نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲۵ برخه)

په همدې خونه کې د وزارت دفاع یو صاحب منصب را سره و، لوړه دنګه نرۍ ونه! کونډۍ توره ږیره! پېرړ برېتونه! ساده کوچی و، زه او دی به څنګ په څنګ پرېوتو! یوه ورځ یې را ته ویل چې ددې حکومت په مقابل کې جنګېدل څه حکم لري؟ ما ځان پرې پوه نه کړ، هسې مې ځان ترې تېر کړ، ده بیا بیا دا پوښتنه را نه وکړه، خو ما بیا هم ځان اخوا دیخوا کړ، آخر یې راته ویل: ولې سم ځواب نه را کوې؟ قسم دی زه کلک مسلمان یم، له دې حکومت نه مې زړه تور دی، ډارېږه مه، سمه خبره را ته وکړه، ما ویل له کوم بل چا نه پوښتنه وکړه، که څه هم چې سړی مخلص او ريښتینی را ته ښکاره شو، خو بیا مې هم باور نشوای کولی!

ځکه لکه مخکې مو چې وویل په زندان کې ډېر جاسوسان وو، خپله ځینې بندیان به د کم شي په مقابل کې دېته حاضرېدل چې د نورو بندیانو جاسوسي و کړي!

دې کوچي صاحب منصب ویل چې زه یې هم ریاست ۹۰ ته بوتلم، خو داسې یې ونه ځورولم لکه نور بندیان به یې چې ځورول، ما ته یې یوازې عسکري سزا را کوله، کله به یې په یوه پښه ودرولم، کله به یې د پښو په سرونو کېنولم! لنډه دا چې و یې نه وهلم!

جرم یې څه و؟ ده ویل چې په پلچرخي زندان کې یو پاکستانی بندي دی،  ددې بندي وروڼه زما د وروڼو انډیوالان دي، مونږ دوه ځایه کار وبار لرو، هم دلته په خپل وطن کې او هم په پاکستان کې، په دې کس زه نه وم خبر چې ولې یې نیولی او څه رنګه یې نیولی؟ او نه مې پېژانده! وروڼو مې را ته وویل چې دلته په کابل کې زمونږ د ملګرو یو ورور بندي دی، او دا یې نوم دی، که ته یو ځل ورشي پوښتنه یې وکړي چې څنګه دی؟ او څه ته یې ضرورت دی؟ زه په خپله رسمي دریشي کې ورغلم، د بندي پوښتنه مې وکړه، بېرته چې راووتم، په لاره کې یې ونیوم! چې ته چېرته او د چا پوښتنې ته ورغلی وې؟ ما حال ورته وویلو، چې خبره داسې ده او زه په نور څه نه یم خبر! لنډه دا چې زما خبرې ته یې غوږ و نه نیو، همداسې یې راوستم، دا دي اوس تر دې ځایه را ورسېدم!

ده ویل چې زما په څېر نور د اردو کسان هم په خپلو رسمي دیرشیو کې د ځینو بندیانو پوښتنې ته ورغلي وو، ما خپله ولیدل، هغوی ته یې هېڅ نه ویل یوازې زه یې را ونیوم! دا ځل ما هم له الله سره وعده کړې ده چې کله له دې ځای نه په خیر خلاص شم، جهاد شروع کوم، له دې حکومت سره کار کول ناروا دي!

څو ورځې وروسته یې یوه ډله بندیان له دې خونې څخه بلې خونې ته بوتلل، په هغوی دی هم و، بیا وروسته خبر شوم چې خلاص شو!

نود مات سو!!

   د منځنۍ ونې توره غنم رنګې ځواني، ننوتې ننوتې وړې وړې سترګې، د مخ کاسه یې ګرده! تندی به یې تل تریو و! غښتلي او پنډ هډونه! له بڼې داسې ښکاریدو لکه نور مال چې نه وي! اکثرا به د پښو په سرو کېناستو، کوناټي به یې په ځمکه تکیه کړي وو! همدا د ریاست ۱۷ د خړو پېرړو جامو لنډه لمن به یې پر دواړو زنګونو داسې را کش کړې وه چې زنګونه یې له زنې سره جوخت لګیدل! په زنګونو به یې کله زنې او کله سر ایښی و، له هېچا سره به یې خبرې نه کولې! غلی به ناست و! په یو چا کې به یې چې سترګې ښخې کړې په همغه لوري به یې په ځير ځیر کتل! کپې کپې نصوار به یې اچول! کله کله به چې له خپلو یو دوه درې ور سره راغلو ملګرو او وطندارانو سره کېناست هغوی به خپله ګپه کوله، دی به غلی ورته ناست و، غوږ به یې ورته نیولی و! کله کله به چې د هغوی د خپل منځي ټوکو ټکالو له وجې موسکی شو! خوله به یې خلاصه شوه! خو دمخ دا دوه مخامخ غاښونه یې نه وو!

 یوه ورځ ماسختن له لمانځه وروسته جګ شو، په لمانځه یې پیل وکړ، کوم کس ورته وویل چې څه کوې؟ ظاهر جانه! لکه چې قضايي مونځونه کوې؟ ده ویل هو اوس به قضا یې مونځونه پوره کوم! اوس به لمنځونه کوو، روژې به هم نیسو!

بله ورځ ملګرو مجلس سره کولو، ظاهر جان هم راوړاندې شو، کوم ملګري وویل چې ظاهرجان نود مات کړ! ده د عاجزۍ په بڼه کې سر کوږ یو ډول دغرور موسکا یې وکړه! وايي هو نود مات سو! کوم بل ملګري ویل چې داسې نود ماتول به څه کړي چې لمنځونه یې پکې قضا کړل! ده ته یې خوند ور نه کړ، خو څه یې ونه ویل!

 ما ویل کېسه څه ده؟ ملګرو ویل چې ظاهر جان ۹۰ مات کړی! ما ویل څه ډول، دوی ویل چې له ۹۰ څخه بې اعترافه راووت! هر څو یې چې پرې وکړل اعتراف یې ونه کړ! ځان یې په لیونتوب ورته وهلی وو، هغوی چې هر څو وکړل، هر څو یې چې ووهلو، هر څو یې چې تکلیف کړ، تر پایه یې یوه خبره هم ترې و نه اېسته!

آخر ده خپله خبره پیل کړه: ګرد سره زما له دې رخچینې سره ( تورې کڅوړې چې پر سر به یې بندیانو ته ور اغوسته  ) نه وه جوړه، یوه ورځ یې په پنجرو کې تړلی وم، پر سر یې رخچینه را اغوستې وه، زه همداسې ولاړ وم، که ګورم د شا له خوا یو کس په غبرګو لغتو داسې ټینګ ووهلم چې مخ مې د پنجرو په اوسپنو ولګېد! داسې ټینګ یې ووهلم چې کله مې مخ  د پنجرو په اوسپنو ولګېد، د اد مخ دواړه غاښونه مې بوټ را مات سول! له خولې مې وینې روانې سوې!

ما همدا ځای او وخت غنیمت وګڼلو، ځان مې په لیونتوب ورته ووهلو! دوی هم وار خطا شول! له پنجرو یې را خلاص کړم، په دهلیز کې یې کښېنولم، بیا یې رخچینه را په سر کړه، سره له دې چې لاس مې ولچک وو، خو بیا هم په همدې ولچک لاسونو مې رخچینه را واخیسته اخوا مې ګوزار کړه! دوی بیا راواخیسته پر سر یې را واغوسته، ما بیا ګوزار کړه، او سر به مې په زنګونو کېښود، په دې معنی چې زه له رخچینې پرته هم یوې او بلې خوا ته نه ګورم! خو دوی نه پرېښودم، د وهلو پیل یې را باندې وکړ، په لغتو، په سوکانو، په پیپونو هر څو یې چې ووهلم، ما په سر رخچینه نه پرېښوده، اخوا به مې ګوزار کړه!

  پنځه ورځې مې یوه مړۍ ډوډۍ هم ونه خوړه، اوبه به مې هم ډېرې  لږ څښلې! دوی به چې هر څو ووهلم، ما اخ هم نه کولو، دوی داسې ګومان وکړ چې سړی په رښتیا لیونی شو! یوې او بلې خوا ته به مې هر چا ته چې وکتل ورته خندل به مې! د قضا حاجت لپاره تشناب ته نه تلم، په زور به یې تشناب ته ور ټېله کړم، ما به ترې را وځغاستل! شا ته به راغلم، او خونې ته به لاړم، کله به که خالي ضرورت را ته پیدا شو، هغه مې هم په خونه کې او په جامو کې ورته  کولو! اودس او لمونځ خو مې له یوې مخې نه کول!  

کله کله به چې زه د پښو پر سرو ناست وم، سر به مې پر زنګونونو ایښی و، زما به پام نه و، د دوی به کوم یو کس د شا له خوا راغی په دواړو لاسونو به یې په تشو کې غبرګ او کلک ووهلم، داسې به یې خوږ کړم، خو بیا هم ما به ځان ورته ټینګ کړ او اخ  مې هم نه کولو! دوی دېته حیران وو چې آخر دا ږغ ولې نه کوي؟ او په همدې یقینې شول چې اعصاب مې خراب شوي!

 دا په ټول نود کې یو ریکارډ و چې څوک رخچینه په سر نه کړي، ځکه هېڅوک داسې نه وو پرته له ما چې رخچینه یې دې په سر نه وي اغوستي! او رښتیا هم، کیسه همداسې وه، هر بندي به یې چې راوستلو د ظاهر جان خبره رخچینه به یې خامخا ور په سر کوله!

ظاهر جان ورته ویلي وو، چې زه نه له طالبانو سره کار لرم، اونه له امریکایانو سره، خپله غریبي کوم، هسې یې د سګريټي په جرم راوستی یم، کله کله یو یو سګریټی وهم، خو څه وخت کېږي چې هغه مې هم پرېښی، زه یې په دې جرم راوستلی یم، نور هېڅ جرم نه لرم!

وايي، یوه ورځ یې په ۹۰ کې د تحقیق خونې ته بوتلم، زه خو لیونی وم، خبرې مې نه کولې، دوی چې هر څو را باندې تاو کړل ونه شو، آخر یې چرس راته راوړل، هغه یو څارنوال په لاس کښې ونیول، زه تر مېز دېخوا او دی هغې خوا ته ناست وو، تر مېز د لاندې یې را ته دی دی کول! یعنی را ته خوځول یې! دوی ګومان کولو چې زه به اوس د چرسو لپاره خبرې ورته وکړم، مګر ما هېڅ غوږ نه پرې ګراوه! په دې توګه یې دې لوبې هم هم کار ور نه کړ!  بالآخره دوی زما په دوسیه کې ولیکل چې دا کس عصبي ناروغي لري، او ما تر پایه خبرې ونه کړې!

په رښتیا هم چې ظاهر جان لویه قرباني ور کړې وه، او دده په اصطلاح نود یې مات کړی و، ځکه دومره وهلو او ټکولو ته ټېنګېدل، او هغه هم داسې ټېنګېدل چې بالکل اخ هم ونه کړي، یقینا چې د حیرانتیا ځای دي! ټول ملګري ورته حیران وو، ما ویل کېدای شي ظاهر جان به هسې ګپه کوي، داسې به یې نه وي کړي، خو ځینې هغه ملګري چې په ریاست ۹۰ کې ور سره وو، هغوی دلته هم ور سره وو، هغوی ویل چې مونږ په خپله ور سره وو، ظاهر جان نه ډوډۍ خوړله، نه یې اوبه څښلې، هسې لږ اوبه به یې که وڅښلې، نه یې خبرې کولې، اودس او مونځ یې هم نه کول، کوچنی قضاء حاجت یې هم په جامو او دخونې په منځ! او کله په دهلېز کې کولو، او لوی قضاء حاجت ته یې هېڅ ضرورت پیدا نه شو! ځکه چې څه یې نه خوړل!

دا خو یې په رښتیا هم چې لویه کارنامه کړې وه، خو کله یې چې ریاست ۱۷ ته تسلیم کړی وو، هلته یې بیا یوه بله نادره لوبه کړې وه!…..

نور بیا  

عبد الحنان مجاهد

ددې لیکني نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x