نظــر

د هلمند-کندهار لويه لار، حقيقت څه دی؟

خالد رعد

مجاهدينو په هلمند ولايت کې تقريبا د يوې مياشتې په موده کې ګڼې سيمي د غلامو عسکرو له وجود څخه پاکې کړې، دلته مجاهدين په تعرضي او د دښمن لښکرې په دفاعي حالت کې دي، دوی د مرکز لشکرګاه په شمول په يو شمير نورو سيمو کې په خپلو قرارګاوو او پوستو کې د ننه محاصره دي او د مجاهدينو د ګړندي پرمختګ په سبب هره ورځ او شپه د خپل مرګ او اسارت شيبې شماري.
د دې ولايت د لوړ پوړو چارواکو خپ شوی غږ د اشغالګرو له رارسيدو سره سم يو ځل بيا پورته شو او د معمول مطابق يې خپل موسمي غرور د رسنيو له لاري ښکاره کړ. زموږ پوځونه لوړ مرال لري، ژر به له ټول ولايت نه طالبان وشړو، هيڅ سيمه نه ده نيول شوې، لويې لارې به ډير ژر خلاصي شي، فلانۍ سيمه مو ونيوله او فلانۍ به ډير ژر بيرته ونيسو، خو حقيقت بل ډول وو او دا خبرې يوازې د تښتېدونکو عسکرو د راتم کولو او بيا د مجاهدينو مقابلې ته د کاذب او مؤقتي توان ورکولو هڅه وه؛ خو حقيقت دا دی چې:
د دوی له لاسه وتلي سيمي تر اوسه پوري د مجاهدينو په لاس کې دي، پوځي وسایل يې ويجاړ او ګڼ يې مجاهدينو ته په لاس ورغلي، زياتو عسکرو يې ژوند له لاسه ورکړی او د لارو بنديدو يې په هر لوري د حرکت مخه ډب کړې ده.
د هلمند او کندهار لويه لاره د روانې اګست مياشتې په ۴مه نيټه د ګوډاګۍ ادارې د عسکرو په مخ په مکمل ډول وتړل شوه، د دوه سرې ادارې چارواکي هره ورځ ادعا کوي چې لاره يې خلاصه کړې، مګر حقيقت دا دی چې لاره د دې کرښو تر ليکلو (د اګست ۲۶مه) پورې بنده ده، تر نن ورځې ګڼو عسکرو او د بيلابيلو قطعو مجربو؟! افسرانو څو ځله د لاري خلاصولو ټټر وډباوه مګر د مجاهدينو د رسا کميني ګوزارونو له امله يې لا هم خپلې لاپې نه دي ترسره کړې.
دا لاره چې دښمنانوته د لویو زیانونو له امله په ځينو غربي رسینو کې دپل صراط نوم ورکړل شو، د مجاهدينو لخوا د نهر سراج په اړونده سيمه کې تړل شوې ده، چې دروغجن چارواکي يې د رسنيو له لوډسپيکره د خلاصون اعلانونه کوي، مګر موثق معلومات دا دي چې د غلامي ادارې د هاخوا محاصره عسکرو د ژغورلو په موخه ګڼ تعرضي بريدونه هر ځل له سخت شکست سره مخ شوي، آن هوسا اشغالګرو عسکرو هم سيمه بمبار کړې خو لا هم نه دي توانېدلي.
د هلمند کندهار د لویي لارې د خلاصون د هڅې په دې جګړو کې ۴۵ شوبلې، ۳ رينجر موټر او ۴ عرادې اکمالاتي غټ موټر له منځه تللي، په چاودنو او مخامخ بریدونو کې د دښمن ۳۰۰ عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي. په وژل شوو او ټپيانو کې اربکيان، پوليس، عسکر، سپيشل فورس او خپله د لښکرګا امنيه قومندان اقانور او د ديشو ولسوالۍ امنيه قومندان جانان هم شامل دي. د اګست له ۴مې تر ننۍ ۲۶مې نيټې پورې ۲۳ تعرضي بريدونه د دې لارې خلاصولو په موخه شوي چې ټول يې له شرمونکي شکست سره مخ شوي دي.
د ګوډاګۍ ادارې عسکرو د اشغالګرو بادارانو د تازه دمو عسکرو په ملتيا د نهر سراچ د ديکه لنګ، شيندک مانده، ستارخان کنډک او چارګل پمپ په سيمو کې د لښکرګاه له استقامته او دغه راز د کندهار له لوري خپل ټول زور وازمايلو، دوی په اکثرو بريدونو کې له هوايي ځواک نه هم استفاده وکړه او ټول وس يې د مجاهدينو د مغلوبولو لپاره وکاراوه مګر له بې درېغه بمبارد سره سره يې هم مالي او زيات ځاني زيان وليد، دکندهار او هلمند لار يې اوس هم پر مخ بنده ده او هيڅ لوری ته يې پرمختګ نه دی کړي.
دلته د ع او غ ادارې سرخيلو ډير له تړکونو وتلي جنرالان او ګڼ پوځونه راواستول، ډيري هڅې يې وکړې چې له لاسه وتلې سيمي بيرته تر خپل واک لاندي کړي، خپل اشغالګرو ورکړی زور يې ټول تمام کړ، مګر کله چې پوه شول د مجاهدينو مورال او ځواک نه ماتېدونکی دی؛ نو يې يوازې د ځان دفاع غوره وبلله او بلاخره يې د خپلو بهرنيو بادارانو پراخې مرستې، ځمکني او هوايي ملګرتیا هم چندان ګټه ورته ونه کړه، ځکه خبر نه وو چې د هغوی له پخوا نه د هلمند د څپو له شوره کرکه کيده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله هلمندی

بلکل زه دسیمي یوعیني شاهدیم چې دنهرسراج دیکلنګ او شیندک مانده په سیموکې دطالبانو له لوري دکندهار لشکرګاه لویه لاره له کابو یوې میاشتي راهیسي په یو مخیز ډول تړله شوي او د حکومتي ځواکونو له لوري له بمباردمان سره سره ګڼ شمېر تعرضي بریدونوکې عسکر نه دي توانیدلي دالاره پرانیزي دلاري خلاصولو لپاره دکندهار دامنیه قومندان رازک نفر هم له ټانکونوسره دستارخان کنډک ته راغلي ؤ اوهم دلشکرګاه له لوري دلاري خلاصولولپاره بریدونه وشول خو حقیقت دادی چې ټول له سختی ناکامۍ اودرنوتلفاتوسره په شار اتمبیدلي دي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx