار پر كوه
خلاصېداى نشي اوس اسير دى هله وار پر كوه

د رب نصرت دى درسره طالبه ځه په وړاندي
دښمن تړلى په ځينځير دى هله وار پر كوه

په فرعوني خيال وو راغلى چي يرغل يې وكړى
ډېر وارخطا دى اوس زهير دى هله وار پر كوه

ټينګېداى نشي په لرزان دى له ميدانه تښتي
زړه ورنه كښلى ستا تكبير دى هله وار پر كوه

څوک چي راغلى د افغان كور ته په تېښته تللى
نن أمريكا آخته په وير دى هله وار پر كوه

سُپَر طاقت د پرمختللو وسائطو سره وو
استشهاديانو ته حقير دى هله وار پر كوه

هر اشغالګر چي راځي ويني د مزو خوبونه
دلته اجل د خوب تعبير دى هله وار پر كوه

پرون راغلي سرې لښكري خو په چيغو ولاړې
د ناټو هم داغه مسير دى هله وار پر كره

نظامه خير كه مو ګلونه شهيدان تللي دي
دا د هغو وينو تاثير دى هله وار پر كوه  

نظام كندهارى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x