نظــر

دې جګړې کې به ولې نه بريالي کېږو؟!

١٩٦٧ ميلادي کال کې مصر او ځينو نورو عربي هېوادونو په اسرائيل د يرغل بريد وکړ. دغه وخت کې جمال ناصر د مصر جمهور رئيس و. جمال ناصر د عرب نشنلېزم يا ملت پالنې مهمه څېره وه. مصر او نورو عربي هېوادونو په اسرائيل د عربي ملتپال احساس له مخې بريد وکړ. ويل کېږي چې د بريد په شپه عربي پوځونو ته د مشهورو سندرغاړو سندرې ايښودل شوې وې او په ډانس و نورو مزو چړچو يې شپه تېره کړه..

دا چې مصري پوځ سره کومه آيډيالوجي نه وه، سخته ماته يې وخوړه، عربانو د دې پر ځاى چې له اسرائيله يې اشغال شوې خاوره راوګرځوله، نوره ډېره برخه يې اسرائيل ونيوه..

په همدغه جګړه کې اسرائيلو بيت المقدس اشغال کړ، په همدغه جګړه کې له مصره سينا ونيول شوه او له سوريې جولان ونيول شو.. عربانو سخته او شرموونکې ماته وخوړه..

په دغه جګړه کې اسرائيلو د مصر اتيا سلنه پوځي وسايل ختم کړل او په مصر کې ډېر دننه شول، همدا رنګه سوريې ته يې هم شرموونکې ماته ورکړه..

مسلمان مفکرين په دې باور دي چې په دغه جګړه کې څو هېوادونو يو کوچني هېواد اسرائيل ته ځکه ماته ورنه کړاى شوه، چې اسرائيلي پوځيان د يهودي آيډيالوجۍ له پاره له خپلو سرونو تېر وو. هغوى داسې انګېرله چې که مو ماته وخوړه، يواځينې يهودي دولت به مو د تاريخ يوه برخه شي، داسې دولت چې اسرائيلو په خپلو وينو او کلونو پلانګزارۍ جوړ کړى و، په يوه جګړه کې به ختم شي.. نو اسرائيلي پوځيان له خپلو ځانو تېر وو او د صهيوني رژيم کلکه ساتنه يې وکړه.

شپږ کاله وروسته، ١٩٧٣ ميلادي کال کې، کله چې جمال ناصر مړ و او پر ځاى يې نوى جمهور رئيس انور السادات ناست و، مصر يو وار بيا په اسرائيل د بريد اراده وکړه.. خو دا وار فرق دا و چې مضري پوځ يوه آيډيالوجي لرله او په يوه فکر جنګېدل.. دا وار دوى د زخم خوند څکلى و او د حيثيت اعاده يې غوښته.. نو په جګړه کې يې اسرائيل ته سخته اقتصادي ضربه ورسوله، دا وار د مصر او سوريې له جبهې په اسرائيل بريد وشو او غير مترقبه ضررونه يې وروسول، مګر دا وار هم نه مصر او نه سوريې، يوه هم خپله نيول شوې ځمکه بېرته خپله نه کړاى شوه.. خو اسرائيل ته يې يو درس ورکړ.

د ١٩٧٣ ميلادي کال د اکتوبر په جګړه کې اسرائيليان د “بښنې ورځ” په نامه اختر لمانځه او عربانو پرې ناڅاپي بريد وکړ.. د عربي پوځيانو پرمختګ او ځوک اسرائيليان دومره وارخطا کړل چې ګومان يې کاوه، اسرائيل د زوال په لور روان دى..

د اسرائيل د پوځ مشرانو يو کار وکړ چې خپلو پوځيانو ته يې ويل “ته د اسرائيل وروستۍ هيله يې.. که تا ماته وخوړه، داسې وبوله چې اسرائيل مات شو..” همدا وه چې د مصر او سوريې د بريد مخه يې ونيوه او کامياب شول..

دا کيسه مو د آيډيالوجۍ په اهميت او ارزښت وليکله، آيډيالوجي په جګړه کې ډېر اهميت لري.. همدا آيډيالوجي ده چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم په وخت کې او په ټول اسلامي تاريخ کې عجيبې او غريبې برياوې پر مسلمانانو تر لاسه کړي..

همدا فکر دى چې قرآن مسلمان ته لومړى وويل چې بايد په لسو کافرانو بريالى شي. بيا دا حکم منسوح شو او د لس پر ځاى دوه کسه ياد شول..

په افغانسان کې هم د يوه شاعر خبره وسپنه او ايمان سره په ټکر دي.. مګر ايمان پرې زورور شو.. ځکه ايمان په يوه فکر او يو احساس جنګېږي..

يوې خوا ته داسې کسان جنګېږي چې يوازينى هدف يې د خداى رضا ده او بل لور ته د اربکيو په نامه داسې کسان جنګېږي چې يا پوډريان دي او يا چرسيان.. په کليو کې هر څوک ترې کرکه کوي.. آن ځينې خلک يې تشناب کاغذ بولي او په مرګ يې هر کليوال خوښ وي..

په دغسې جګړه کې چې يو لور ته صليبي ځواکونه دي او رسره څو لنډغر دي او په مقابل کې يې د خداى د لارې جنګيالي دي.. هغسې انسانان چې يوازې او يوازې د خداى له پاره جنګېږي.. مور او پلار.. مال او کور.. آرام ژوند او د نړۍ له نعمتونو تېر دي او د اسلامي جهاد تږي دي..

په دغسې يوه جګړه کې به ولې نه بريالي کېږو؟!

جاويد غوربندى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x