نظــر

د خره غوښه ډیره نجسه ده که د اوباما ډالر ؟

زخمي افغان

په بلخ کې څه موده وړاندې یو ځل بیا حکومتي چارواکو هغه قصابان  ونیول چې په دوی یي د خره غوښې خرڅولې. وړم کال هم په بلخ کې څو قصابان له هغه وروسته ونیول شول چې پوره شپږ میاشتې یي د بلخ د پولیسو د اکاډمۍ په عسکرو د خره غوښې خوړلې وې.

د بلخ چارواکي چې د خرو د غوښو قورمې او روشونه یې وهلي اوس یې مزاجونه خورا ټنډ دي، اشتهاوې یي بندي او هیڅ بې هیڅه کانګې ورځي. دوی وایي چې میاشتې میاشتې د خرو له غوښو تغذیه شوي دي.

خر که څه هم د خنځیر په شان نجس العین نه دی مګر بیا یې هم دسپي په شان غوښه مرداره ده، اما خر د نورو مردارو حیواناتو په منځ کې دا ویاړ لري چې غوښه یي د اسلام په لومړي دور کې پاکه بلل کېده، خو له هجرت وروسته د خیبر د غزا په مهال حرامه شوه.

خر له دې پرته چې غوښه یي مرداره ده بل کوم شرعي عیب نلري، خر له اهلي کیدو وروسته د انسانانو د تر ټولو فرمانبردار خادم په حیث پاته شوی دی،خر اوس هم د عاجزۍ او خدمت سمبول بلل کیږي، خر له هغو حیواناتو دی چې انسان ته یي هیڅ ضرر نه دی رسولی بلکې ټول ژوند یي د انسان ګټې او خدمت ته وقف دی.

د بلخ چارواکي  او پولیس چې د اوسني حکومت د نورو چارواکو په شان یې معاشات د امریکا له نقدي ډالري مرستو څخه پوره کیږي. د حیرانۍ ځای دادی چې دوی د امریکایي ډالرو په  اخیستلو، خوړلو اوعمدي مصرف باندې هیڅ د شرم او ګناه احساس نه کوي،اما که یي په خطایي او ناخبرۍ د خره غوښه خوړلې نو ځان ورته ګناهګار معلومیږي.

امریکایي ډالر چې اوباما یي د خپل هیواد د کفري اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر  خپلو تحت الحمایه حکومتونو ته ورکوي د مسلمان لپاره د خره څه بلکې د خنځیر تر غوښو هم ډیر مردار او خوړل یي په مراتبو درنه ګناه لري.

ځکه د خره غوښه خوړل یو حرام عمل او  د انسان فردي ګناه ده چې اسلام، مسلمانانو او اسلامۍ امت ته یې کوم زیان نه رسیږي،د خره د غوښې د خوړلو له امله د کوم بل مسلمان حق نه تلف کیږي. اما د اوباما او امریکا نجس ډالر چې امریکایي کانګریس یي د خاصو کفري اهدافو د تحقق په مقصد بودیجه منظوروي او بیا د امریکا اجیرو حکومتونو ته د نامشروعو او ظالمانه شرایطو له مخې ورکول کیږي. دا هغه نجس العین معاشات دي چې په توسط یي اسلام او مسلمانان ځپل کیږي، د کفري اشغال مراندې ټینګیږي، اسلامي فکر محو کیږي، د کفري اډو ساتنه کیږي او دغسې نور کفري اهداف ټول د همدې ډالري مرستو  او پیسو په واسطه تحقق مومي.

دا څو ورځې وړاندې چې د پولینډ په پلازمینه وارسا کې د ناټو سرمشریزه وه اوتر ۲۰۲۰ کاله یي  د اشرف غني د رژیم د وسلوالو ځواکونو د اکمال ژمنه وکړه،آیا کله مو په دې فکر کړی چې د ناټو سازمان غړي د کوم هدف په خاطر د کابل له رژیم سره دغه مرستې کوي؟

معلومه خبره ده چې د غرب نظامونه ټول سیکولر او په دین نه ولاړ نظامونه دي چې مرستې یي د خدایي خیرات په مقصد نه شي بلل کیدای. د غرب دغه مرستې بشري مرستې هم نه دي بلکې د وسلو او جنګي ماشین د چلاو مرستې دي نوځکه یي لامل بشري عاطفه هم نه شي بلل کیدای. ښه نو بالاخره د کفري هیوادونو دغه کومک په کوم هدف دی؟

ددې پوښتنې رښتینی ځواب به هغه مهال ترلاسه کړو چې کله د ناټو سازمان وجودي فلسفه راوسپړو. ناټو سازمان د شمالي اتلانتیک د هیوادونو لکه امریکا، کاناډا، برتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا،هالنډ،بلجیم، هسپانیا،ډنمارک او نورو لخوا د شلمې پیړۍ په نیمایي کې د شوروي اتحاد او وارسا کمونیسټ پکت په  وړاندې د یوه دفاعي سازمان په حیث رامنځته شو. اما په ۱۹۹۰ کال کې چې شوروي اتحاد او د وارسا تړون له منځه لاړ او ورسره د ناټو د شتون ضرورت هم ختم شو. کله چې د ناټو د هغه وخت له مشر نه وپوښتل شول چې اوس خو شوروي اتحاد له منځه تللی. د ناټو سازمان نور د کوم خطر سره د مقابلې لپاره پرځای پاته دی او بالاخره ددې سازمان د شتون د دوام هدف څه دی؟

د ناټو مشر په لنډو ځواب ورکړ چې که شوروي اتحاد له منځه لاړ مګر زموږ اصلي دښمن یعني اسلام او اسلامي امت لا هم پرځای دی،ناټو سازمان به له دې وروسته خپله ټوله توجه د اسلامي نړۍ ځپلو او اسلامي فکر ختمولو ته متوجه کوي تر څو یي د کمونیزم غوندې له منځه یوسي.

له هغه وروسته ناټو او امریکا چې پخوا یي د مارشال پلان تر نامه لاندې له  یوشمیر اروپایي او اسیايي هیوادونو سره په دې موخه مرستې کولې تر څو یي د کمونیستي بلاک له احتیاجه خلاصه او په دې توګه د کمونیزم له خطر څخه وساتي، د کمونیزم له شړیدلو وروسته یي ټول تمرکز د اسلامي فکر او ددوی په اصطلاح سیاسي اسلام په ختمولو راټول کړ.

که پخوا د ځینو اسلامي هیوادونو له طاغوتي رژیمونو  او پوځونو سره د امریکا مرستې له کمونیزم سره د مبارزې په شرط مشروطې وې، د کمونیزم له نړیدو وروسته ناټو امریکا خپلو تحت الحمایه حکومتونو او پوځونو ته په دې شرط مرستې جاري وساتلې چې په خپلو هیوادونو کې به اسلامي فکر، اسلامي خوځښتونه، ټولنې او هر هغه حرکت چې د واقعي اسلام په نوم بیرغ پورته کوي له منځه وړي او سر جګولو ته به یي نه پریږدي.

همدا اوس که وګورو امریکا له خپلو لاسپوڅو رژیمو سره د مرستې په مهال همیشه دا پوښتنه راپورته کوي چې څومره یي ددوی په خبره د ترهګرو په ځپلو کې اخلاص ښودلی،او د اسلام په خلاف د امریکا په نړیواله جګړه کې يي تر کومه حده  ونډه اخیستې.

د کابل له رژیم سره د ناټو او امریکا مرستې هم کومې خیراتي او د تبرع کومکونه نه دي، بلکې په دې شرط مشروطي دي چې د اشرف غني د حکومت پوځیان، پولیس  او اربکیان به د امریکایي پوځونو په نیابت له مجاهدینو سره جنګیږي،د امریکایي اډو ساتنه به کوي، د یرغل د څوارلس کلنو لاسته راوړنو به ټینګه دفاع کوي. اشرف غني به د بشر د حقوقو تر نامه لاندې د ښځو د بي حجابۍ او اختلاط برنامې په قوت سره تعقبیوي او د بیان د ازادۍ تر نوم لاندې به د فکري او کلتوري یرغل لپاره د پخوا به نسبت ډیره زمینه برابروي.

نو په دې اساس ویلی شو چې د واکمن ګوډاګي رژیم دټولو  لوړ رتبه او ټیټ رتبه ملکي او پوځي چارواکو معاشات چې د ناټو او امریکا له غرضي او مشروطو مرستو څخه پوره کیږي په شرعي لحاظ تر ټولو هغه خطرناک او نجس اموال دي چې مسلمانانو ته یې له بل هر نجس خوراک څخه ډیر زیان رسیږي.

نو د بلخ چارواکي چې د خره د غوښو په خوراک پښیمانه دي باید چې د هغو پیسو حرمت او نجسوالی هم درک کړي چې دوی ورباندې دغه غوښې رانیسي. دوی باید پوه شي چې تر هغو یي  چې د امریکا له خدمت او ملګرتیا لاس نه وي اخیستی په دې لاره کې ترلاسه کړې هر پیسه ورته د خره تر غوښې ډیره  او اشده حرامه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دخره غوښه خو پاکه ده خو د اوبا نجس دالر د خنځير له غوښې هم مردار دي !!
ځکه هغه خپل دالر جنکي جنایتکارانو ، قاطيلينو ،غلو رشوت خورو نا اهله او مسلمان وژونکو ته ورکوي ْ!
هغه دالر ورکوي چې له طالب سره جګړه اوږده کړي او خپل هدف مخته یوسي !
نو که دالر ورک شي جګړه به ورکه شي او په ارګ به سپین بیرغ وځړېږي !!

هی هی ددې ورځې په ارمان يم!!

الحاج استاذ بیانزی

اسلام کی د جرم ورکولو اړه ده او دجرمونو سره باید مونږ کرکه او دشمنی ولرو ، د مجرم یا مجرمینو سره کرکه یا دشمنی هله پيلولی شو چه د اصلاح ټولی نوری لیاری قطع شوی . د دموکراسی شیطانی نظام جرم دی ، هڅه روانه ده چه د اسلامی نظام ځای ونیسی مونږ باید ورسره کرکه او دشمنی ولرو له منځه یی یوسو د اسلام په مخالف قطب کی قرار لری ، دموکراسی شیطانی وسوسه ده چه د حریصو انسانانو په سینو کی اچول کیږی ، ټول انسانان د ادم او هوا زامن لوڼه دی . یعنی په لویه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دا چه دلته د اوباما غوښه نه ده یاده شوی ، د هغه ډالر یاد شوی ، زه د لیکنی سره سل په سلو کی توافق لرم ، ځکه زر ، زور او تزویر د هغوی د دموکراسی شیطانی نظام د پیاده کولو د پاره وسیله ده . لکه د هغوی وسلی د دغه نظام پیاده کولو وسیله ده د هغوی پیسی هم د دغه شیطانی نظام د پیاده کولو تر وسلو هم زیاته پیاوړی او غښتلی وسیله ده باید له منځه یووړل شی ، تر دی چه د دغو ډالرو د خرو او خنځیر د غوښو سره مقایسه خرو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x