fbpx

ایفون کاروونکي باید له ځنډ پرته خپل سمارټ فونونه اپډیټ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږی ۶مه ۱۳۹۵ل): اپل کمپنۍ په دې وروستیو کې یو نوی ویروس پیژندلی چې له امله يي له خپلو کاروونکو څخه غوښتی چې له ځنډ پرته خپل سمارټ فون اپډیټ او له iOS 9.3.5 څخه استفاده وکړي.

د مک ورلډ د راپور پر بنسټ د لومړۍ ځل لپاره یو امنیتي څیړوونکی د دغه ویروس په پیژندلو بریالی شو. دغه ویروس په اماراتو کې د بشري حقونو د یو فعال د معلوماتو غلا کولو لپاره کارول شوی و.

اپل کمپنۍ د دغې موضوع له څیړلو وروسته پوه شو چې دا یوه جدي ستونزه ده. په راتلوونکی ورځ دغه ویروس د سټېزن لېب (Citizen Lab) او لوک اوټ سیکیوریټي (Lookout Security) لخوا هم وپیژندل شو.

اپل کمپنۍ د iOS9 ټولو کاروونکو ته د پیغام له لارې خبرداری ورکړی او هغوي ته د خپل عامل سیسټم نه اپډیټ کولو د خطرونو په اړه معلومات ورکړی.

دغه ویروس په سمارټ فون کې تر نفوذ وروسته له لرې فاصلې څخه د سمارټ فون سکرین تر کنټرول لاندې نیسي. د کامرې او میکروفون او د تلیفون اړیکو د ثبتول او حتی د خبرو کولو اپلکیشنونه لکه وټس اپ کنټرولول د دغه سمارټ فون له وړتیاو څخه دی.

په سمارټ فون کې ساتل شوي تصویرانو غلا کول او د کاروونکو د فعالیتونو او په ایفون کې د ساتلو شوو فایلونو پیدا کول او غلا کول د دغه پرمختللی ویروس له وړتیاو څخه دی.

تر دې دمه نه دی معلوم چې دغه ویروس تر څه اندازې د کاروونکو معلومات غلا کړی خو له دغه ویروس څخه اغیزمن یو شمیر کسان څو میاشتې وړاندې پیژندل شوی ول. د اپل کمپنۍ یو ویاند وویل چې د iOS 9.3.5 له ښکته کولو سره کیدی شي دغې ټولې ستونزې له منځه ولاړې شي.

امنیتي څیړوونکي وايي چې کاروونکي له دغه ویروس څخه د خوندي پاتې کیدو لپاره د پیغام له لارې په استول شوو لینکونو کلک ونکړي، ناپیژندل شوي پروګرامونه کوم چې د منابعو له لوري تائید شوی نه وي له ښکته کولو څخه ځان وژغوري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د