شعـــــرونه

توبه/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

له ګناهګارو مې د اوښکو شوې ویالې روانې
عذر منې که کړم د وینو فوارې روانې

جانانه ستا امر په خوښه، په سر سترګو منم
خیر که په سهوه مې بې لارې شولې پښې روانې

یو وار مې نه ده څو څو وارې غلط شوی یمه
بله لار نشته ستا تر در مې سترګې سرې روانې

بیا یم راغلی ستا تر دره ستا په در کې ولاړ
بل در مو نشته ستا و در ته مو جرګې روانې

خدایه عاصي یم ګناهګار یم دا اقرار کومه
وعده کوم او ماتوم نورې وعدې روانې

منم څو ځله دې بښلی یم خو بیا خطایم
شومه عادت تل مې د ژوند داسې کیسې روانې

که قبلوې که مې شړې عاکف به بیا راځمه
تاته مې طمعې او تر تامې دي اسرې روانې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x