afghanpolice8

طالبان: روانه اونۍ د لغمان په قرغيې کې ۵۴ تنه پولیس ورسره یو ځای شوې

نن ټکی آسیا:  طالبان وايې په روانه اونۍ کې د لغمان ولایت په قرغيې ولسوالۍ کې په جلا جلا توګه د حکومت د مختلفو امنیتي ادارو  اړوند ۵۴ تنه پولیس ورته له خپلو لیکو اوښتې او تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رسمي اعلامیه کې چې یوه کاپي یې نن ټکی آسیا ته هم را رسېدلې، ویلي: (( پرون دوشنبه د مازديګر ۵ بجې  د لغمان ولایت قرغي ولسوالۍ  په تور غر  سیمه کې ۱۸ تنه  هغه پوليس او عسکر  چې دکابل ادارې په مختلفو امنيتي ادارو کې فعال وو ، داسلامی امارت دمجاهدینو سره يوځای شول ، دغو ټولو کسانو داسلامي امارت د دعوت او ارشاد کميسیون دهلوځلو او دسیميزو مجاهدینو په زیار  سره د اسلامي امارت حقانيت درک کړ او له خپلو کړنو لاس په سر شول.))
همدارنګه د یو بل را پور په ترڅ کې چې د طالبانو په رسمي ویب پاڼه (شهامت) کې خپور شوی، راغلې چې  د روانې اونۍ په سر کې د شنبې په ورځ دقرغيو ولسوالۍ په همدې تورغرسيمه کې ورسره 36 تنه د اردو، سپشل فورس عسکرو او پوليسو منسوبین يوځای شوي دي.
نوموړي زیاتوي چې : (( دغو کسانو ته داسلامی امارت مجاهدینو لخوا هرکلی وو يل شو او هر  راز ډاډ ورکړل شو ، راغلو کسانو هم ژمنه وکړه چې نور به  دکفارو په حمايت کې دخپل دين او خلکو په ضد په هيڅ ډول فعاليت کې ونډه  نه اخلي او غواړې خپل آرام او سوکاله ژوند وکړي ،او یا هم په ګوډاګۍ اداره کې د کار کولو په ځای داسلامي امارت تر بيرغ لاندي له مجاهدينو وروڼو سره اوږه په اوږه د دين او وطن دفاع کوي.))
په اعلامیو کې د ټولو تسلیم شویو عسکرو اجمالي شهرت (نوم او د پلار نوم) هم ذکر شوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د