افغانستان

جاني خیلو ولسوال: سلګونو طالبانو په ولسوالۍ حمله کړې وه

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۶مه ۱۳۹۵ل): د پکتیا ولایت د تازه سقوط شوې ولسوالۍ ولسوال وايي چې شاوخوا «۱۲۰۰» طالبانو په جاني خیلو ولسوالۍ برید کړی وه.

عبدالرحمن سوله مل وايي چې له مرکزي حکومته یې د کومکي ځواکونو د ورلیږلو غوښتنه کړې وه خو دې غوښتنې ته یې مثبت ځواب نه وه ویل شوی.

نوموړی د ولسوالۍ د سقوط اصلي لامل د مرکزي حکومت بې غوري ګڼلې او زیاته کړې يې ده چې مرکزي حکومت د ولسوالۍ د ژغورنې لپاره کومکي ځواکونه نه دي ورلیږلي.

ښاغلی سوله مل وايي چې په ولایتي چارواکو یې بار-بار غږ کړی چې ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده، خو په وینا یې چارواکو یې تلیفون ته ځواب نه ورکاوه.

د ولسوالۍ د سقوط وروسته د جاني خیلو ولسوال او امنیه قومندان څمکنیو ولسوالۍ ته تللي او دا مهال په دغې ولسوالۍ کې شتون لري.

د جاني خیلو ولسوال عبدالرحمن سوله مل له څمکنیو ولسوالۍ څخه رسنیو ته په تلیفوني تماس کې ویلي چې امنیتي ځواکونو ته ځاني تلفات اوښتي دي.

نوموړي څرګنده کړې چې په دغې جګړه کې ۳۰ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه شمېره ۴۸ ښيي.

د پکتیا جاني خیلو ولسوالۍ له نږدې یوې میاشت کلابندۍ وروسته تېره شپه د دولتي ځواکونو له لاسه وتلې او په بشپړه توګه طالبانو نیولې ده.

تر اوسه مرکزي حکومت د یادې ولسوالۍ د سقوط او د ښاغلي سوله مل د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x