افغانستان

پکتیا: د جاني خیلو ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۵ل): د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د جاني خیلو ولسوال «عبدالرحمن سوله مل» د دغې ولسوالۍ سقوط تایید کړی او ویلي یې دي چې له سختو جګړو وروسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده. د پکتیا والي ویاند نقیب الله اتل هم رسنیو ته څرګنده کړې چې ولسوالۍ طالبانو نیولې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د یادې ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی او زیاته کړې يې ده چې د ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې پوستې یې په بشپړه توګه نیولي دي.

ښاغلی مجاهد همدا راز د لسګونو عسکرو د مړینې خبر هم ورکوي او وايي چې په ځلونو یې له محاصره عسکرو څخه غوښتنه وکړه چې ځانونه تسلیم کړي خو بالآخره یې تېره شپه په یادې ولسوالۍ برید وکړ.

نوموړی زیاتوي چې د افغان سرتیرو د مړو ۴۸ جسدونه په سیمه کې پاتې دي، دغه راز ۱۵ ټانګونه، ۱۶ رینجر موټر او ګڼې وسلې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې په ټوله جګړه کې د دوی ۴ تنه جنګیالي وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د جاني خیلو ولسوالۍ له تېرې یوې میاشت راهیسې د طالبانو تر محاصرې لاندې وه.

د دغې ولسوالۍ ولسوال عبدالرحمن سوله مل په یاده موده کې په ځلونو خبرداری ورکړی وه چې که مرستندوی ځواکونه ورونه لیږل شي ډیر ژر به ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویږي.

تر اوسه مرکزي حکومت د جاني خیلو ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x