بې پیلوټه الوتکې ستا له موبایل څخه موقعیت معلوموي

جي پي ایس (Global Positioning System) هغه نظام دی چې په نړۍ کې ترې د موقعیت په کشفولو کې استفاده کیږي او د انسانانو، نقلیه وسایلو او هر متحرک جسم ځای ځایګي په ډیره دقیقه توګه معلوموي.

جي پي ایس د کومې ځانګړې آلې نوم نه دی، بلکې هغه تخنیک ته ویل کیږي چې د مصنوعي سپوږمکیو له لارې د مستهدفو اشخاصو موقعیت کشفوي.

دغه تخنیکي سهولت له مصنوعي سپوږمکیو سره رابطه لري، د ځمکې د کرې فضا د ۱۸- ۲۴ شاوخوا مصنوعي سپوږمکیو پوښلې ده. دا تخنیکي نظام پرته له کوم لګښته، شپه او ورځ او په هر ډول موسم کې فعال وي.

په پخوا وختونو کې له (GPS) څخه تنها پوځي یا نظامي ارګانونو استفاده کوله او په مټ یې د جګړو پر مهال د پوځي وسایطو تحرکات، مسیر او موقعیتونه څارل کیدل. خو د اتیایمې لسیزې په پیل کې ملکي خلکو ته هم اجازه ورکړل شوه چې له دې سهولت څخه په سفري چارو کې ګټه واخلي.

خو له دې سره جوخت دغه تخنیک په موبایلونو، کمپیوټرونو، لیپ ټاپونو، موټرو او ګڼو نورو وسائلو کې نصب شو او پرته له دې چې کاروونکی په ځان پوه شي، دغه وسائل یې موقعیت او ادرس په نښه کوي او د مصنوعي سپوږمکیو له لارې یې اړونده مرکز ته لیږي.

مصنوعي سپوږمکۍ په دوامدار ډول ځمکې ته معلومات رالیږي، دا معلومات د ځانګړو ماشینونو په واسطه په خورا دقت څیړل کیږي، دا ماشینونه په سکرین (کمپيوټري ښيښې) باندې د نقشې پر اساس د مطلوب هدف مشخص ځای په ګوته کوي.

د څار او تعقیب یو ماشین باید لږ تر لږه له ۳ مصنوعي سپوږمکیو سره ارتباط ولري، تر څو د هدف افقي او عمودي ابعاد مشخص کړي، څومره چې د مصنوعي سپوږمکیو شمېر زیاتیږي هومره یې د زیاتو ابعادو اندازې معلومیږي او هدف په دقیقه توګه تشخیصیږي.

جي پي ایس په ډیر دقت سره د هدف موقعیت ټاکي، که څه هم د ۱- ۲ مترو تفاوت یې متوقع ده خو په نوي ماډل ماشینونو کې د دغه تفاوت د له منځه وړلو هڅه هم شوې ده.

خو تنها مصنوعي سپوږمکۍ او د څار او تعقیب مرکزي ماشینونه په یوازې ځان هیڅ هم نه شي کولی، که د مصنوعي سپوږمکیو او د تعقیب او څیړنې ماشینونو شمېر هر څومره زیات شي، ترڅو چې د ځمکې پر مخ د کومکې وسیلې همکاري نه وي، د GPS ټول نظام شل او شوټ دی.

د دې لپاره چې دا موضوع نوره هم روښانه شي، د موقعیت پیژندنې سیستم (GPS) د اجزاوو په اړه لنډ معلومات وړاندې کوو. دا نظام له درېوو اساسي برخو څخه تشکیل شوی دی:

۱- مصنوعي سپوږمکۍ
۲- په ځمکه د تعقیب او معلوماتو د تحلیل ماشینونه
۳- مصنوعي سپوږمکۍ ته سګنال لیږدونکي آلات

اول: مصنوعي سپوږمکۍ:

د ځمکې کرې څخه ۲۴ مصنوعي سپوږمکۍ په ورځ کې دوه دورې بشپړوي، یوه مصنوعي سپوږمکۍ په ساعت کې ۱۱ کیلومتره مسافه طي کوي. مصنوعي سپوږمکۍ د لمر د رڼا په واسطه کار کوي، خو که لمر نه وي بیا د بیټریو په واسطه هم چلیږي. دغه مصنوعي سپوږمکۍ په داسې شکل ځای پر ځای شوي چې د ځمکې له هرې نقطې څخه په یو وخت کې لږ تر لږه ۴ مصنوعي سپوږمکۍ ښکاریږي.

دوهم: د تعقیب، کنټرول او معلوماتو د تحلیل مرکز

د دې مرکز وظیفه دا ده چې له مصنوعي سپوږمکیو سره په اسانۍ رابطه ټینګه وساتل شي او د مصنوعي سپوږمکيو سیګنالونه (اشارې) پرته له کومې ستونزې ځمکې ته راورسېږي. له همدې کبله د ځمکې په بېلا بېلو برخو کې ګڼ مرکزونه جوړ شوي دي چې شمېر یې پنځو ته رسیږي.

دریم: مصنوعي سپوږمکۍ ته سګنال لیږدونکي آلات

دا برخه د موقعیت په تعین کې تر ټولو مهمه ونډه لري، دا یوازینۍ هغه وسیله ده چې په واسطه یې د څار او کنټرول مرکزونه معلومات ترلاسه کوي. دغه آله په داسې تخنیک جوړه شوې چې په خپل سر له مصنوعي سپوږمکۍ سره رابطه ټینګوي او سګنال ورڅخه راخپلوي او او د خپل څښتن موقعیت ورلیږي. دغه آله کومه نا پیژاندې آله نه ده، بلکې مونږ او تاسو یې په روزمره ژوند کې استعمالوو او په مختلفو اشکالو پیدا کیږي لکه: موبایل ټلیفونونه، لیپ ټاپونه، ځیني موټران او ګڼ نور ماشین آلات.

که چېرته دا سیستم په موټر کې نصب شي، د موټر مسیر، سرعت او ټول معلومات ثبتوي او د مصنوعي سپوږمکیو له لارې يې د څار اړونده ارګان ته لیږدوي.

خو د دې سیستم تر ټولو پیژندل شوې آله موبایل تلیفونونه دي. د موبایل تلیفوني شبکو د تخنیکي پرمختګ سره په موبایلونو کې د GPS نظام هم پرمختګ کړی، تلیفوني شرکتونه په داسې توګه موبایلونه جوړوي چې د څار نظام په کې ځای په ځای کوي.

دغه نظام مستقیما له مصنوعي سپوږمکیو سره رابطه لري او که له موبایل څخه سیم کارټ وایستل شي هم موبایل په دوامداره توګه مصنوعي سپوږمکۍ ته معلومات استوي. د دغه نظام په اړه ویل کیږي چې ۹۸٪ دقیق موقعیت ښيي او د خطا کېدو چانس یې په نشت حساب دی او هیڅ ډول موسمي حالات پرې تاثیر نه کوي.

له همدې کبله په امنیتي نړۍ کې موبایل د «کوچني جاسوس» په نامه یادیږي، ځکه چې موبایل د خپل څښتن هر حرکت څاري، هره تلیفوني مکالمه يې اوري او هر لیکلی پیغام يې لولي.

په افغانستان، عراق، فلسطین او نورې نړۍ کې امریکایانو د خپلو مخالفینو ګڼ مشران د موبایل په واسطه تر کشف وروسته وژلي او یا ژوندي نیولي دي.

همدا وجه ده چې په فلسطین کې جهادي غورځنګ په خپلو جنګیالیو باندې د موبایل په کارولو کې احتیاط په کلکه لازمي کړی او په ځینو سیمو کې يې د موبایل استعمال په مطلق ډول ممنوع اعلان کړی. دغه راز یې د هغو جنګیالیو لپاره سزا ټاکلې چې په خپل سر جهادي چارې او مرکزونه د موبایل په واسطه عکاسي کوي او معلومات یې په خواله رسنیو کې شریکوي.

د فلسطین جهادي غورځنګ وايي چې د دې امر له تطبیق وروسته له یوې خوا په غزه کې په مجاهدینو هوايي بریدونه کم شوي او له بلې خوا د دښمن پر مخ د معلوماتو هغه سرچینه هم وچه شوې چې په وړیا توګه یې د جنګیالیو له موبایلونو څخه معلوماتو ترلاسه کول او د همدې معلوماتو په استناد یې بیرته همدوی شهیدانول.

د موبایل د استعمال تاثیرات په افغانستان کې هم عملا محسوس شوي دي. اسوشیټډ پریس اژانس په ۲۰۱۴ کال کې راپور خپور کړ چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو د پاکستان په قبایلي سیمو کې بریدونه بند کړي دي، نوموړي اژانس یې لامل دا ګڼلی وه چې یو شمېر هغه کسان چې د وژلو په لیست کې يې نومونه شته هغوی په داسې ځایونو کې ګرځي چې هلته موبایل ټلیفون کار نه کوي. یا په بله معنی، له موبایل تلیفون څخه تر لاس اخیستنې وروسته بې پیلوټه الوتکې ړندې او کڼې وې او بریدونه یې په ټپه ولاړ وو.

په ځینو خلکو کې دا تصور عام دی چې له موبایل تلیفون څخه بیټرۍ وایستل شي بیا یې مصنوعي سپوږمکۍ نه شي کشفولی، خو دا تصور ناسم دی. په موبایلونو کې داسې چیپونه ځای په ځای شوي چې د بیټرۍ له ایستلو وروسته هم څارونکو ارګانونو ته د خپل موقعیت سیګنال ورکوي.

په لومړیو وختونو کې د ډرون ټکنالوجي رښتیا هم نه شو کولی چې بندو موبایلونو ته لاسرسی پیدا کړي. خو د ۲۰۰۴ په سپټمبر میاشت کې دغې ټکنالوجۍ پرمختګ وکړ او اوس د هغو موبایلونو موقعیت هم معلومولی شي چې بند وي او بیټرۍ ترې ایستل شوي وي. هغه مهال امریکايي امنیتي سرچینو خبر ورکړی وه چې د دې تخنیکي پرمختګ وروسته په عراق کې د القاعده زرګونه تازه هدفونه د دوی لخوا کشف شول.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

کله چه دجال راځی دجالی سیستم ( لکه د اوس وخت تکنالوژی ) دومره پرمخ تللی وی چه د هر چا څارنه او پلټنه په اسانه کولی شی دغه جی پی اس یی عمده مثال دی ، دوی ته د دوی دشمنان ځانګړیتیا لری چه ویی څاری او ښکار یی کړی ، وایی هره وسله یا وسیله چه جوړیږی د هغه وسلی یا وسیلی ضد وسله یا وسیله او یا له هغو څخه د ژغورنی پلانونه هم رامنځته کیږی ، یعنی دشمنان یی یا هغه موبایلونه نه کاروی او یا د یو داسی چا په نوم وی چه هغه کس… نور لوستل »

(محمد عبدالله)
میلمه
(محمد عبدالله)

دا دور ددجال دی او دا تول دجالی سیستمونه دی ددی په اړه مونږ سره کافی دقیق معلومات شته چی دوخت سره به یی تولو سره شریک کړو فالحال د مسلمانانو لپاره بس دغه مهم دی چی په قران اوسنت تینګ عمل وکړی او اتحاد او یووالی وساتی او دکفارو په مقابل کی یو صف جوړ کړی او له دی کفارو څخه په توله معنی بیزاری وکړی کومو خلکو چی له دی دجالی کفارو څخه د خیر طمع ساتی هغه دیر خطا وتلی دی دلته زه دهغه نفر نوم اخلم کوم ته چی د سپوږمکیو او فضایی راکتونو دجوړونکو پلار… نور لوستل »

(محمد عبدالله)
میلمه
(محمد عبدالله)

دا دنیا دیر خراب او تباهی طرف ته روان شوی دی تقریبا د ۱۸۰۰ میلادی را پدیخوا دشیطانی او دجالی ډلو عروج شروع شوی دی او ددوی کوشش دا دی چی په توله ځمکه خپل کنترول قایم کړی او یو نړیوال دجالی حکومت (one world order) جوړ کړی چی یو نظام یو اقتصاد او یو کفری دجالی دین او یو مشر چی هغه به دجال وی دا ددوی مقصد دی او کومو خلکو چی ددوی په مقابل کی جنګ کوی نو پوی دی شی چی ددجالی لښکرو سره په جنګ کی دی کوم چی دیره او چته مرتبه لری خو… نور لوستل »