د ذهني ځان وژنې څخه ځان وژغورۍ!

عبدالله (عزیزی،مسعود)

د امریکا د مرکزي ایالتونو په یو ښار کې د بانک یو کارمند چې جوزف کرانت نومېده دبانک د مدیرانو له رضایت پرته دبانک څخه ډېر پور واخیست هغه په خپله معامله کې دغه ټولې پور شوې پیسې له لاسه ورکړې بانک یې پرېښود او په یو سیمه ییز هوتل کې یې یو اطاق په اجاره ونیوه پولیسو درې ورځې وروسته په داسې حال کې پیدا کړ چې په کټ پروت وه په ژړا او زاریو یې په وار وار همدا ویل چې (خدایه دا به ما ووژني،زه دالویه رسوایي نشم زغملی) له لنډې مودې وروسته یې له دې نړۍ سترکې پټې کړې او ومړ.

دکترانو یې د مرک سبب(ذهني ځان وژنه)اعلان کړه.

نو راځۍ ورونو په دې باندې باور وکړو چې زموږ لاشعور چې څومره په بدو او ناوړه افکارو باور کوي په همغه کچه یې په مثبتو افکارو هم کوي.

موږ ټول په دې پوهېږو چې د الکتریسیته انرژۍ څخه کولای شو دبرق انرژي تولید کړو اوس همدغه انرژ ي که ښه کټه ترې پورته کړو خو ټولنې ته به مو کټه ورسېږي او که په ناسمه توکه ترې کټه پورته کړو دامعلومه ده چې هغه به د وراني اویاهم د مرک سبب وکرځي.

لاشعور مو هم کټ مټ همدا ډول عمل کوي که مو ناوړه افکارو ته پکې ځای ورکړ نو ورانی رامنځته کوي او که مو مثبت او ښه افکار ور وستل او وروسته مو په مو همغه اصلي لاره کام واخیست نو بریا او ثروت به زموږ په تمه وي.

په ژوند کې مو د هرې هیلې پوره کیدو لپاره داسې یو قوي باور ته اړتیا ده چې دهغه په واسطه موږ خپل ځان په راتلونکي کې هغه څوک ووینو کوم چې مو یې هیله درلوده.یعنې که موږ غواړو په راتلونکي کې مالداره اوسو نو دې باورته اړتیا ده چې له همدا اوسه ځان مالداره احساس کړو او دمالدارانو په شان عمل وکړو.

باور هغه ذهني امر دی چې ځانته د ښودلو په واسطه را منځته کېږي.(ناپلئون هیل).

هغه ذهن چې د مثبتو احساساتو دتأثیر لاندې راشي د ذهن هغه معروفه ځای ته چې باور دی رسېږي هغه ذهن چې له دې شعاع لاندې راشي کولای شي لاشعور ته امر وکړي او پرې قبول یې کړي اوپه همغه اساس عمل وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د