بې وسي! « لنډه کيسه»

اسدالله غيرت

له حميد څخه مې څه کم يوه مياشت کيده ، چې پسونه اخيستي وو ، زما په کور کې يوه مياشت لا د پسونو نه وه وتلې ، چې زوی مې ډیر سحت ناروغ شو ، کله مې چې روغتون ته يوړ ، ډاکټرانو هغه د لسو ورځو لپاره بستر کړ ، مانه غوښتل چې زوی مې بستر شي ، ځکه چې يوه روپۍ هم راسره نه وه او بل چاته سوال کول هم راته ګرانه خبره وه ، خو ډاکټران راباندې زورور شول ، دې ته يې اړويستم چې زوی د لسو ورځو لپاره بستر کړم  ، زوی مې بستر کړ ، د علاج لپاره مې ټول پسونه په نيمه بيه خرڅ کړل د زوی علاج مې پرې وکړ ، زوی مې له روغتون څخه کور ته راوست ، څو ورځې لا نه وې وتلې چې زوی مې بيا لړزولې تبې ونيوه ، په داسې خال کې چې له سترګو مې اوښکې لکه باران راونې وې ، د خپل يوه زوی سر ته ناست وم ، ميرمن مې هم له ما څخه څو چنده زياته ورخطا او خفه وه ، کله به چې زوی خپلې وړې سترګې راپورته کړې ، نو لا به يې د ژړا تر ښاره بوتلم خو وایي ( تشه لاسه ، ته مې دښمن يې ) د زوی د ناروغۍ په اړه مې فکرونه کول ، چې د کلا دروازه وټکيده ، په مڼده د دروازې په لور لاړم ، ما له ځانه سره داسې فکر کاوه چې ګوندې کوم کليوال به مې د زوی له ناروغۍ خبر وي او د مرستې کولو لپاره به راغلی وي .
ور مې پرانست ، چې ومې ليدل حميد وو ، د ستړي مشې وروسته يې راته وويل ، مجبوره که خفه کيږې که خوشحاليږې ، پيسې غواړم ، ځکه چې د نيټې څخه هم څو ورځې تيرې شوې.

د حميد د دې خبرې په اوريدو سره مې زړه ته دوه غمونه راولويدل .

حميد ته مې د خپلې بې وسۍ او د زوی د ناروغۍ کيسه په وار وار سره تکرار کړه ، خو حميد راسره ونه منله ، اخير مې دې ته اړ کړ چې لس ورځې نوره وعده هم راته وکړي .

کور ته دننه شوم ، ميرمنې ته مې د حميد د پسونو د پيسو غوښتلو ووې ، ميرمنې مې د يو سوړ اسويلي په ايستلو سره وويل ، دادې دوهم غم ټوله شپه مې په چورتونو او فکرونو کې تېره کړه ، تر هر څه زيات د خپل زوی وړو وړو فريادونو چې تر سهاره پورې يې کول ، ډير وځورولم ، له ځانه سره مې کلکه اراده وکړه چې سهار وختي به په کار پسې ځم ، چا راته د ښار تر څنګ د نوي ښوونځي د جوړيدو له کاره ويلي وو ، د ارادې سره سم سهار وختي ښار ته د کار لپاره ولاړم ، هغه ښوونځي ته ورغلم ، چې نوی يې د جوړيدو کار پيل شوی وو ، د ښوونځي قراردادي ته مې د کار کولو ووې ،له ويلو سره سم يې داسې بد بد راته وکتل ، لکه چې پلار مې ترې وژلی وي ، په تروه تندي يې راته وويل زمونږ مزدوران پوره دي درځه.

خو چې ليدل مې ټول کارکوونکي يې خارجيان وو ، د سيمې يو کس مې هم پکې تر سترګو نه شو ، ډير يو بل خوا په کار پسې وګرځيدم ، خو کار مې پيدا نه کړ ، بې هيلې کور ته راوګرځيدم ، په دومره يو بل خوا ګرځيدو را ګرځيدو کې مې يوه شيبه هم خپل نازولی زوی له ياده نه واته ، هغه فريادونه چې د سحتې تبې له امله يې کول ، تل راته سترګو ته وړاندې وړاندې کيدل ، څو ورځې پرلپسې په کلو او ښار کې په کار پسې سرګردانه ، سرګردانه وګرځيدم ، خو په دې نه شوم بريالی چې کار پيداکړم .

بله ورځ مزديګر مهال د کلي د کاريزه اخوا يوازې ناست وم ، چې يو ناڅاپه ، ثمر راغی ، ثمر زمونږ کليوال او يو نړيوال چرسي وو د روغبړ وروسته يې راته وويل ، مجبوره ! څنګه ورخطا معلوميږې ؟ ما ورته وويل دا څو ورځې خوب نه راځي ، ځکه داسې بې ځنځه او ورخطا يم .

ثمر وويل : نه دې ناروغۍ ته خفه يې ؟ چې د تورې دانې يو دوه کشه درباندې وکړم ، خپله به ښه شې.

زر زر يې سيګرټ له چرسو ډک کړ ، يو څو کشه ثمر ترې وکړل ، او نور ټول يې ماته راکړ ، ما هم ددې په تمه چې بيګا ته ښه خوب وکړم او د خپلې بې وسۍ پام پرې علط کړم ، ځکه مې ترې انکار ونه کړ ، د سيګرټ د څکولو سره بيا پر ځان نه يم پوهيدلی ، چې ځان مې ليده د سيمې په روغتون کې پروت وم او لوی لوی سيرومونه راته اچول شوي وو ، کله چې په خال شوم ، د کور په لور مې د تلو تابيا وکړه ، د لارې په اوږدو کې خبر شوم چې ، خپل يو او نازولي زوی مې د سحتې تبې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی وه.

نيټه ۱۳۸۷/۴/۲۹   منداخيل

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د