ادبي لیکني

د راپورتاژ ډولونه « دوهم بحث»

عصمت الله صالح

په تېر بحث کې مو یوازې د راپورتاژ تعریف (پېژندنه) وکړه. په نني بحث کې به د راپورتاژ ډولونه وسپړو.
په ټوله کې راپورتاژ په دوه ډوله دی؛ لومړی؛ هغه کیسه ییزه پېښه چې لوستونکو ته په خورا لرې فاصله کې قرار لري. خو دا پېښه په داسې سیمه کې رامنځته شوې وي، چې نه خبریال له نږدې لیدلي وي او نه هم لوستونکو.

دلته پوښتنه پیدا کېږي؛ چې خبریال به نو دغه راپور له کوم اړخه جوړوي؟

په ځواب کې ویل کېدای شي چې
:

الف: مطالعه: خبریال هغه کتابونه ګوري چې د یادې سیمې، دودونه، عنعنات، فولکور، کلچر هرڅه په کې په واضح ډول شنل شوي، کله چې ددوی، له ټولو کړنو خبر شي، وروسته ورباندې داسې خبر جوړوي، چې د لوستونکو او یادې سیمې ترمنځ فزیکي واټن کم شي
.

ب: مرکې: که په مطالعه هم بسنه ونشي، بیا نو اړینه ده چې خبریال به خپل صوټ ریکارډونه له ځان سره اخلي، او له هغو کسانو سره به مرکې کوي، چې تېرځای یې له نږدې لیدلی وي. لیکوال د دغو مرکو په مټ کولای شي، ترڅو یو ښه هنري راپور، د لوستونکو مخې ته کېږدي
.

دوهم ډول راپورتاژ؛ دهغې پېښې کیسه ده، چې د پېښدو په وخت کې یې خبریال په خپلو سترګو ننداره کړې وي، انځورونه یې ترې اخیستې وي، وروسته نو قلم را اخلي، پېښه به په داسې ډول انځور کړي ، چې لوستونکي احساس کړي، ترڅو سیمه، له نږدې ګوري. حقیقتاً به د لوست په دایره کې وي، خو په مجاز کې به (دی) هم د پېښې عیني شاهد وي
..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x