نظــر

د ځمکو چـــــــــــــور

افغانستان  په لومړی ځل   دداسی ادری  خاوند دی چې  تر دی د مخه یی  په خپل تیر تاریخ کې دا  ډول  بهرنې ملاتړ نه درلود خو ددی  تر څنګ همدغو غربیانو خپلو ولسونو ته  لږ تر لږه  د حکومتداری   یو سالم  جوړښت  رامنځ ته کړی دي خو بر عکس زموږ هغه ډیموکراټان چې د همدوي   دولتی اداری یې له نږدی کتلې او یا یې  په همغه نظامونو کې کار کړی چې له اداری او مالی فساد خوندی ګڼل کیږی  خو د همدوي ټولو په شتون کې بیا هم  افغانستان د داسی فاسدی اداری  لرونکې هیواد  دي چي نړی کې د فساد په سطحه  ډیپلومي  او سرټیفیکتونه   ویشې  ،

څه موده د مخه مو د هغه خبر  پاڼی له مخي تیری کړی چې  تقریبآ ۱۶۰۰۰ داسی کسان  شته چې هغوي دولتی او یا د بیت المال  ځمکي چور کړی  ،ښارګوټي یي جوړ کړی دی  ، د ښاروالی له اجازی پرته په خپل سره یی  نقشه ترتیب کړی او وداني یي پری جوړی کړی  ،ولسمشر  د نامردی فرمانونه ورکړی  او یو شخص ته یې  د قوم تر شعار لاندی دولتی ځمکی ورکړی  هغو  غلو  په  بیع  پلورلی  او جیب یې  پري   پړسولئ   ایا حکومت نشی کولی چې سر له اوسه دغه اعلان وکړی چې  دغه  غصب شوی ځمکي به بیرته اخیستل کیږی او بیت المال ته به سپارل کیږی  او یا لږ تر لږه  د ولسمشری لپاره کوم کاندید دا موضوع د خپلي  مبارزي  په   اجنډا کې شامله کړی ده؟  زه باور لرم  چې ددي چور او غصب  د کلتور  د مخنیوئ  او له منځه  وړلو  اسانه لار په  لاندی  ډول  ده   او په دی کار سره  به  هم هغه مسکینان چې هغوي واقیعآ د سر پناه په لټه کې دی   او یا  د ټولنې هغه  طبقه چې له روا  او قانونی لارو یې  سرمایه پیدا کړی او غواړی د کور ،مارکیټ ،دوکان ،روغتون،مکتب،مدرسه ،لوبغالی ،پارک   او داسی نور………..   لپاره ځمکه  و پیری  او ابادی پری وکړی  نو  هغوئ   به د جعلکارانو ، ظالمانو  او  دوکه   ورکوونکو  له  شر خلاص شی   چې ددوی جیبونو ته یې  پاټکونه اچولئ دي   او سرمایه تری چور کوئ  او دولتی ّځمکي او یا نورۍ غصب شوي ځمکي  پری پلورئ   دغو  غلو    ته  دی د محاکمی او محاسبی  خبرداری  ورکړی شی .

۱ : دولت دی  رسمآ اعلان  وکړی  چې   دا ځمکي  به بیرته ترینه اخیستل کیږی  او ددغو ځمکو دخرڅلاؤ  او اخیستلو هیڅ راز سند د اعتبار وړ او قانونی نده  .

۲: د طالبانو  اسلامی تحریک   دی اعلامیه  نشر کړی او ددغو ځمکو  خرڅلاؤ او آخیستنه دی  غیر قانونی  او نا باوره  اعلان کړی  .

۳ :  د حزب اسلامی  افغانستان   مشر حکمتیار  دا   اعلامیه  پخوا  نشر کړی هم  ده  خو  د تیر په څیر  تکرارآ دی   بیا  اعلان کړی  چې   په  دغه  دولتی ځمکو او دشتو باندی  جوړ شوی  ښار ګوټي غیر قانونی  او  دا   اداری فساد  جرړه  ده  .
تلویزونونه، رادیوګانی،ورځپاڼی ،مجلی ،بریښنا پاڼي ،فیسبوک ،ټویټر ،مدنی ټولنې  دی داخبر ونه په پراخه  کچه  انعکاس کړی  ، محترم لیکوالان  دی  د قلم  په ژبه  ددی اعلامیو ملاتړ وکړی   ، دا دری واړه  اعلامیه  دی په یوه رساله کې چاپ  شی  او  په وړیا ډول دی  د محصلینو او رضاکارانو په لاسونو  په لویو ترانسپورټی  لارو کې  د موټرو  سوارلیو ته  وویشل شی  ، هغه سیمي چې له دولتی واک د باندی دی  او د طالبانو تحریک او یا حزب اسلامی  یې  تر واک لاندی لری  هغوئ دی  د ملی مسؤلیت له مخې  دا اعلامیه  د خپلو  قومندانانو  په لاسونو  همغو سیمو ته ورسوئ چې هلته  نه د تلویزون  ، رادیو ،ورځپاڼۍ ،مجلی او یا د بریښنايې ټولنیزو  شبکو  اسانتیا  نشته  .

مهمه دا نده چې  دری واړه  رقیبي  ډلي دی په ګډه اعلامیه نشر کړی  بلکه دا کار دی جدا جدا وکړی  او په دی خاطر چې  له ملت سره به یې  ښیګڼه کړی وی   کچیری  دا فرمول عملی شو  نو د ځمکو  د خرڅلاؤ مارکیټ به له اسمان   د ځمکي  تل ته ښکته  شی  نو  خود په خود  د ځمکو مافیا  نااومیده کیږی  او ورو په ورو  خپل  موقیعت له لاسه ورکوئ  او ولس به له شر خلاص وی  او راتلونکی  حکومتونو ته به هم  په دی اړوند ډیر جنجال په مخ کې نه وئ پروت  او د ځمکو په سر د شخصی وژنو او دښمنیو لړي به هم په ټپه ودریږئ . زما په فکر  د ولمشری کاندیدان  به دی ته زړه شه نکړی چې  دا موضوع  دخپل  کمپاین  په  اجنډا کې   ورګډه کړی  ځکه  افغانستان کې  انتخابات  د  پراخو درغلیو  او د رشوت د راکړی او ورکړی  ریکارډ لری  د سازشونو له لاری   په داسی حالت کې  د ولس رایه په یو اوبل  خرڅیږی  چې  ولس اصلآ خبر هم نه وئ  او دغه  ډول  د راکړی ورکړی  واک له هغه چا سره دی چې  د ځمکو د غصب  او یا دولتی قراردادونو  ورکړه  د خپلو ورونو او زامنو او نږدی  شریکباڼو  ته د ورکړی    تور کرغیړن  ریکارډ لری   نو په ډاډ سره ویلی شو  چې دولتی آړخ  به دی کار ته زړه ځکه  ښه  نکړی  چې  چور  او غصب   همدوي کړي  دي   خو که  طالبان او حزب اسلامی  هم همدغه فرمول    عملې  او  اعلان کړی  او غاصبینو ته  خبرادری ورکړی  بیا هم ډیر څه کیداي شی .

په درنښت

نصرالله احمدزی
۰۴/۱۱/۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x