شعـــــرونه

غزل/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

زړه مي دردکوي ژړامي ځکه واخلي
دسلګیو واویلا مي ځکه واخلي

زمادفکرپه کیمره راته ناست یي
ستادحسن تجلامي ځکه واخلي

زماآرمان زماله څنګه راڅه بیل کړي
یوظالم راشي اشنا مي ځکه واخلي

اخ شهیده چي رایاد شي اواره شم
دزړګي درسته دنیامي ځکه واخلي

امکان نه لري چي ته به را څه هیرشي
زړه مي داغ دي ورځ بیګا  مي ځکه واخلي

زماتانده اوچنارځواني یي ړنګ کړه
ستاغمونه دي موسکامي ځکه واخلي

زه (تپاندزُهاد)به ولي نه در دیږم
ترږمۍ راشي رڼامي ځکه واخلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x