شعـــــرونه

دازادۍ امام

هلال مهاجر

دکفراستعمارمخې ته ډال به درته وایم
دعصرتوروشپوته سپین مشال به درته وایم

دسپینې ماڼۍ حال دې هم له سرې ماڼۍ بتر کړو
بچۍ دغزنوي اودابدال به درته وایم

ساتونکئ دناموس اودعزمویی اتله
دپیغلومیوندیودسرشال به درته وایم

نقشه کې دنړۍدې د افغان نوم کړوغښتلئ
امام دازادۍ اواستقلال به درته وایم

څوک تابه دهشتګرڅوک تنګ نظربولي جنابه
خوزه دبدخشان غمئ او لال به درته وایم

هلاله دهلال په څیر هلال هلال ځلیږه
هلاله چې هلال شولې هلال به درته وایم
ــــــــــــــــ
۱۴۳۷،۳،۲۵،
هلال، مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x